(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګران وطن په نوم نوی ویبپاڼه پر لیکه شوه

[10.Mar.2009 - 22:48] پر نړي وال جال باندې دگرانې پښتو ولمن ته داده يوه بله ويب پاڼه هم ورننوته دا ويب پاڼه خو هسې پر يويشتم فروري چې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه پر ليکه شوه خو تراوسه يې ټرايل روان وو اوس مو په کاميابۍ سره پرانيستله ددې ويب پاڼې دلنډې پېژندنې په اړه يو څو کرښې: سرپاڼه : دويب پاڼې په سرپاڼه کې تازه راپورونه،مقالې، سياسي، ادبي،کلتوري اوهنري مالومات،پښتو سافټ وېرونه او ليکبڼې او نور څه هم ځای شوي دي چې ستاسې دلېوالتيا لامل به وگرځي ادبيات: په دې پاڼه کې د پښتو ادبيات دوې لوې برخې لکه دشعر او نثر بېلابېل ژانرونه وړاندې شوي دي لکه نظم، غزل، ټپې، کاکړۍ، داتڼ غاړې، څېړنې، تنقيدي اثار، ناولونه، لنډې کيسې، متلونه، خوږکۍ او نورډېر څه ليکوالان: په دې پاڼه کې دپښتو ليکوالان او شاعرانو انځورونه ، لنډه پېژندنه، ټيلي فون شمېرې او برېښناليکونه وړاندې شوي دي چې پکې به له وخته سره سره زياتوب کېږي کتابتون: داوخت دگران وطن ويب پاڼې له ادارې سره تراويا زيات پښتو برېښنايي کتابونه دي چې في الحال مو يوازې اوشل کتابونه د کتلو او کښته کولو لپاره پر ليکه کړي دي نور به ډېر ژر پر ليکه شي انځورونه : انځورونه : په دې پاڼه کې دافغانستان او پښتونخوا دبېلابېلوسيموتردرې سوه زيات غټ سايزا نځورونه پر ليکه شوي دي چې نور به ډېر ژر پرليکه شي موسيقي: په دې پاڼه کې داوخت دڅوارلسوسندرغاړو نزدې نيوي په زړه پوري سندري پر ليکه شوي دي چې نورې به هم ډېر ژر پر ليکه شي مرکې: مرکې: په دې پاڼه کې به دپښتنو ليکوالانو، شاعرانو، سندرغاړو، ټي وي فنکارانو،سياستدمدارانو او نور مخورو پښتنومرکې وړاندې کېږي داوخت اته مرکې پر ليکه شوي دي چې پنځه مرکې نورې پر ليکه کېدو ته چمتو دي ويب پاڼې: په دې پاڼه کې د بېلابېلو کېټيگريو ترنيوي زياتو پښتو ويب پاڼو لنکونه ورکول شوي دي چې زمو ږگران وړونه به پر نړيوال جال دپښتو نړۍ نوره هم پراخه وويني دگران وطن ويب پاڼې اداره

www.granwatan.com

موږ ته پر دې درک برېښنا ليک راواستوئ [email protected] - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته