(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان پوهنپال په اسلامي کولتوري نندارتون کې وځلېدل

[24.Apr.2009 - 20:13] افغان پوهنپال په یوویشتم نړیوال اسلامي کولتوري نندارتون کې وځلېدل هغه نړیوال اسلامي کولتوري نندارتون چې د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د سه شنبې په ورځ ددې پوهنتون رییس انوار صدیقي او راغلو مېلمنو لخوا په سیمه اییز وخت ۱۱ بجې د پټې په پرې کولوسره پرانیستل شوې وو نن د پنجشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې د کولتوري، تاریخي، ټولنیز ژوند ژواک او داسې نورو اړخونو سربېره د خطاطۍ، حسن قرات، نعتونو، ترانو او سپورټي لوبو ته ځای ورکړ شوې وو، چې افغانستان په ټولیز ډول له هغو ۳۷ هېوادونو څخه چې پدې نندارتون کې یې ګډون کړې وو د درېیم مقام په ترلاسه کولو بریالي. مګر په لوبو، نعت، ترانو، حفظ حدیث عامه سیالیو کې بیا په لومړي کتار کې راغلل چې پدې ډګر کې لاندې ځوانان ښه وځلېدل: د ټول سپېڅلي قرآن په حفظ کې امین الله همدرد لومړی مقام، عامه سیالیو او سپېڅلو احادیثو په حفظ کې قاری معروف، د درې اجزاوو په حفظ کې ولید خان، په اووه اجزاوو کې محي الدین لومړی مقام ترلاسه کړ. دارنګه په ترانه ویلو کې امین الله همدرد او ملګرو یې لومړی، او دویم مقام هم افغانانو ترلاسه کړ. په تمثیلي پارچو کې هم دویم مقام او عربي شعر ویلو کې حمزه مومن (افغان) لومړی مقام ترلاسه کړ. د یادولو وړ ده چېدلسو جایزو په ګټلو سره د ۲۰۰۹ز کال دغوره لوبغاړی لقب د عربي ژبې پوهه عبدالرحمن تر لاسه کړ. ددې درې ورځیني نندارتون په لومړۍ ورځ راغلي مېلمانه د پاکستان نندارخونې ته ولاړل او د پاکستاني نندارځي ( چې په څلورو برخو پښتونخوا، بلوچستان، سند او پنجاب څانګو وېشل شوې وو) ننداره وکړه او ورپسې د افغانستان نندارخونې ته راغلل، چې د افغان پوهنپالو له خوا ورته په افغاني ولولو ښه راغلاست وویل شو. مېلمنو ته افغان پوهنپالو په استازیتوب دښاغلي قاضي امین الله همدرد له خوا د افغان ملي اتلانو هریو د افغان-انګرېز درېیمې جګړې اتل غازي امان الله خان، افغان-انګرېز دویمې جګړې اتل غازي ایوب خان، او د ایراني ګورګين وژونکي افغان ملي مشر حاجي میر ویس خان نیکه په اړه اړوند تاریخي مالومات ورکړل شوه، چې د راغلو مېلمنو د لپاره ډېر په زړه پورې ول. په همدې توګه د افغان ملي صنایعو او لرغوني توکو او د هغې څانګې په اړه چې د [غزني څانګې] په نامه یادېدل په اړه هراړخیز مالومات ورکړل شول. په پای کې راغلي مېلمانه افغان ملي دېری ته وروستل شول، ترڅو افغان مېلمه پالنه په سرسترګو وویني. پدې مېلمستیا کې افغان دسترخوان په قابلي پلو، منتو، اووه رنګه مېوه، د تناره ډوډۍ، پاستي او داسې نورو سېنګار شوې وو. راغلو مېلمنو د غرمې ډوډۍ له افغان پوهنپالانو سره وخوړه او بې له شین چای څښلو رخصت شول. لدې وروسته نندارتون د عامو نندارچیانو او سېلانیانو پر مخ پرانیستل شو، چې تر مازدیګره ښه په جوش او جذبې سره نندارچیان په افغان ملي لباس کې پر انځور اخیستلو بوخت ول. دې نندارتون ته له بلنې سره سم په اسلام اباد کې د افغان لوی سفارت مامورین هم رابلل شوي ول، چې ماسپښین نږدې د سفارت درې، څلور ډېپلوماټان هریو ښاغلې ثاقب، د کولتوري څانګې مسؤل ښاغلی وحید جمال او ښاغلې حیدري مل ول، د افغان نندارخونې پر لور راغلل، چې د افغان محصلینو د رییس ښاغلي عبدالله حماد، مرستیال سمېع الله دانش له خوا ورته ښه راغلاست وویل شو، او د نندارځي نندارې ته یې بدرګه کړل. د افغان ډیپلوماټانو ټنډې د خپلو افغان پوهنپالانو له هاند او هڅو څخه خوشاله او پراخه مالومېدلې. پدې نړیوال نندارتون کې افغان پوهنپالانو یوه لاسته راوړنه دا وه چې غزني یې نندارچیانو ته په ښه توګه وروپېژانده. ددې څانګې په جوړولو کې د حمزه غفوري، رحمت الله او امین الله زیار د ستایلو وړ دي چې په نه ستړې کېدونکوهڅو یې د غزني د ښار انځور، نقشه او د خپلواکۍ ور (تاق ظفر) څلی او نور مالوماتی پاڼې په ښه توګه انځور او کښلې وی. د افغان محصلینو اتحادیه له ټولو افغان پوهنپالانو او هغو افغانانو څخه چې ددې نندارتون په تاریخي، لرغوني، خوراکي، غالیو او نورو توکو په برابرولو کې یې مرسته کړې وه ، د زړه له کومي مننه کوي او له لوی څښتن څخه ورته د اجر غوښتنکې ده. دارنګه په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ کولتوري مسؤل ښاغلې محمد ظاهربابري او په اسلام اباد کې د افغان سفارت کولتوري مسؤل وحید جمال له مرستو څخه په ځانګړي توګه مننه کوي چې دا اتحادیه یې نورو خلکو ته ددې توکو په برابرولو کې ورپېژندلې. ځینې افغان پوهنپالان په دې آند دي چې هغو هېوادونو چې پدې کولتوري نندارتون کې لومړی او دویم مقام ترلاسه کړی، ددې بري شاته د هغو هېوادو، لکه اندونیزیا، تایلېنډ، مالیزیا، سعودي، فلپاین پاکستان او داسې نورو هراړخیزه مرستې په ځانګړي توګه مالي مرستې وې چې دې بري ته یې ورسول. لکه چې وینو ددې هېوادو ملي خواړه د همدې هېوادو له هوايي شرکتونو او یا هم له هغو هوټلونو څخه په وړیا توګه ورکول کېږي چې په اسلام اباد کې شتون لري. دا ډله افغانان پدې آند دي که چېرې افغان سفارت مالي ملاتړ څخه برخمن شي، او هم د اریانا هوايي شرکت له خوا د افغان ملي خوړو په برابرولو کې د دوی لاسنیوی وشي، نو هیله ده چې لومړی مقام به د تل په څېر د افغانانو په برخه وي.
- عثمان منصور
بېرته شاته