(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتونخو کی به تر دولسم ټولګي پورې پښتو ژبه لازمي وي

[27.Feb.2009 - 22:34] 27.02.2009:دپښتونخوادپوهنی وزير ښاغلی سردار حسين بابک تیره ورځ رسنيو ته وويل چې دپښتونخوا د ښوني او روزني په ادارو کې به دهمدې کال څخه دپښتو ژبه د ښوني او روزني په نصاب کې شامله شی. دلومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې به پښتو ژبه لازمي وي. ښاغلی بابک وويل عوامي نيشنل ګوندANP په يو کال کې دپښتونخواپه اتو ولسوالیو کښې پښتو ژبه عملي کړې ده هغه زياته کړه چې نورو ولسوالیو کې به دروانې ميا شتې څخه پښتو ژبه عملي کيږى . همدا شان د پښتونخوا حکومت د ښوونې او روزنې محکمې د نجونو ښوونځيو او کالجونو ته د نارينه مامورينو او څارونکو پر ننوتو بنديز ولګاوه . د دغه پرېکړې له مخې يوازې ښځينه مامورين اجازه لري د دغو ښوونځيو او کالجونو چارې وڅاري او که نارينه مامورين راځي نو بايد د محکمې اجازه ترلاسه کړي.د سرغړوونکو پر وړاندې به د 2000 کال د لايحې پر بنسټ چلند کيږي.
سردار حسين بابک - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته