(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ولس کلتوري ټولنې پیام

[10.Mar.2009 - 21:29] له هغې ورځې راپدېخوا چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې تيارې د رڼا ځای ونيو نو ورسره جوښت د انساني و مدني ارزښتونو پر وړاندې هر ډول نادودو ته لاره هواره شوه او د اخلاقو او انساني درناوي بريدونه ونړېدل. د ټولګټو ودانيو ويجاړول، د انسانانو ډارول، د انسانانو بې پته او بې عزته کول، په ډېر بېرحمانه ډول په بیلابیلو ډولونو د انسانانو وژنه هره ورځ په دغه تورتم کې ليدل کېږي. خو په بمونو د قبرونو ړنګول مو تر اوسه نه ول اوریدلي. په رېښتيا چې په يوه ټولنه کې د داسې تورتم شتوالی د زښته وير وړ دی. که لږ وړاندې وګورو نو وبه وينو چې اوس هم په اسلامي هېواد مصر کې د هماغه فرعون د قبر کلکه ساتنه کېږي، چې د خپل ژوند پر مهال يې د خدايي دعوه کوله. خو دلته د ټولو اسلامي، انساني او مدني اصولو او ارزښتونو پر وړاندې د پښتو ژبې د ستر، متصوف او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمان بابا ارام ځاې د پېښور په هزار خواني کې د خپلو تورمخو لمسيو له لاسه په بمونو الوزول کېږي. د پښتو کلاسيک پېر د یو ستر او نومیالي فرهنګیال ارواښاد عبدالرحمن بابا پر ارام ځای ( زيارت) بمي بريد يو ځل بيا د ټولو افغانانو په ګډون ګرد سره انساني او مدني وجدانونه ودردول. په اوتريش کې افغان ولس کلتوري ټولنه دغه ناوړه او د کرکې ډکه کړنه د افغانانو د تاريخي او فرهنګي وياړونو پر وړاندې يوه نه بښوونکې هڅه، پر پښتني كلتور يرغل، د پښتنو د كلتور و تاريخ پر وړاندي يو ښكاره او له دوښمنۍ ډك تيری او د پښتنو د نوم عزت و فرهنګ سپكاوي ګڼي، او د انسانيت و مدنيت پر وړاندې يې د يوه وحشيانه عمل په توګه په کلکه غندي. د رحمان بابا شعر له هنري پلوه دومره ځلاند دی چې ان لا د ډېرو تيارو زړونو ژورو ګوټونو ته يې هم رڼا ورننوتلې ده. هر پښتون لوی، کوشنی، ښځه، نر، لوستی او نالوستی يې له نامه سره اشنا دي او که د رحمان بابا ټول شعر يې په ياد نه وي نو يوه څلوريزه او يا يو بيت خو يې د هر چا په ياد کې شته. رحمان بابا چې ټول يې د يو صوفي، ملنګ و پښتون شاعر په توګه پېژني که موږ دده ديوان وګورو نو هيڅکله يې هم اخلاقي بريدونه نه دي نړولي. کله کله د خدای مينه له سړي نه هر څه هېر کړي. خو د بابا په ټول دېوان کې په هيحوک دده کومه شاعرانه يا صوفيانه بېباکي ونه ويني. هغه د چا خبره په بیخودۍ کې په خود وو. افغان ولس کلتوري ټولنه په دې باور ده او خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې تر څو پورې پښتو ژبه ژوندۍ وي تر هغې پورې به د رحمان بابا شعرونه د هر پښتون زړه ته تسکين، رڼا او خوښي وربښي. پښتانه هر چا ته بابا نه وايي. ټولو پښتنو په خپل ټول تاريخ کې دوه نوميالي په دې نومونو وياړلي دي چې يو احمد شاه بابا دی او بل رحمان بابا دی. نو دا ډاډ هم شته چې افغان ولس او په تېره پښتانه به په خپله د دغسې وياړونو ساتنه وکړي. د رحمان بابا سپیڅلی روح و د افغانانو تاريخي او فرهنګي وياړونو ته په ټول درنښت افغان ولس کلتوري ټولنه ويانا / اوتريش - حکیم اګدری
بېرته شاته