(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون سیاستوال او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری لدی فانی دونیا څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی.

[04.Apr.2006 - 05:39] انــالــیه واانــاالــه راجـعــون کــه زمـــا ســــتــوری پــه قــــبــر چــیــرتــــه راغــلــــی په پـــښـــتـــو راتــــه دوعـــا کــــړه پــــری مــــیـــن یــــم خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې منلی شاعـر، لـیـکـوال او څیړونکـی د پلوم سا پوه په پښتو او پښتونولۍ مین مشر او دقام رښتنی بچی او خدمتګار د سه شبی ورځ د ۲۰۰۶عیسوی کال داپریل د میاشتی په څلورمه نېټه د سهار په 5 بچو زمونږ څخه د تل له د پاره جدا شود او اروا ښاد جنازه به د هغی په پلرنۍ هدیره کې د کونړ ولایت د تنر په کلی کې خاوروته سپارل کیږی. ( Diplom-Psychologist ) ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل دی چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري. ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۷ / ۰۱ /۱۳۲۱ ل هـ کال ( 06.04.1942 ) زيږیدلی دي ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې ( Psychology ) په څانګه کې چې فلسفه ( Philosophy ) سیاسي پوهنه ( Pol. Scienec ) او ټولنپوهنه ( Sociology ) ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه دی د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی. چاپ شوی کتابونه ۱ . ویره ( د ساپوهنې په رڼا کې د ویرې نظري پېمانه او در مل ) جرمني : ۱۹۹۰ ع او جرمني ۱۹۹۴ ع ، پېښور ۲۰۰۱ ع ۲ . ژوندي خیالونه : ( د شعرونو ټولګه ) پېښورـ پښتونخوا ۱۹۹۷ ع کال ۳ : د قلم توره : ( د شعرونو ټولګه ) پېښور ـ پښتونخوا ۱۹۹۹ ع کال ۴ . د هوښیارتیا تله : ( ساپوهنه ) پېښور پښتونخوا ۲۰۰۰ ع کال ۵ . ژبساپوهنه : ( Language Psychology ) پېښور ـ پښتونخوا ۲۰۰۰ ع کال ۶ . سندریر پیغام ( د شعرونو ټولګه ) پېښور ، پښتونخوا ۲۰۰۲ عیسوی کال ۷ . د هوښیارتیا کلتور بې پلوه تله: ( Culturefair Intelligence Test ) پېښور پښتونخوا ۲۰۰۴ ع ۸ . د پیدایښتي بڼو د هوښیارتیا تله : ( Nature-forms Intelligence Test ) پېښور ـ پښتونخوا ۲۰۰۴ ۹ . خوږی مسرۍ : ( د شعرونو ټولګه ) پېښور پښتونخوا ۲۰۰۶ ۱۰ ـ خوب مانا: تر لیکنی لاندی ناچاپ -
بېرته شاته