(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچاخان په مزار د جوړونې کار پيل شو

[22.May.2009 - 08:42] مبارکه جمعه (جمعه) ٢٢/� ٥/٢� � ٩ جلال آباد: دوحدت ورځپاڼې د پژواک خبري اژنس په حواله خبر ورکړې، چې د خدايي خدمتگار، دعدم تشدد د فلسفې دبنسټگر او دکوزې پښتونخوا د ستر لارښود خان عبدالغفار خان دمزار دجوړولو چارې نن دغويي په ٣١مه، پيل شوې. په ننگرهار کې د خدايي خدمتگارو د ټولنې مشر خان باچا شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار د شيشم باغ په لس جريبه ځمکه کې به د پاچاخان پر مزار يو څلور پوړيزه گنبزه، پنځه پوړيزه موزيم او يو جامع جومات، چې په ترکي سبک به وي، جوړېږي . شينواري زياته کړه چې د پنځو کلونو په اوږدو کې به دمقبرې، جومات او موزيم چارې د افغانستان د دولت او دپاچا خان دخيريه ټولنې په مالي مرسته بشپړې شي. ده وويل چې ددې مزار دجوړولو لگښت د افغانستان دولت ورکوي، چې دپنځو کلونو په ترځ کې به يې دجوړولو چارې سرته ورسېږي. هغه زياته کړه چې ددغو ودانيو ترڅنگ به تفريحي پارک او نورې اړوندې ودانۍ هم جوړې شي. ده زياته کړه چې د پاچاخان د زيارت گنبزه په ٣� ٢٥ او جومات به يې په ١٢١� � مربع فوټه ځمکه کې جوړ شي. د کوزې پښتونخوا دنيشنل عوامي گوندمرکزی مشرمحمد افضل خان لالا پژواک اژانس ته وويل چې د پاچاخان د مزار په جوړېدلو سره به د پښتون قوم د کلتور او ميراث يوه بډايه برخه خوندي شي. ده زياته کړه چې د پاچاخان مزار د يوې مقبرې نه، بلکې د يوه تاريخي پړاو څرگندونه ده. هغه وويل چې دده د مزار په جوړېدو سره به دلر او بر پښتون ترمنځ د يووالي يوه بله غوټه هم کلکه شي. افضل خان لالا د پروژې د لگښت په اړه پژواک اژانس ته وويل چې ددغې پروژې بشپړ لگښت ورته څرگند نه دى، چې څومره به وي؟ خو دافغانستان ددولت او دپاچاخان دخيريه ټولنې له خوا جوړېږي. د يادونې وړ ده، چې خان عبدالغفار خان په ١٩� ١ زېږديز کال د چارسدې په ضلع کې زېږېدلى او يوويشت کاله وړاندې يې د وصيت مطابق د جلال اباد ښار په شيشم باغ کې خاورو ته وسپارل شو، خو دزيارت جوړونې چارې يې له تېرو اتلسو کلونو راهيسې نيمگړې پاتې وې. scprd - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته