(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا پر زيارت دشوى بريد غندنه

[05.Mar.2009 - 22:11] 05.03.2009:د رحمان بابا زيارت چی څلور لسيزي وړاندي په لومړي ځل د افغانستان د پښتو ټولني او بيا تېر كال دافغانستان دکولتور وزارت له خوا په اساسي ډول جوړ شو، نن دزيارت په ورځ سحر ٥ بجې د نا مالومو کسانو له خوا مزار دچاؤدیدونکو موادو په زریعه والوزول شو. په کوزه او بر پښتونخوا کې ګڼ شمیرلیکوالو، ادیبانو، شاعرانو او کلتوري ټولنو د رحمان بابا علیه رحمه پرمزار دسخت دریځوحمله غندلې او ویلي یې دي چې د دوئ دا عمل دوحشت اوبربریت اوج ښيي چې نه په ژوندي رحم لري اونه پر مړي. په جرمنی کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندمشرانو جرګی ، د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی ،په پيښور کې دوحدت ورځپاڼې نيوز ايډيټر ليکوال او شاعر خاکسار اپريدى، نصر الله خان ژوند ، اعتبارګل زړه سواندى، امجدعلي خادم ، روح الله جان ، عزيز الرحمان ،شيرمحمد صفى، شاداب فياض او سعيداحمدکاکړ درحمان بابا په مزار دبريد غندنه کړې ده او دا يې دپښتنو په وياړلي تاريخ يرغل ګرځولى دى ،همداسې په ننګرهار کې د ډايمند انګليسي ژبې مجلې مسوول مدير نصير مومند ، د ډالۍ مجلې مسوول مدير حفيظ الله تراب او د ميډوتيک د ټولنې مشر عبدالغني هاشمي د رحمان بابا په زيارت بريد غندلى او دا يې فرهنګي او کولتوري ميراث ته ستر تاوان ګڼلى . رحمن بابا د شاعري په اړه بهرنيو ليکوالانو هم کتابونه ليکلي دي. مېجر روارټي په خپل کتاب Selection from the poetry of Afghan کې لېکي: « د رحمن بابا شاعري د هرپښتون/ افغان د زړه غږ دى.» د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار د افغانانو پر کلتور تېرى بللى او د مزار د بيارغولو لپاره يې تىارى ښودلى دى. كه څه هم طالبانو له تېرو دوو كالو راهيسي د پښتونخوا په سوات، ملكنډ،وزیرستان او نورو سيمو كي څوڅو ځله د سيډي او موزيك پيتو دوكانونه په بمونو الوزولي، خو دا لومړى ځل دئ چي رحمان بابا غوندي يوه عارف شاعر زيارت په بمونو الوزول كېږي. . همدا راز دبمونو خنثي کوونکي پوليس وايي دمزار دننه تر ٢� ؤ کلو گرامو چاؤديدونکي مواد ايښودل شوي وؤ اؤ هغه دريموټ کنټرول دلارې چول شوي دي. درحمان بابا دمزار منجور چې دخپل نوم اخستو څخه يې ډډه کوله ډيوه راډيو ته وويل يوه مياشت له مخې هغوي ته داسې يو خط ورغورځول شوى ؤ چې په هغې کې گواښ شوى ؤ کۀ چرې درحمان بابا مزار ته دښځينه عقيدت مندو دراتگ مخه ونۀ نيول شوه اؤ دلته هر کال په کيدونکو عرسونو بنديز ونۀ لگول شو نو دهر قسمه بدې پيښې مسؤليت به دمزار دساتونکو پخپل سر وي. درحمان ادبي جرگې مشريوسف علي دلسوز ډيوه راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل دمزار دننه دشوې چاؤدنې مقصد درحمان بابا دکليز عرس مخنيوى کول دي خو درحمان بابا عقيدت مند به په پوره مړانې سره دهاغو بې لارې خلکو مخې ته اودريږي چې په دغسې ناوړه عملونو کې ککړ دي. داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل په دې پيښه کې ککړ خلک نۀ خو مسلمانان کيدلى شي اؤ نۀ پښتانه ځکه چې مسلمانان اؤ پښتانه دواړه درحمان بابا شاعرۍ اؤ تعليماتو ته دقدر په سترگه گوري. داطلاعاتو صوبايي وزير وويل پوليسو ددغه پيښې څخه وروسته يو شکمن گاډى په نظر کې اخستى ؤ چې دهاغه گاډي څخه په پوليسو ډزې هم شوي دي خو په گاډي کې ناست خلک په تيښته بريالي شوي. ميا افتخار وويل دهغوي دنيونې څخه وروسته به په ډاگه شي چې دغه ناوړه پيښه کې څوک ککړ دي. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ددې پيښې څخه وروسته به هم لکه دنورو کلونو پشان درحمان بابا کليز عرس چې داپريل په مياشت کې کيدونکى دى په ډاگيز ډول په جوش اؤ احترام سره نمانځل کيږي که نه؟ ميا افتخار حسين وويل حکومت نۀ غواړي چې بې گناه خلک په وينو کې سرۀ شي ځکه نو حکومت دوخت اؤ حالاتو سره سمې پريکړې کوي اؤ گوري به چې درحمان بابا عرس لپاره کومه داسې لاره غوره کړي چې چاته پکې زيان هم ونۀ رسيږي او دپښتنو دغه ستر شاعر ته دعقيدت پيرزوئينې هم وړاندې کړل شي. له دې وړاندې تير کال هم دپيښور سره نزدې په شيخانو کلي کې ديو بل ولې چې په ازاد بابا شهرت لري په مزار دخيبرايجنسۍ دننه په فعاليت دبوخت يو تندرويه مذهبي تنظيم لښکر اسلام دمشر منگل باغ وسله والو بريد کړى ؤ چې پکې ٢٢ کسان وژل شوي وؤ خو درحمان بابا دمزار دننه دترسره شوې چاؤدنې مسؤليت تراوسه هيچا په غاړه نۀ دى اخستى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته