(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا د عرس او مشاعرې پر مهال د يو ورځني رخصت غوښتنه

[03.Apr.2006 - 17:12] پېښور پښتو ادبي جرګې (راجستر) د پاکستان د پښتونخوا ايالت د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پښتو د ستر صوفي شاعر رحمان بابا د عرس پر مهال دې په صوبه کې د يوې ورځې عام رخصت اعلان شي. دغه غوښتنه د پېښور پښتو ادبي جرګې په مياشتنۍ غونډه کې وشوه. د نوموړې جرګې مياشتنۍ غونډه پرون (2006-04-02) د پېښور په سپينه وړۍ لوړ لختي کې د عبدالهادي حيران په رياست کې وشوه چې په دې مهال مشر مېلمه ګل زاده کوثر ؤ. د غونډې په لومړۍ ناسته کې د اجنډا تر مخه د ښاغلي وقار پر غزل د کره کتنې بحث وشو او په دويمه ناسته کې يوه ازاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمېر شاعرانو پکې خپل شعرونه وويل. په اخر کې د جرګې لخوا په اتفاق سره يو قرارداد ومنل شو د کوم له مخې چې د پاکستان د پښتونخوا ايالت د حکومت څخه غوښتنه وشوه چې د پښتو ژبې د ستر صوفي او انسان دوست شاعر رحمان بابا د عرس پر مهال دې په صوبه کې د يوې ورځې عام رخصت اعلان شي او د رحمان بابا په مزار دې د عرس او مشاعرې لپاره ټولې اسانتياوې برابر کړاى شي. بايد وويل شي چې د رحمان بابا کليز عرس په همدې مياشت کې کېږي. د هر کال پشان دا ځل به هم د رحمان بابا په هکله يو سيمينار او دوه ورځې مشاعره وي. يوه ورځنى سيمينار به د اپرېل د مياشتې په اومه نېټه د پېښور په خانه فرهنګ ايران کې کېږي چې ليکوالان به پکې د رحمان بابا د شاعرۍ په فن، فکر، درس او تصوف باندې خبرې کوي. او دوه ورځنۍ مشاعره به د اپرېل په اتمه او نهمه نېټه وي چې ګڼ شمېر پښتانۀ شاعران او ليکوالان او عام خلک پکې ګډون کوي. دا خبره هم د يادولو وړ ده چې د پاکستان په سندهـ او پنجاب ايالتونو کې د دغو ايالتونو د قامي شاعرانو د عرس په ورځو عام رخصت وي خو د پښتونخوا ايالت حکومت د دې سيمې د خلکو او اهل فکر و نظر دا غوښتنه تر اوسه پورې نۀ ده منلې چې د رحمان بابا د عرس په ورځ دې په صوبه کې عامه رخصت اعلان شي. برسېره پر دې د رحمان بابا مزار ته د عرس او مشاعرې او په عامو ورځو کې هم د خلکو د تګ راتګ ترانسپورتي مشکلات دومره وي چې څوک هلته په اسانۍ نشي رسېدلاى. بايد چې حکومت په مستقله توګه هلته د ترانسپورت او نورو اسانتياؤ غم وخوري. د افغانستان حکومت ته هم پکار دي چې د پښتو ژبې د دې ستر شاعر د درس او پېغام د عام کولو او د عرس او مشاعرې په ورځ خلکو ته د اسانتيا ورکولو لپاره ضروري اقدامات وکړي تر څو د افغانستان څخه د رحمان بابا په درنده مشاعره کې ګډون کوونکي په اسانۍ سره وکړاى شي پېښور ته لاړ شي. -
بېرته شاته