(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر کبير ستوري په ناڅاپي مړينه د کامل پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام

[05.Apr.2006 - 07:44] په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاکټر کبير ستورى په جرمني کې په حق ورسيد. د ډاکټر کبير ستوري مړينه د پښتو ادب او پښتو ژبې لپاره يوه ستره ضايعه ده. کامل پښتو ادبي جرګه پبو، پېښور د خداى بخښلي ډاکټر کبير ستوري په مړينه د ژوند غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى په دربار کې لاس په دعا يو چې د ډاکټر کبير ستوري جنت الفردوس او د خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او د پښتو ژبې او ادب د ټولو مينه والو صبر او حوصله په نصيب شي. ډاکټر شېرزمان طائزى صدر کامل پښتو ادبي جرګه پېښور د افغان خپرندويه ټولنې د خواشينۍ پېغام د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتو ژبې يو ځلاند ستورى پرېوت. دا خبر مونږ لپاره د ډېرې خواشينۍ او خفګان سبب وګرځېد. ډاکټر کبير ستوري د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر فعال کار کړى و او د هېواد څخه د باندې نړۍ کې يې نۀ يواځې په خپله د پښتو ډېر ستر خدمت کړى و بلکې نور پښتانۀ يې هم تل دې ته هڅولي وه چې د خپلې ژبې او ادب د ښېرازۍ او ودې لپاره کار وکړي. د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو نه سرکېدونکى تاوان دى. افغان خپرندويه ټولنه په دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي او د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ډاکټر کبير ستوري د لوړو خدماتو د اعتراف لپاره په کابل کې د پښتو ژبې يوه نوې اداره د هغه په نوم جوړه کړي. عبدالهادي حيران افغان خپرندويه ټولنه، پېښور -
بېرته شاته