(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوځ دمولانا فضل الله مرکز امام ډهیرې ،مولانا صوفی ته وسپارله

[04.Mar.2009 - 21:42] ډیوه04.03.2009 : دملاکنډ سيمې کمشنر سيد محمد جاويد اعلان کړی دی چې حکومتي ځواکونه به سوات د تندروه طالبانو مشر مولانا فضل الله مرکز امام ډهیرې خالي کوي. سوات کې د تل پاتې امن د ټينگښت لپاره دگوښه کړل شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي اؤ امنيتي ځواکونوترمينځ نن دشورو په ورځ د١٧ؤ نکتو يو تړون ترسره شوى دى چې ددغه تړون ترمخه به حکومت په سيمه کې زر تر زره اولس ته دانصاف ورکړه اؤ په غير شرعي کارونو قدغن لگول باوري کوي. په سوات کې دتحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر دمرستيال مولانا محمدعالم په مشرۍ کې يو هيئت دملاکنډ سيمې دکمشنر سيد محمدجاويد سره ديوې اوږدې ناستې څخه وروسته په دغه تړون لاسليکونه وکړل. دتړون له مخې په سوات سيمه کې به په ټنگ ټکور، سندرواؤ دسي ډي گانو په کاروبار بشپړ بنديز وي اؤ بې حياء ښځې اؤ دبې حيايۍ په کاروبار کې ککړ کسان به دسيمې څخه ويستل کيږي. همدغه رقم په لوړو بيعو دڅيزونو پلورونکو په ضد دگامونو اخستو ترڅنگ به دټولو جرمونو په ضد اولس کې ځانگړى کمپائن چلولى اؤ په اولسي شکايتونو يا گيلو به په هم هاغه وخت گامونه اخستلى شي. داوولس نکته ييز تړون له مخې په سيمه کې به په نشو تماشو داخته کسانو ددرملنې دپاره يو روغتيايي مرکز جوړولى اؤ دملاکنډ په ټولو جيلونو کې به بنديانو ته دقراني تعليماتو تابيا کولى شي. په تړون کې ويل شوي دپوليسو په تاڼو به داولس باور پځايې کولى اؤ په بډو رشوتونو اؤ نورو ناوړو عملونو کې ککړ پوليس به دملاکنډ سيمې څخه بهر ويستلى شي. په تړون کې دا هم راغلي چې په سيمه کې به ښځو ته په ميراث کې برخه ورکولى اؤ دمخدره موادو دکاروباريانو اؤ بې حيايۍ خورؤنکو په ضد هلې ځلې کولى شي. همدغه راز درشوتونو په ضد به هم کمپائن چلولى اؤ دنمونځ په وخت به په سيمه کې دټولو دوکانونو تړلوتابيا کولى شي. په دغه تړون کې دسيمې څخه په بې حيايۍ کې دککړو ښځو دسيمې څخه دويستلو ذکر خو شوى دى خو دبې حيايۍ پيمانه پکې نۀ ده په ډاگه کړل شوې. طالبانو له مخې گواښ کړى ؤ چې په سيمه کې به سکولونو، دفترونو اؤ بازارونو ته تلونکې ښځې چادري پسروي اؤ دپردې خيال به ساتي خو څيړونکي وايي کۀ چرې اوس ددغه تړون څخه راپديخوا په سوات سيمه کې بهرنۍ سيلگرې ميرمنې يا سيمه ييزې ميرمنې چادري نۀ پسروي نو حکومت اؤ طالبان به دهغوي په ضد څه رقم گامونه اخلي؟ څيړونکي په دې نظر هم دي چې دټنگ ټکور يا موسيقۍ سره په تړلي کاروبار دقدغن لگول کيدلو سره به په سيمه کې په زرگونو خلک دبې روزگارۍ سره مخ شي خو حکومت دهغوي دپاره دمتبادلو وسيلو ورکولو هيڅ ذکرپه دغه تړون کې نۀ دى کړى. په سوات او قبایلي سیمو کې طالب جنگیالو د خپل سره محکمو د فیصلو تر مخه په سلگونو پښتانه په چړو حلال کړي، د ځینو مړي یی د قبرونو نه راویستي او د مړو سپکاوي کولو لپاره يي هغه په ستنو او ونو پوری ځوړند کړی. طالب جنگیالو پوښتنوته د عبرت لپاره د دغه پیښو دردناکی ویډیوگانی خورې کړي چی پکې جنگیالي ډیر په فخر سره پښتانه حلالوي. په سوات کې سوله ایز پښتانه په پوځ تور لگوي چې د طالبانو سره پټ لاس لري. ملت پاله مشران هم وایي د پاکستان پوځ په صوبه او قبایلي سیمو کې د ترهگرۍ پرضد ددرغو روانه جگړه د ډالرو گټلو یوه ذریعه بلي. دغه ډول تورونه او نیوکې د پولې بلې غاړې افغان حکومت ، افغان او امریکایي څیړونکي هم کوي. بل خوا تیره ورځ دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي پاکستان به له تندرويه طالبانو اؤ ترهگرو سره خبرې ونۀ کړي. امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جنرال کې خپور شوي خپل يو مضمون کې پاکستاني جمهوررئيس ويلي په سوات کې چې کومو مشرانو سره تړون شوى هغوي طالبان نۀ دي. په لاهور ښار کې پرون دسري لنکا په لوبغاړو دترسره شوي ترهگريزو بريدونو په هکله جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي لاهور کې په سري لنکن لوبډلې ترسره شوي بريد څخه په ډاگه کيږي چې زمونږ مقابله دشيطاني قوتونو سره ده، خو کۀ مونږ ماتې وخوړه نو دا به دنړۍ ماتې وي ځکه نودترهگرۍ په ضد جگړه کې دناکامۍ هيڅ گنجائش نشته. همدغه راز په صوبه کې دحکومت اؤسوات دځايې طالبانو ترمينځ دترسره شوي تړون په هکله هغۀ په ډاگه کړې ده چې طالبانو سره به خبرې نۀ کيږي اؤ په سوات کې ترسره شوى تړون دطالبانو سره نۀ بلکې دځايي مشرانوسره شوى دى، دجمهوررئيس لۀ مخې په سوات کې چې دکومومشرانوپه مينځگړتوب دامن تړون ترسره شوى دى حکومت هغوئ ته په ډاگه کړې ده چې طالبان اؤ نور ياغيان غيرفعاله کول به دهغوي مسؤليت وي. کۀ هغوي دغسې وکړي اؤ خپلې وسلې وغورځوي نو دغه لاره به دسوات دخلکو لپاره ګټوره ثابته شي خو کۀ چرې داسې ونۀ شي اؤپه سوات کې اړى گړى دوام ومومي نو زمونږ پوځيان به هم هاغه رقم عمليات وکړي زرداري وايي نۀ خو يې په سوات کې دنجونو په سکولونو بندولو سترګې پټې کړي اؤ نۀ به يې پرې پټې کړي، هغه وايي دتير کال ډيموکراټيکو ټولټاکنو څخه راپديخوا مونږ پخپلو قبائيلي اؤ دهيواد په نورو سيمو کې کامياب پوځي عمليات وکړل چې پکې يا خو دالقاعده مشران ژوبل شوي اؤ ياهم وژل شوي اؤ دهغوي په سلګونو جنګيالي هم وژل شوي دي. په سوات کې مو دسيمه ييزو سماجي مشرانو سره درياستي واک پځايې کولو اؤ په سيمه کې دامن بيرته راتللو لپاره دخبرو اترو تګلاره وکاروله. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته