(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستوری مجلې 5مه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

[17.May.2009 - 09:02] ستوری مجله دخاص کونړد ادبي او کولتوري ټولنې خپلواکه، ناپېيلې، کولتوري او ادبي خپرونه ده، چی دغه د ارواښاد کبير ستوري د 3 يم تلين په مناسبت ځانګړې ګڼه په 68 مخونو کې تازه له چاپه راوتلی او دانټرنټ پر مخ پر لیکه شوی ده. د « ستوری » مجلی په درېم کال5 مه ګڼه کې د پښتنو د ټاټوبی، پوهانو، ادیبانو، شاعرانواولیکوالانو په زړه پورې لیکنی، مرکی او شعرونه ځای شوی دي. د مجلی پدې ګڼه کې دغه ليکنې راغلې: سرليکنه : پړ مې كړه، نو مړ مې كړه ، انسان ولې اشرف المخلوقات دی؟ ، ډاكتر كبير ستورى دخپلو لیکنو په هنداره کی ، د پسرلي احساس ، د يوویشتمې صدۍ ځلنده ستوری ، دخوشحال خان سړیتوب د ساپوهنې په رڼاکی ، د بختيار خټك سره د هغه د ژوند او فن په اړه خبرې ، ژب سياست او ژب پلان ، پښتو او د پښتنو مضر احتیاط ، د زنداني شاعر زنداني انګازی (ارواښاد عبدالغياث حقمل) ، د ستورو قافلې، افغانستان د جنګونو ډګر ، ادبي ټوټه : زمــوږ كـــلى ، لــه اختر محمد مومند سره مركه ، د رحمان بابا مزار والــــوځول شو ، کیوکیشن کراټې ، د ستورو کاروان ( شعرونه ، څلوریځي ، غزلی او نظمونه) يـو ځـــل بيــا د زېــري پــه بڼه ، او تيـــــاره او رڼـــــا ، د ستوري مجلې اداره د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوي، چې د مجلې په هکله خپل وړانديزونه او ليکنې د ادارې په پته راواستوي. ترڅو مونږ د لوستونکو په وړانديزونو د مجلې ليکنې کره او بشپړې کړو.

د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

عرفان الله کوټوال د تنر کلی ـ طلائی بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان ټیلیفون :772931465-0093 E-mail: [email protected]

- عرفان الله کوټوال
بېرته شاته