(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ننګرهارکی د نارنج ګل ميله او مشاعره جوړه شوه

[28.Mar.2009 - 22:26] د ننګرهـــار په ولايت کې د ۲۰۰۹ع کال د مارچ د میاشتی په ۲۸ مه نیټه دشنبي په ورځ د جلال اباد ښارپه سپين غر هوټل کې دنارنج ګل دوديزه ميله اومشاعره جوړه شوه،دنارنج ګل پدغه دوديزه ميله کې هېوادله بيلابيلوولايتونو ،ننګرهار ، کابل ، خوست ، پکتيا، پکتيکا، کونړ، لغمان سربيره له کوزي پښتونخوا څخه هم ګڼو ادیبانو،شاعرانو او مينه والو هم ګډون کړي ؤ .په دي غونډه کې دننګرهارولايت داطلاعاتو اوکولتور رئيس اورنګ صميم دنارنج ګل ددوديزې ميلي دتاريخچي اودهېواد په کولتوری بډاينه کې هغه دارزښت په باب خبرې وکړي.وروسته داطلاعاتو اوکولتور وزارت سلاکار نجيب الله منلی داطلاعاتو اوکولتور دوزير عبدالکريم خرم پيغام ولوست .ورپسي دننګرهار ولايت سرپرست ډاکتر محمدعلم اسحق زي دموضوع په اړوند خبري وکړي او دنارنج ګل دوديزه ميله يې دطبيعت دښکلا څرګندوني اودسولي اوملي يووالي دپياوړتيا لپاره يوه زمينه وبلله .په پاى کې په لسګونو تنو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل . خو دغونډي يوشميرګډونوالو بيادمشاعري په تنظيم کوونکو نيوکي کولي چې دشعر ارزښت ته په کتو ېې شاعرانو ته نوبت نه ورکاوه خوداطلاعاتو اوکلتورچارواکي يې ردوي،ديادوني وړده چې دنارنج ګل دوديزه ميله اومشاعره له نن څخه څلور څلويښت کاه وړاندي رامنځ ته شويده چې له هغي ورځي راهېسي ترننه پوري هرکال کله چې دنارنج ونې ګل کوي اود جلال ابادښار دنارنج په عطرو ډکيږي ، جوړيږي او په ښو شاندارو مراسيمو سـره نماځـل کيږي.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته