(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات او بونیر کې جنگیالې او هسكه مېنه کی اوه تنه کارګر وژل شوې

[10.May.2009 - 17:25] 10.05.2009پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې دپښتونخوا په ناقرارو سيمو سوات اؤ شانگله کې يې دتير و۲۴ ساعتونو دعملياتو په ترڅ کې د۱۸۰ؤ څخه تر۲۰۰ؤ جنگيالي وژلي دي. د پوځ عامو اړیکو څانگې ايي ايس پي ار لخوا مطبوعاتو دورکړل شوې بيانيې تر مخه په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري اؤ جنگيالو دوه سکولونه په بمونو الوځولي دي. اې ایس پې ار دا هم وویل چې په جنوبې وزیرستان کې تیره شپه د یو برید ورسته په ځوابې ډزو کې ېې ۱۸ جنگیالې وژلې دې. په نښته کې یو پوځې افسر هم وژلی شوی دی او دوه نور زخمیان شوې دې. د مومندو ایجنسۍ نه هم د ۲۶ جنگیالو د وژل کیدو رپورټونه راغلې دې خو د اې ایس پې ار په بیانییه کې ددغه وژنو کوم ذکر نه وو. پوځ وايي په سوات کې دسحر ۶ؤ بجو څخه دغرمې تر دريوؤ بجو دگرځ بنديز څخه بندیز لرې کړل شوى دى چې په دغه مهال په گڼ شمير خلک خوندي سيمو ته وتلي دي. ايي ايس پي ار دسوات داولس څخه غوښتنه کړې ده چې هغوي هم بايد دجنگيالو په ضد راپورته شي اؤ نۀ يواځې وسله راواخلي بلکې دغه جنگيالي په گوته هم کړي. دبيان له مخې امنيتي ځواکونو دخالي اؤ اتوار شپه کې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ځالو گولۍ وورولې چې پکې دلسگونو جنگيالو دوژل کيدو خبرونه ترلاسه شوي دي. ايي ايس پي ار وايي تندلارو دمانيال اؤ فضل اباد سکولونه په بمونو الوځولي دي. بل لوري ته دپښتونخواپه کوز دير کې هم دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا عمليات دوام لري اؤ داتوار دورځې په عملياتو کې د۳ؤ طالب کمانډرانو په گډون دگڼو تندلارو دوژل کيدو خبر ورکړل شوى دى. امنيتي ځواکونو دچکدرې واک ترلاسه کړى دى اؤ سرچينې وايي په ادينزو کې بيگاه ټوله شپه امنيتي ځواکونو گوله باري کړې ده. دتيمرگرې څخه امنيتي ځواکونو په کوز دير کې دتندلارو ځالې په توپونو ويشتلي دي چې پکې دهغوي ۶ ځالې تباه شوي دي. په سيمه کې گرځ بنديز پځايې دى اؤ کوم خلک چې خوندي سيمو ته دسرپناه وړلو هڅې کوي هغوي دسختو ستونزو سره مخ شوي دي. همدغه راز ددير ، سوات اؤ بونير څخه بې کوره شوي په لکونو خلک دمردان، اؤ صوابۍ ترڅنگ بيلا بيلو سيمو ته تلللي اؤ دستونزو ډک ژوند لري. حکومت په صوابۍ اؤ مردان کې ددغو بې کوره شوؤ خلکو دپاره داستوگنې کيمپونه جوړ کړي دي خوبې کوره شوي خلک گيله کوي چې په دغو کيمپونو کې ورته دژوند هيڅ اسانتياوې نۀ دي ورکړل شوي. دصوبې په بيلا بيلو برخو کې خلکو دانساني خواخوږۍ په بنياد ددير سوات اؤ بونير بې کوره شوي خلک پخپلو حجرو اؤ بيټکونو کې ديره کړي دي. ملگري ملتونه :دبې کوره شوؤ خلکو شميره ۱۰ؤ لکو څخه اوښتې ده ملگري ملتونه وایی د سوات، بونیر د یر او قبایلي سیمو کې د جگړو له امله د بې کوره شوو خلکو شمېر ۱۰و لکو ته اوښتې ده. په سوات، کوز دير اؤ بونير سيمو کې دتندلارو او دامنيتي ځواکونو تر منځ د جگړو له امله په زرگونوکورنيو ددغو سيمو څخه خوندي سيمو ته کډې کړي اؤ په زرگونونورې کورنۍ دسيمې څخه دوتلو په حال کې دي. دبې کوره شوؤ خلکو دپاره په صوابۍ اؤ مردان سيمو کې داستوگنو کيمپونه لگول شوي اؤ تراوسه په دغه کيمپونو کې ۹۲زره خلک راجسټر کړل شوي دي. دغه کيمپونه دصوابۍ په يارحسين،شاه منصور، هنډ اؤدمردان په جلاله ،چيخ فيضان، پيرډاگه کې پرانستل شوي دي. ددې ترڅنگ دکاټلنگ په کوهي برمول سيمه کې هم ځايې خلکو دغو کډوالو دپاره کيمپونه لگولي اؤ خپلې حجرې يې ورته پرانستې دي. ملگري ملتونه وايي داگست ۲۰۰۸ء څخه راپديخوا دجنگونو دلاسه په پاکستان کې دبې کوره شوؤ کډوالو شميره یو ملین څخه اوښتې ده. دملگروملتونو دکډوالو دادارې وياندرون ريډمينډ ويلي دي دپاکستان دشمالي مغربي برخې څخه دتاؤتريخوالي اؤ جنگ جگړو له امله ۵ لکه کسان بې کوره شوي دي. دوياند له مخې په دغو ۵ؤ لکو کسانو کې ۲لکه خوندي سيمو ته رسيدلي اؤ ۳لکه خوندي سيمو ته درسيدلو په هڅه کې دي. دپښتونخوا د سوبی داولسي ښيگړې وزيره ستاره اياز ډيوه راډيو ته وويل دبې کوره شوؤ خلکو دپځايې کولو لوري ته حکومت خپل بشپړ پام گرځولى اؤ هغوي ته هر رقم اسانۍ ورکول کيږي. دهغې وينا وه دغو بې کوره شوؤخلکو ته په کيمپونو کې خوراکي مواد لکه لوبيا، اوړۀ، تيل ، پئ اؤ بسکټ ورکول کيږي اؤ دروغتيا يې هم بشپړ خيال ساتل شوى دى. هغې وويل دروغتيا نړيوالې ادارې چې ددغه کډوالو دپاره کوم دارو درمل راليږلي هغه په کډوالو ويشل کيږي. دصوبی ريليف کمشنر هم وايي چې په کيمپونوکې کډوالو ته ټولې اسانۍ ورکړل شوي اؤ هڅه کيږي هغوي ته هيڅ قسمه تکليف ونۀ رسيږي. دريليف کمشنر له مخې په مردان کې ۱۲ تعليمي ادارې دبې کوره شوؤخلکو دپاره په کيمپونو بدل کړل شوي دي. هغه وويل په دغو کيمپونو کې تراوسه ۹۲ زره کسان ثبت کړل شوي چې هغوي دبونير،کوزدير اؤ سوات څخه کډې کړي دي. دمردان دپوليسو مشر واقف خان هم وايي چې دبې کوره شوؤ خلکو دکيمپونو دامنيت لوري ته پوليس خپل بشپړ پام گرځولى اؤد کيمپونو څخه شپه ورځ چاپيره گزمې کوي ، ترڅو ورانکاري دغلته کوم ناوړه عمل ترسره نۀ کړي. دحکومت اؤ انتظاميې ددې دعوؤباوجود چې وايي دکډوالو په کيمپونو کې يې بې کوره شوؤ خلکوته هررقم اسانۍ ورکړي دغه بې کوره شوي خلک دحکومت درويې څخه مايوسه دي اؤ وايي په دې هکله دحکومت ادعاوې ددروغو پرته هيڅ نۀ دي. دشاه منصور دکيمپ يو بې کوره شوي کډوال محمد حسين چې دبونير دډگر سيمې څخه يې دغه کيمپ ته خپل ماشومان راوستلي دي ډيوه راډيو ته وويل دسيمې خلک هغوي سره دخوراک څښاک په لړ کې دانساني خواخوږۍ په بنياد مرستې کوي خو دحکومت لخوا ورسره يواځې ديو تمبو اؤ۲۰ؤ کیلو اوړو پرته نوره هيڅ مرسته نۀ ده شوې. همدغه راز دمردان په بيلا بيلو سيمو کې دجوړو کيمپونو بې کوره شوي خلک هم دحکومت څخه سر ټکوي اؤ وايي په کيمپونو کې ورته دخوراک څښاک اؤروغتيا په هکله هيڅ اسانۍ نۀ دي ورکړل شوي. بلخوا د ننګرهاردوالي وياند عبدالزي ازادۍ راډیوته وويل چی په ننګرهار ولايت کی نن سهار د اتوار (یکشنبی) په ورځ د ۲۰۰۹ ع کال د مئ د میاشتی په ۱۰ مه نیټه دیو ماین دچاودنی له امله اوه تنه کارګر ووژل شول. چې په وژل شوو كې ټول هغه كارګران شامل دي چې په هسكې مينې ولسوالۍ كې یې د سرحدي پوليسوپه يوې ودانۍ كې د یوې شخصي کمپنۍ لپاره كاركاوه اوپه يوۀ موټركې د كارسيمې ته روان وو چې په لار کې ماین وچاودول شو. تراوسه پورې د دغوپيښومسووليت كومې ډلې نه دى منلى. خو له بلې خوا دننګرهاردامنیه قومندانۍ ویاند عبدالغفورفرانس پریس اژانس ته وویل چې دغو کارګرو د سرحدي پولیسو په ودانۍ کې نه بلکې د سړک جوړولو په یوې پروژې کې یې کارکاوه . هسکه مېنه د ننګرهارله مرکز جلال اباده جنوب ختیځ لورته پنځوس کیلومتره لېرې پرته ده . په زابل ولايت كې نن سهارد ماین په چاودنه كې درې ملكي كسان وژل شوي دي. د زابل دامنيت آمرجيلاني خان وويل چې داماین د دې ولايت په سيوري ولسوالۍ كى تازه ښخ شوى وو .ـ تاند ـ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته