(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځایي لښکر او طالبانو تر مینځ خبرې ناکامه دي

[08.Apr.2009 - 17:26] ډیوه:دپښتونخواپه بونير ضلع کې دځايې تندلارو اؤ قامي لښکر ترمينځ دبونير په ګورکند سيمه کې دانتظاميې اؤ تحريک نفاذ شريعت محمدي مشرانو لخوا ځايې طالبانو سره دسيمې پريښودلو لپاره ترسره شوې خبرې اترې ناکامه شوي دي. په ګورکند سيمه کې اوس هم تندلاري موجود دي اؤ قامي لښکر اؤ دغه تندلاري ديو بل په ضد مورچه شوي دي. امنېتی مقامات وائې دا نښتی هغه وخت شروع شوی چه طالبانو د بونېر ضلعی ته دګل یا دوشنبی په ورځ ناوخته ورننوتل. اؤ ددغه ځايې داوسيدونکو ګڼ شمير کورونو ته يې اور واچولو.د سېمی مشرانو دطالبانو نه وغوښتل چه د بونېر نه دی ووځی خو انکار ېې وکړ او دبونير په ګورکند سيمه تندلارو قبضه وکړه وروسته دمليشه اؤ پوليس ځواکونو اؤ قامي لښکر ترمينځ نښته وشوه چې له امله يې د دریو پوليسانو په ګډون پنځه کسان ووژل شول. دسرچينو له مخې تندلارو دغه مړي ٢٤ ساعته وروسته دملاکنډ سيمې کمشنر اؤ دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشرانو ته سپارلي دي. راپورونه واېې چه تقرېبا شپاړس کسه طالبان هم وژل شوی دی مګر دقېق تعداد ېې نه دی څرګند شوی. سيمې ته دامنيت دټينګښت لپاره دنورو ځائيونو څخه دايف سي اؤ پوليس دستې رسيدلي دي اؤ داولسي لښکر جوړولو لپاره دبونير په بيلا بيلو سيمو چامله، امازي، خدوخيل اؤ چغزئي کې جرګې روانې دي. مليشه ځواکونو دپيربابا سيمه کې ځايې پځايې شوي دي. سږ کال طالبانو د څو مېاشتو جنګ نه وروسته صوبائی حکومت سره د سولې ېوه موافقه لاس لېک کړی وه، چی د هغې له مخې به په سوات کی اسلامی شرېعت تطبېق کېږی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته