(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

القاعده پاکستان څخه په امريکا دبريد پلان جوړوي

[02.Apr.2009 - 09:52] ۲/۴/۲۰۰۹ډیوه:دامريکا جمهوررئيس باراک اوباما ویلي دځمکې په هره برخه به القاعده پسې ورځو اؤ ددغه ډلې دله مينځه وړلو وروسته به دقلارې ساه اخلو. په لندن کې برټانوي صدراعظم گورډن براؤن سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي اوباما وویل دپاکستان اؤ افغانستان په اړه دامريکا تگلاره په ډاگه ده. نوموړي وويل دالقاعده دله مينځه وړل دپاکستان اؤ افغانستان دواړو په گټه دي. دهغۀ وينا وه افغانستان به دالقاعده ځالې جوړيدو ته پرې نۀ ږدو اؤ دافغان اولس ژغورنه دټولو گډ مسؤليت دى. امريکايي جمهوررئيس وويل دترهگرۍ پر ضد جگړه کې دپاکستان کردارزړۀ پورې دى. نوموړي وويل داټومي خطرو دله مينځه وړلو لپاره به سخت گامونه اخستل وي. تيره ورځ دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود ډيوه راډيو سره په يوه مرکه کې دړکه کړې وه چې دهغه دډلې جنګيالي به دخپلو بريدونو لمنه تر امريکا وروغځوي. پخپل وار سره مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دبرټانيې صدراعظم گورډن براؤن وويل دنړيوال معاشي کړکيچ لپاره به امريکا اؤ برټانيې ته په گډه کار کول وي. هغۀ اوباما سره دشوې ليدنې په هکله وويل په دغه ليدنه کې دافغانستان دبيارغونې په هکله هم خبرې وشوې ځکه چې په سيمه کې دامن وامان لپاره افغانستان کې امنيت ته زياته اړتيا ده همداشان دافغانستان اؤ پاکستان جمهوررئيسانو په دې خبره موافقه کړې ده چې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې دله مينځه وړلو لپاره به يو بل سره استخباراتي معلومات شريکوي اؤ ټولې گيلې مانې به خپلو کې سره دخبرو اترو له لارې له مينځه وړي. په ترکي کې ددرې فريقي کميسيون دغونډې په مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دخپل افغان سيال حامد کرزي سره وليدل اؤ ورسره يې دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې ، دپاکستان اؤ افغانستان دگډې پولې دوضعيت، دسيمې اؤ نړۍ دمهمو چارو په هکله خبرې اترې وکړې. په دغه ليدنه کې دواړه مشران په دې خبره صلاح شول چې ترهه گر اؤ تندلاري نۀ يواځې دافغانستان اؤ پاکستان دامنيت اؤ ثبات دپاره گواښ دى بلکې دسيمې اؤ نړۍ امنيت ته يې هم گواښونه څيلمه کړي دي. دسرچينو له مخې دواړو مشرانو په دې خبره ټينگار وکړو چې په سيمه کې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې له مينځه وړلو دپاره بايد افغانستان اؤ پاکستان خپلو کې سره داستخباراتي معلوماتو راکړې ورکړې ته تقويت ورکړي اؤ په گډه دې دترهه گرۍ ستونزه له مينځه يوسي. په سيمه کې دتاؤتريخوالي دله مينځه وړلو لپاره دپاکستان ، افغانستان اؤ ترکيې ترمينځ درې فرقه ييزه خبرې اترې نن دترکيې په پلازمينه انقره کې ترسره کيږي. دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان دپاره دامريکا دنوې تگلارې اعلانيدلو څخه وروستو امريکايي پوځي اؤ حکومتي چارواکو دپاکستان په ضدداسې تورونو ته دوام ورکړى دى چې ددغه هيواد استخباراتي شبکه ايي ايس ايي پټ په پټه دطالبانو پالنه کوي اؤ په افغانستان کې کيدونکو بريدونو ته يې لمسوي. خوپاکستان دغسې تورونه ردوي اؤ وايي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې تر ټولو زياتې قربانۍ يې ورکړي دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته