(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جلال آباد کې د وزير محمد گل خان مومند په ياد سيمنيار وشو.

[13.Apr.2009 - 22:21] وحدت : د ليکوال، شاعر، ژبپوه او د پښتنو د ستر مشر وزير محمد گل خان مومند د ادبي هلو ځلو درناوى وشو. په دې اړه د جلال آبا د په ښار کې د۲۰۰۹ ع کال د اپریل د میاشتی په ۱۲ مه نیټه دیکشنبی په ورځ د شمشاد د تلويزيون په نوښت د مومند بابا د فرهنگي ټولنې له لوري په جوړه شوې غونډه کې ويناوالو د وزير محمد گل خان مومند پر ادبي هلو ځلو او په افغانستان کې د ملي يووالي د راوستو په لاره کې د هغه په کړنو رڼا واچول شوه. د افغانستان د اطلاعاتو کولتور د وزارت مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي په خپلو خبرو کې څرگنده کړه، چې وزير محمد گل خان مومند په يوې سيمې پورې منسوب شخصيت نه دى. مومند بابا نه يوازې دا چې په سيمه کې به يې امنيت راوست، بلکې د ملي يووالي د ټينگېدو لپاره يې هم د پام وړ کار کړى دى. محمد گل خان مومند د سولې، سياست او فرهنگ د ډگر اتل و، چې ((د پښتو ليار))، او ((پښتو سيند)) يا (افغاني قاموس) نخير گرامر دى، چې هيڅ کله هم د هېرېدو نه دي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اداري مرستيال محمد صابر خيشکي په خپلو خبرو کې وويل: څومره چې قومونه سره په خپلو کې نږدې کيږي په هماغه کچه يې د ژبپوهنې د علم له نظره ژبې پرمختگ کوي. هغه وويل: د محمد گل خان مومند شخصيت او ادبي هلې ځلې په يوه نمانځغونډه کې نه خلاصه کيږي. بايد، چې د هغه د آثارو د څېړلو په موخه يو ستر څېړنيز سيمينار جوړ شي. د غونډې بل ويناوال د افغانستان د اطلاعاتو کولتور د وزارت سلاکار نجيب منلي خپله وينا د پښتو پر يو متل، چې وايي: ((که مرگ غواړى نو کندوز ته ولاړ شه)) پېل کړه. هغه وويل: د محمد گل خان مومند په مټ هغه ځاى، چې يو وخت ترې خلکو وېره کوله د افغانستان د غلو په گودام واوښت. منلي وويل: مومند بابا ((د پښتو ليار)) نومي اثر په سريزه کې د پښتو ژبې پر معياري کولو ټينگار کړى دى، چې مونږ يې دا دى لسگونه کاله وروسته هم د ژبې د معياري کېدو هلې ځلې کوو. منلي وويل: مومند بابا د يوې سيمې پر ځاى پښتو ژبې له کار کاوه. د ده په وينا مومند بابا په افغانستان کې د ملي يووالي د راوستو هڅې کولې. هغه وويل: مومند بابا د افغانستان يووالى د ژبو پر معياري کولو کې ليده او دې ټکي ته ځير شوى و، چې د لومړي ځل لپاره يې ((د پښتو سيند)) پر ليکلو سربېره د پښتو ژبې بشپړ گرامر وليکه. د وزير محمد گل خان مومند د هڅو د ناکامېدو اصلي لامل دا دى، چې دا هڅې يوازې يو تن وکړې او ټولنې ونه منلې. هغه وويل: څلوېښت کاله وروسته مونږ اوس هم د محمد گل خان مومند وينا ته ستنيږو او د ژبو د معياري کولو خبره کوو. د افغانستان وتلي څېړونکي او تاريخ پوه حبيب الله رفيع بيا د وزير محمد گل خان مومند د شخصيت په اړه وويل: د هغه شخصيت گڼ اړخونه درلودل. حبيب الله رفيع وويل: وزير محمد گل خان مومند د اداري بوختياو ترڅنگ ادبي او فرهنگي کارونو ته هم اوږه ورکړه. د ننگرهار مرستيال والي ډاکټر محمد عالم يوسفزي بيا په خپلو خبرو کې وويل: دا نن، چې د افغانستان په گوټ گوټ کې مېشت قومونه د سولې او ورورۍ په فضا کې ژوند کوي دا د وزير محمد گل خان مومند برکت دى. وزير محمد گل خان مومند د محمد خورشيد زوى، د مومند نمسى او د کريم خان کړوسى ١٣� ٣ سپوږميز کال د کابل په اندرابي کې نړۍ ته سترگې پرانستي. دى په خټه د ننگرهار ولايت د گولايي د سيمې کوچى و. خپلې زده کړې يې په حربي ښوونځي کې پاې ته ورسولې، چې وروسته د شاهي گارډ قوماندان او بيا په ترکيه کې د افغان سفارت د پوځي آتشې په صفت وټاکل شو. وروسته يې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د عسکري قواوو د قوماندان په توگه دندې ترسره کړې. وزير محمد گل خان مومند د محمد هاشم خان په کابينه کې د کورنيو چارو د وزير په توگه وټاکل شو. د هغه د ښو خدمتونو له امله د لمر په عالي دولتي نښان هم ووياړل شو. وزير محمد گل خان مومند خورا ارزښتناک آثار پر پښتو ژبه لورولي دي، چې په هر پېر کې د کارونې وړ دي. وزير محمد گل خان مومند په ١٣٤٣ل.هـ کال د دې نړۍ سترگې پټې او د کابل په شهداى صالحين کې خاورو ته سپارل شوى. د نوموړي د فاتحې په مراسمو کې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه هم برخه اخستې وه. - آصف شينواري
بېرته شاته