(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډزبندۍ اعلان به شورا کوي

[21.Feb.2009 - 21:35] 21.02.2009:دسوات دطالب جنگیالو مشر مولانا فضل الله ویلي په سوات سيمه کې دبشپړ ډزبندۍ اعلان دحکومت له لوري شوى اؤ هغوي به دخپلې شورا دمشورې څخه وروسته په دغه هکله اعلان کوي. نن دخالي په ماسخوتن پخپل غيرقانوني ايف ايم راډيو دوينا په وخت تندروه طالب مشر په ډاگه کړه دکومو کسانوفهرست چې طالبانو جاري کړى ؤاؤ ويلي يې وؤ هغه مونږ ته پکار دي نن هم طالبان په هغوي پسې دي، خو نوموړي دا هم وويل چې په دغه هکله به خبرې کيږي. نوموړي وويل دسکولونو په پرانستل کيدلوکوم اعتراض نۀ لري اؤ دجينکو سکولونه هم بايد پرانستل شي خو په هغې کې دې دپردې بندوبست وي. تندروه طالب مشر په ډاگه کړه دکومو کسانوفهرست چې طالبانو جاري کړى ؤاؤ ويلي يې وؤ هغه مونږ ته پکار دي نن هم طالبان په هغوي پسې دي، خو نوموړي دا هم وويل چې په دغه هکله به خبرې کيږي. مولوي فضل الله زياته کړه په سوات کې په طالبانو بريدونه دامريکايي سفارت خانې په امر شوي دي . هغۀ په ډاگه کړې ده چې دطالبانو په ليکو کې بهرنيان نۀ جنگيږي اؤ په دې هکله حکومتي پروپيگنډه دروغ ده. طالب مشر وويل دامهال زمونږ کار ختم شوى نۀ دى بلکې پيل شوى دى. هغۀ وويل حکومت دې زمونږ نيت ته دشک په نظر نۀ گوري ولې چې مونږ په بشپړ نيک نيتۍ سره مولانا صوفي محمد ته دسولې واک ورکړى دى. دهغۀ وينا وه کۀ چرې حکومت ورسره دوکه وکړه نو هغوي به يو ځل بيا خپلو سنگرونو ته ورودانگي. مولانا فضل الله دا هم وويل چې په سوات کې يې دهاغه چا په ضد مقاومت کړى دى چې شپږ سوه مسلمانان يې امريکا ته سپارلي وؤ. دملاکنډ سيمې کمشنرجاويد خان يومطبوعاتي کانفرنس کې د طالبانواؤامنيتي ځواکونوترمينځ دپخې ډزبندۍ اعلان کړی وؤ. په سیمه کې د طالب جنگیالو د مقاومت مشر افضل خان لالا ډیوه ریډیو ته ویلی چې د پاکستان مشر جنرال پرویز کیانی ته په ډاگه کړې وه چې د سېمه خلک په دی باوري دي چې طالب او پوځ د یو کمانډر د لارې کار کوي. په صوبه او قبایلي سیمو کې سوله ایز پښتانه په پوځ تور لگوي چې د طالبانو سره پټ لاس لري. ملت پاله مشران هم وایي د پاکستان پوځ په صوبه او قبایلي سیمو کې د ترهگرۍ پرضد ددرغو روانه جگړه د ډالرو گټلو یوه ذریعه بلي. دغه ډول تورونه او نیوکې د پولې بلې غاړې افغان حکومت ، افغان او امریکایي څیړونکي هم کوي. بل خوا دملاکنډ سيمې کمشنرجاويد خان يومطبوعاتي کانفرنس کې دطالبانواؤامنيتي ځواکونوترمينځ دپخې ډزبندۍ داعلان کړی دی. دخالي په ورځ کمشنرجاويدخان،دسيمه ايزوتماسونومشرشوکت خان يوسفزي،دپوليسومشرشوکت حيات اؤنورولوړپوروچارواکو ديومطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې دطالبانواؤامنيتي ځواکونوترمينځ دپخې ډزبندۍ داعلان کولوپه مهال وويل دتيرودريوورځوراهسې حکومت دسوات طالبانوسره په سيمه کې دبشپړامنيت دټينگښت په خاطردمولاناصوفي محمدلۀ لارې خبرې اترې وکړې اؤددغوخبروپه اساس دواړوخواؤپريکړه وکړه چې نوربه پوځ اؤطالبان په يوبل بريدونه نۀ کوي. نوموړي وويل دپخې ډزبندۍ سره سم به دسوات څخه ټولې امنيتي پوستې ختمولى اؤدسباڅخه به ټول سکولونه بيرته پرانستلى شي خونوموړي وويل فعلابه يواځي دڅلورم صنف جينکۍ سکولونوته تللى شي ديوې پوښتنې په ځواب کې کمشنروويل طالبانوسره خبرې لادوام لري اؤهيله ده دڅلورم صنف څخه وراخواهم ډيرزردجينکودزده کړوڅخه بنديزختم اوسکولونه اؤکالجونه يې پرانستل شي ، هغه وويل طالبانوپه پوليسواؤتاڼودبريدونونۀ کولوباورورکړى دى ځکه نواوس بايدپوليس په ډاډه زړۀ خپلې دندې بيرته سمبال کړي، کمشنرجاويدخان سيمې څخه په وتلوخلکوهم غږوکړوچې نوردبې کورۍ ژوندونکړي اؤخپلوکورونوته دې راوگرځي ، پرون په سوات کې دطالبانودغورځنگ اؤمولاناصوفي محمدترمينځ دخبروپه مهال دطالبانولخواپه سيمه کې ددائمي اوربندپه هکله ټول واک مولانا صوفي محمدته سپارل شوى ؤچې لۀ دې وروستونن دتحريک نفادشريعت محمدي دشوراپه غونډه کې دجنګيالولخوا په سوات کې په مستقل اوربند رضا مندي ښکاره کړل شوه ، بل لوري ته دسوات دطالبانووياندحاجي مسلم خان ډيوه راډيوته ويلي دي طالبانوسيمه کې دشريعت اؤامنيت دټينگښت په خاطرټول واک مولاناصوفي محمدته ورکړى دى اؤهغه چې دحکومت سره هره پريکړه کوي طالبان به ورته درناوى لري، نوموړي وويل دشوي تړون په اساس به په امنيتي ځواکونونوربريدونه نۀ کوي خوکه چرې حکومت دتړون څخه په شاشواواسلامي نظام يې نافذنه کړونوبياطالبان هم دامن دتړون پابندنۀ وي، دجينکوپه زده کړودقدغن په اړه طالب وياندزياته کړه په دې اړه دغوڅې پريکړې واک هم مولانا صوفي محمدته سپارل شوى دى، دمولاناصوفي محمداؤطالب مشرمولانافضل الله ترمينځ پرون په ترسره شوؤخبروکې مولانافضل الله دطالبانودپاره دعامې بخښنې اؤدهغوئ دبندي ملگرودخوشې کولوغوښتنه کړې وه خودننني مطبوعاتي کانفرنس په مهال چارواکوداپه ډاگه نکړه چې هاغوطالبانوته به عامه بخښنه کوي که نه چې دسوؤنوخلکوپه وژنو،حلالولو،اودولتي ودانيواؤسکولونوبريدونوکې ککړدي؟ - ډ پښتونخوا خبریال
بېرته شاته