(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پېښور په نشترهال کښې د ښځو امن جرګه اؤ اعلانيه

[13.Mar.2009 - 21:28] Friday, 13 March 2009 :د عوامي نېشنل پارټۍ پختونخوا سرمشر اؤ سنېټر افراسياب خان خټک وئيلي دي چې دده د ګوند په مشرۍ کښې جوړ صوبائي حکومت به چرې هم د ښځو په هغه حق چې د تعليم سره تعلق لري ، څوک بلوسې ته پرې نه ږدي ـ ده وئيل چې حکومت په سوات کښې د امنيت په اړه کوټلي ګامونه پورته کوي ـ ْْ مونږ به د تيئرو اؤ جهالت د استاذو سره تر هغه وخت پرزول کوو تر څو چې خپل مرام ته ونه رسو او يو نه يو وار به رڼا په تورتم غالبه شي ـ دوۍ د صوفي شاعر رحمان بابا په مزار بريد وغندلو اؤ وئيل ئې چې وران کاري به هيچرې هم د پښتنو پرضد خپل ناوړی مشن ترسره نه کړل شي ـ ښاغلي افراسياب خټک تېره ورځ د پېښور په نشتر هال کښې د ښځو امن جرګې ته وېنا کوله ـ دا جرګه د ښځو د نړيوالې ورځې په ترڅ کښې د عوامي ملي ګوند د ښځو څانګې رابللې وه ـ افراسياب خټک زياته کړه چې امن د برابرۍ سره سمون لري ـ اؤ مساوات په دې خبره ټينګار کوي چې ټولو انسانانو ته دې په يو سترګه اوکتل شي ـ ده وئيل چې دده ګوند په دې خبره باوري دی چې که نر دی که ښځه ، که څوک څه دين يا ذات ، نسل يا رنګ لري ، خو بنيادم دی اؤ په دې حېث ورته اهميت ورکول پکاردي ـ ده وئيل چې که څوک فکر کوي چې د پښتون په کور لګېدلی اور به دوۍ پله نه خوريږي ، په غلطه دي ـ دوۍ په ټولو سياسي ګوندونو اؤ سماجي ډلو غږ اوکړو چې د امن په حقله ددوۍ د هلو ځلو په شا اودريږي ګنړه د ټول وطن حال به هم ددې صوبې د حاله نور نه وي ـ د ښځو د امن د جرګې د اعلانيې په لړ کښې ، چې په دې موقعه ورته وړاندې اېښول شوې وه ، دوۍ وئيل چې دا اعلانيه د امن لپاره د پښتنې جونې د زړه اواز دی ځکه چې هغه علم حاصلول اؤ خورول غواړي ـ پښتنه ښځه د روغتياؤ اؤ ترقئ په باب له فکرمنده ده ـ ده په ډاګه کړه چې هغوۍ به د هر هغه قانون مخه نيسي کوم چې د ښځو د بنيادي حقونو اؤ احترام لارې نيسي ـ دې جرګې ته د نورو نه علاوۀ د پښتو اکادمۍ ډائريکټرې محترمه سلما شاهين ، په قامي اسمبلۍ کښې د اې اين پي غړو جميله ګېلاني اؤ بشرا ګوهر ، د صوبائي اسبملئ غړو پېغلې شګفته ملک ، بېګم جسيم ، مېرمن ظاهره خټک هم وېنا اوکړه ـ د ويناوالو زنانوؤ خېال وۀ چې په روان اړي ګړي کښې د هرې غاړې نه زيات ښځه ذات تاواني شوی دی ـ د دواړو ډلو له اړخه په دوۍ قسماقسم بنديزونو زنانه ذات ته ډېر زيات کړولی او نقصاني کړی دی ـ جرګې په خپله اعلانيه کښې د طالبانائزېشن ، فوځي عملياتو اؤ ورسره تړلو اقداماتو خپله ناخوښي ښکاره کړه چې ددې لکه بله په عامه آبادۍ اؤ په ځانګړې توګه په ښځه ذات بد اغېز پرېوتی دی وئيل شوي دي چې همدا وجه ده چې د صوبې د عامو سيمو اؤ فاټا نه په لوئې کچ ګډې بار شوي دي ـ اعلاميه کښې وئيل شوي دي چې دلته ددوئ بنيادي حقونه ، د کومو ضمانت چې په انساني بنياد عام ورکول کيږي ، خوړل شوي دي ـ تر دې چې په دې سخت وخت کښې هم زمونږ مرستو ته څوک را اونه رسيدل ـ دا مونږ خپل سپکاوی ګڼو ـ اعلانيه کښې زور ورکړی شوی دی چې د امن په حقله د ګامونو اوچتولو په پراسيس کښې دې ددوئ شرکت هم يقيني کړل شي ـ ځکه چې د پرېکړو پروخت ددوئ نه تپوس پوښتنه به ښې نتيجې راوړي ـ په اعلانيه کښې د ښځو د امن جرګې د دوامي ساتلو پخلی اوشو ـ اؤ د بيا ودانۍ په پراسيس کښې ددوئ د يقيني شرکت غږ هم اوکړل شو ـ جرګې دا غوښتنه هم کړېده چې هر هغه څوک چې قام د زېلو وېستلو په کار کښې بوخت دي ، د انسانيت پرضد د عملياتو په تورونو ککړ دي يا د ښځو د لاس اوچونې تور ورپه غاړه دی ، دې محکمه کړل شي ـ جرګې په خپله اعلانيه کښې د يو داسې ازاد کمېشن د رغوڼې غوښتنه هم اوکړله چې دوه اړخيز عملياتو په نتيجه کښې د رسيدلي زيان جاج واخلي اؤ ددې تاوان د پوره کولو په عمل کښې خپل رول اولوبوي ـ دا کمېشن دې د جينکو اسکولونو ته تګ يقيني کړي ـ چې زنانه بغېر د څه وېرې په آزاد ډول د خپلې خوښې پر ځائيږي کښې سبق اووائي ـ دوئ په هغه ځايونو کښې د عارضي اسکولونو د انتظام غوښتنه هم اوکړله چېرته چې تعليمي ادارې وېجاړې پرتې دي ـ وروستو ښځې سپين بېرغونه په لاس سرک ته را اووتلې اؤ د نشتر هاله تر رحمان بابا چوک پورې پياده لاړلې ـ دوئ په سيمه کښې د امن لپاره چغې وهلې ـ Pashto: Peace Jirga Declaration - زاهد بونېری
بېرته شاته