(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل (شمس) په مشرۍ د افغان ملت گوند مطبوعاتي اعلاميه .

[16.Mar.2009 - 21:30] د افغانستان ټولنپال ولسواک افغان ملت ملي مترقي گوند په يوې اعلاميه کې څرگنده کړې، چېد خبري رسنيو مو خبر ترلاسه کړ،چې انوارالحق احدي د ولسمشرۍ لپاره راتلونکيو انتخاباتو ته ځان کانديدکړى ـ د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي گوند درنو هيوادوالو او په ځانگړې ډول خپلو ټولوغړيوته خبر ورکوي، چې د هېواد د ولسمشرۍ لپاره راتلونکيو انتخاباتو کې انوارالحق احدي ددوى د گوند نوماند نه دې ـ ديادونې وړ ده، چې د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي گوند د رهبرۍ شورا د نورو کدري ورونو سره په دې اړه مشورې پيل کړي او انشاألله په نږدې راتلونکي کې به د هيواد د لوړو ملي گټو په پام کې نيولو سره خپل دريځ څرگند کړي ـ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته