(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا مزار باندې برید استخباراتي شبکو روزل شوو تندلارو کړی

[19.Mar.2009 - 11:28] ډیوه، ۱۹/۳/۲۰۰۹:پښتنو دانشورانو، ليکوالانو، سياست مدارانو اؤ ژورنالستانو دستر صوفي شاعر رحمان بابا په مزار ترسره شوى بريد دپښتون کلتور اؤ تهذيب په ضد جوړه شوې وه ناوړه دسيسه بللې اؤ دپاکستان په استخباراتي شبکو يې نيوکه کړې چې دتندلارو په پاللو سره يې وضعيت هاغه ډگر ته رسولى چې نن دپښتنو مشرانو قبرونه هم خوندي نۀ دي. نن دشورو په ورځ دپيښوردمطبوعاتي کلب لخوا درحمان بابا په مزار دترسره شوي بريد په هکله جوړې شوې يوې مباحثې ته دوينا په مهال زياترو وينا والو دپاکستان په استخباراتي شبکو تور ولگولو چې په تيرو وختونو کې يې تندلارو ته پخپله دجگړو روزنه ورکوله اؤ دهغوي په فعاليتونو يې سترگې پټې کړې وې. وينا والو وويل دواکمنانو دبې تفاوتۍ له امله نن تندلاريتوب په ټول هيواد کې خپلې جرړې مضبوطې کړي اؤ په قبائيلي سيمو اؤ سوات کې دانساني وينې دتوئيدو لامل همدغه دتندلاريتوب ستونزه ده. هغوي وويل درحمان بابا په مزار ترسره شوى بريد په اصل کې دپښتون په ملي تشخص اؤ کلتور بريد دى اؤ حکومت بايد ددې پيښې ترشا لاس لرونکي عناصر قام ته ښکاره کړي. وينا والو وويل پښتنو سره داسلام دراتلو څخه دمخه هم سپيځلي قدرونه موجود وؤ اؤ کله چې اسلام راغلى نو پښتانۀ نور هم دسپيځلو قدرونو خاوندان شول خو دا چې نن دمذهب په نوم په سوات يا قبائيلي سيمو کې دپښتنو مرۍ غوڅول کيږي دا داسلام تعليمات نۀ دي. هغوي وويل دښمنان هڅه کوي پښتانۀ دبيلا بيلو اختلافونو په اساس خپلو کې سره وجنگوي اؤ له برمه يې وغورځوي. دغه مباحثې ته دصوبه سرحد دلوبو اؤ کلتور وزيرسيد عاقل شاه ، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر مختار يوسفزي، دجمعيت علماء اسلام صوبايي سکتر شجاع الملک، فانوس گوجر، مختار باچا، ډاکټر راجولي شاه خټک، فضل دين خټک، پروفيسر اباسين يوسفزي ،ډاکټر محمداعظم اعظم، ډاکټر شيرزمان طائزي ، ډاکټر سهيل انشاء، ، سليم راز، مشتاق شباب، ناصر علي سيد،مشتاق شباب، سعدالله جان برق، سلطان محمددردمنداؤ گڼو نورو ليکوالانو ، اديبانو، ژورنالستانو اؤ شاعرانو ويناوې وکړې. بلخوا ددير په چکدره سيمه کې په ملاکنډ پوهنتون دنامعلومو وسله والو په بريد کې ددريوؤ پوليسانو په گډون ٤ کسان وژل شوي چې پکې يو دپوليسو افسر هم شامل دى. دغه بريدبيگاه دشپې ناوخته دنامعلومو وسله والو لخوا دراکټونو په داغلو سره شوى دى. سرچينې وايي وسله والو چې کله په پوهنتون ډزې وکړې نو پوليس دپيښې ځايې ته ورورسيدل چې وروسته بريد کوونکو ددغه پوليسو گاډي هم په نخښه کړل. بريد کوونکو دپوهنتون دننه يو ولاړ گاډي ته هم اور ورته کړو اؤ هم دپوهنتون په گاډي کې دپيښې دځايې څخه وتښتيدل. دوژل شوؤ نومونه تاڼيدار عزيز الله خان، سپاهي عنايت الله ، سپاهي ادم خيل اؤ څوکيدار خالقداد معلوم شوي دي. تراوسه ددغه پيښې مسؤليت کومې ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خودصوبه سرحد دناقراره سيمې سوات سره دنزديکت له امله په دير سيمه کې هم ځايې تندرويان زيات طاقت ور اؤ فعاله شوي اؤ وخت ناوخته دغلته په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ غيرملکي اؤ دولتي کارمندان هم دطالبانو لخوا تښتول کيږي. بل لوري ته نن په دوهمه ورځ هم په سوات کې شرعي محکمو خپل فعاليت ته دوام ورکړو اؤ دبيلا بيلو دوسيو پريکړې يې دشريعت په اساس واورولې. دسوات په شرعي محکمو کې ددوسيو دپاره دوکيلانو داړتيا نۀ ليدل کيدو څخه وروسته ددغه سيمې په سوونو وکيلان په بې روزگارۍ مجبوره شوي دي. په شپاړسمه فرورۍ دغيرفعاله کړل شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي اؤ صوبائی حکومت ترمينځه په سوات کې دشرعي نظام عدل په تړون دلاسليک کيدلوڅخه وروسته دسوات په ٦ؤ سيمو بري کوټ، کبل، مټه، خوازه خيله، بحرين اؤ بابوزو کې شرعي محکمو دنهې دورځې په رسمي ډول فعاليت پيل کړى دى اؤ زياتره خلک دشريعت په اساس دخپلو دوسيو دپريکړو لپاره دغو محکمو ته ورروان دي- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته