(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستر شخصيت رحمن بابا پر هديره د بريد غندنه

[07.Mar.2009 - 22:37] نيټه: ١٦-١٢-١٣٨٧ په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د خواخوږی او انسانيت ستر سمبول، د تصوف شاعر او د پښتنو ستر شخصيت ارواښاد رحمن بابا پر هديره باندي د اسلام، پښتونوالی او شريعت دښمنانو بريد کړي چي دا عمل د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په کلکه غندي او دا عمل يو غير انساني او د اسلام د مقدس دين د لارښوونو پر خلاف عمل ګڼي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي په دا ناوړه عمل کې خپله خواشيني او خفګان و افغان ولس، د نړي ټول پښتنو او احساس لرونکي وګړو ته څرګندوي او عاملينو ته ئي د لوي څښتن تعالي د درباره څخه سخته سزا غواړي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر - الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته