(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کانديدانو د نومليکنې لپاره نيټه اعلان شوه

[19.Mar.2009 - 22:05] بی بی سی ، ۱۹/۳/۲۰۰۹:د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ١٣٨٨ هجري شمي کال د ثور د مياشتي پنځم تاريخ د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د کانديدانو د نومليکنې د پيل نېټه اعلان کړه . د ټاکنو د نومليکنې د پيل دغه بهېر چې د روان عيسوي کال د اپريل د مياشتي له پنځه ويشتمې نېټې سره سمون خورې،د دوو اونيو په ترڅ کې به بشپړ شي . د ياد شوي کمېسيون د دارالانشا مرستيال زکريا بارکزى وايي د غه اعلان يې تر خپلې ټاکلې نېټې يوه مياشت د مخه ځگه وکړه چې کانديدان په اسانۍ سره خپل کارونه ترسره کړي . ښاغلي بارکزي وويل' د ثور د مياشتې له پنځمې نېټې نه تر اتلسمې نېتې پورې ،يانې د دغو دوو اونيو په ترڅ کې هغه کسان چې واجد الشرايط دي او غواړي د ولسشمرۍ او يا ولايتي شورا گانو څوکيو لپاره ځانونه کانديد کړي،بايد په رسمي او کتبي ډول د خپلې کانديداتورۍ عريضي کمېسيون ته وسپاري. د ټاکنو د خپلواک کېمسيون د قانون د درې ديرشمې مادې له مخې د ولسشمرۍ او ولايتي شوراگانو د کانديدانو د نومليکنې نېټه له انتخاباتو نه يوسل او شل ورځې وړاندې بايد اعلان شي، خو موږ دغه اعلان شاوخوا يو سل او پنځوس ورځې د مخې ځگه وکړه چې کانديدان خپل کارونه په اسانۍ سره ترسره کړي' . د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې د ثور د مياشتې له شپږ ويشتمې نېټې نه د جوزا د مياشتې تر اتلسمې نېټې،پورې ولسي خلک د کانديدانو په اړه خپل هر ډول شکايت کمېسيون ته يې سپارلى شي . همدغه ورځې د کانديداتورۍ نه د کانديدانو د تېرويد نېټه هم بلل کېږي . دغه راز د ١٣٨٨ هجري شمسي کال د اسد زمري د مياشتې له ٢٩ نېټې نه د وږې تر ١١ نېټې پورې، رايي شمېرل ککېږي،او پايلې يې بيا د وږې د مياشتې په ٢٦ نېټه اعلانېږي. دیو بل خبر له مخی د افغانستان د يوهني وزارت د يوې امريکايي موسسې په مټ افغان زده کونکو ته په وړيا توگه د زرګونو لپ ټاپ کمپيوټرونه د ويش اعلان کړى دى . دوى وايي دغه کمپيوټرونه په دری او پښتو ژبه له 150 څخه ډېر روزنېز پرګرامونه لرى چې له انټر نيټ سره د نښلېدو درلودلو وړتېا هم لري. دغه لړې له وړاندې د ننگرهار په ولايت کې پيل شوې او چارواکي نورو ولايتونو ته ددغې لړۍ د غځولو خبره هم کوي . ددغو کمپيوټرونو ويش د او ال پی سی نړيوالې موسسې د (يو لپ ټاپ د يو ماشوم لپاره) د پروګرام يوه برخه ده چې په ترڅ کې به يې په زرګونو لپ ټاپ کمپيوټرونه د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شي. د پوهني وزارت د چارواکو په وينا دوى په پام کې لري چې ددې پروگرام په ترڅ کې شاوخوا پنځه زره لپ ټاپ کمپيوټرونه په ټول افغانستان کې زدکوونکو ته وویشي چې لومړی پړاو يې واردمخه د ننګرهار ولايت د استقلال په لیسه کې د پنځه سوه لپ ټاپ کمپيوټرونو په ويشلو سره پيل شوى دى . د پوهني وزارت وياند محمد اصف ننګ وایي چې دغه کمپيوترونه په دواړو پښتو او دری ژبو له يوسلو پنځوسو ډېر روزنېز پروګرامونه لري او د لمر په انرژۍ کار کوي. ' دا کمپيوټرونه ډیر ښه ظرفيت لري د انترنيت شبکې ته هم وصل کیدای شی. په دغو کمپيوټرونو کې یوسلو پنځوس روزنېزه پروګرامونه په دواړو پښتو او دری ژبو باندې شته دي. کله چې افغانستان ته راوړل شول نو د افغانستان له تعليمي نصاب سره په تړاو کې شپاړلس پروګرامونو ورزيات کړل شوي دي' . د ښاغلي ننګ په وينا که چېرې دا پروګرام بريالی شي، نو دوی به د او ال پی سی موسسې په مرسته ټولو افغان زدکوونکو ته يو لپ ټاپ کمپيوټر وويشي. دغه کمپيوټرونه هر يو شاوخوا دوه سوه ډالره بيه لري او چارواکي وايي چې په وړيا توگه يې پر زده کونو ويشي .خوداچې د کوم معيار پربنسټ دغه کمپيوټرونه پر زده کونکو ويشل کيږي ، د پوهنې چارواکو يې په اړه څه نه دي ويلی. پر افغان زدکوونکو د کمپيوټرونو د ویشلو د دغه پروګرام ټول لګښت شاوخوا يو ميلېون ډالره کېږي چې د او ال پی سی موسسې له خوا ورکول کېږي. د ننګرهار د پوهني د مشر په وينا د دغو کمپيوټرونو د ښوولو په موخه يو ځانګړی ټيم هم روزل شوی، چې په بېلابېلو درسی ساعتونو کې به لکه د نورو درسي ساعتونو له مهال ويش سره سم تدريس کېږي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته