(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د موسى شفيق قبر به هم ومومو

[18.Mar.2009 - 10:51] فغان حکومت وايي چې د پخواني ولسمشر محمد داود خان د هډونو له پيدا کولو وروسته اوس په پام کې لري د پخواني لومړي وزير موسى شفيق هډونه هم پيدا کړي. ولسمشر کرزي هغه کميسيون ته چې د پخواني ولسمشر او د هغه د کورنۍ هډونه يې پيدا کړل دنده سپارلې چې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي او د غويي کودتا په ترڅ کې د وژل شويو مهمو سياسي او حکومتي څېرو قبرونه ومومي. افغان حکومت وروسته له هغې د موسى شفىق او نورو پخوانيو دولتي چارواکو د هډونو د پيدا کولو پرېکړه کوي، چې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ د نورو اوولسو غړو د جسدونو په پيدا کولو بريالى شو. د داود خان هډونه د هغه له مرگه دېرش کاله وروسته پرون(سه شنبې د مارچ ١٧مه) په کابل کې د يولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول. چارواکي وايي هوډ لري چې په راتلونکو څېړنو کې د سردار محمد داوود خان د لمسۍ جسد هم چې تر دې مهاله نه دى پيدا شوى ولټوي او د هغه د کورنۍ د نورو غړو ترڅنگ يې خاوروته وسپاري. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چې دغه چاره ورته سپارل شوې وايي د نوي کال له پيل کېدو وروسته به په دې اړه کار پيلوي. ددغه وزارت د عامه اړيکو او رسنيو مشر فريد احمد رايد بي بي سي ته وويل چې د نويو څېړنو غوښتنه ورنه د وژل شويو کسانو بېلابېلو خپلوانو کړې ده. " د داود خان د وخت د دفاع د وزير حيدر رسولي زوى چې په امريکا کې اوسېږي غوښتنه کړې چې د پلار مړى يې پيدا شي، د پخواني لومړي وزير موسى شفيق يو شمېر خپلوانو هم دغه خبره کړې او د داود خان د گازنيزيون د قوماندان خان محمد جانگيري زوى هم ويلي چې د پلار مړى يې دې پيدا او وپېژندل شي." ښاغلى رايد وايي چې ددې ترڅنگ به د لسگونو نورو هغو کسانو د هډونو د پيدا کولو هڅې هم کېږي چې د غويي د اوومې کودتا په ترڅ کې له سردار محمد داود خان سره وژل شوي و. که څه هم تر دې مهاله چارواکي په دې اړه چې ټول ياد شوي کسان به چېرته خښ کړاى شوي وي څه نه وايي، خو د پخواني لومړي وزير موسى شفيق په هکله ويل کېږي چې هغه هم د کابل په ختيځ پوليگون سيمه کې خښ کړاى شوى دى. دغلته د پخواني ولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړو هډونه هم پيدا شول. موسى شفيق د افغانستان د شاهي دورې وروستى لومړى وزير و. هغه اوس هم خلک د يوه زيرک او په کارپوه سياستوال په نامه يادوي. نوموړى د ١٣٥٢ کال د چنگاښ له کودتا وروسته دوه کاله په زندان کې وساتل شو. وروسته بيا د ١٣٥٧ کال د غويي له کودتا سره سم زنداني او په زندان کې ووژل شو. -BBC-- کبىر حقمل
بېرته شاته