(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دځوانانو ټولنی له خوا د رحمان باباپه مزار د برید غندنه

[05.Mar.2009 - 22:13] دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه چی د خپلی ژبـی او کولتور د ساتنی او پالنی لپاره هلی ځلی کوی د پښتو دنامتو صوفی شاعر رحمان بابا علیه رحمه پرمزار د پښتنی کولتور او تاريخ د دښمنانو له خواد بمی برید په سخته سره غندنه کوی. د پښتنو په ژوندیو مشرانو اود پښتنی تاریخ په تاریخی ویاړونو دغه ډول بریدونه د زغملو وړ ندی دا دټولو پښتنو دنده ده چی پښتون/افغان قوم دښمنانو په مقابل کی یو موټی شی او ددښمنانو موخی شنډی کړی دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د کار ډله - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته