(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستانی پوځ واې مینگوره ښارکې مهم ځایونه په ولکه کې نیویلی شوې دي

[24.May.2009 - 22:19] دپاکستان واې پوځ د سوات مرکزې ښار مینگوره کې يې یو شمیر مهم ځایونه په ولکه کې اخیستې دي او په سیمه کې په ورستي عملیاتو کې ١� نور جنگیالي او درې عسکر وژل شوې دي. د پاکستان پوځ دعامو اړیکو څانگې یا ايي ایس پي ار د اتوار په ورځ یو بیانیه کې وویل چې د سوات په روانو عملیا تو کې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې د جنگیالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتې شوي دې چې پکښې ١� وسله وال وژل شوي اؤ١٤پکښی ژوندي نيولي دي. پوځ ددریو عسکرو دوژل کيدو اؤددوو دژوبل کيدوپخلی هم کړی دی. دايي ايس پي ار له مخې سرښار مينگوره کې پوځيان کوڅه په کوڅه گرځي اؤ دغلته يې مهمې سيمې له طالبانو څخه پاکې کړي دي. پوځ وايي په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې يې دمينگورې ښاروټه کايي ،نواکلي،نشا ط،سيرافي ، گلشن، حاجي بابا اؤ سهراب څلور لاري له تندلارو څخه په بشپړه توگه پاک کړي دي. پوځ وايي دمينگورې په بيلا بيلو برخو کې نښتو کې ٥ جنگیالي وژل شوي اؤ امنيتي ځواکونو ١٤ نور ژوندي نيولي دي. امنيتي ځواکونه پيوچار کلي ته ننوتلياؤ دلټونې دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو دتندلارو دځالو څخه وسلې چې پکې دبمونو جوړولو يوه فيکټري هم ده لاس ته راوړياؤ دپيوچار کلي خلک دامنيتي ځواکونو سره په مکمل توگه مرسته کوي. ايي ايس پي ار وايي دسوات په مالم جبه سيمه کې يې دتندلارو دموجوديت خبر ترلاسه کړو اؤ دهغوي خلاف يې عمليات پيل کړل چې له امله يې ٥ جنگیالي ووژل شول. ايي ایس پي ار واي د وژل شوو جنگیالو مړي په سړک پراته ليدلى شي. بلخوا دکوز دير په ميدان تحصيل کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو ځالې په نخښه کړي دي چې له امله يې دهغوي گڼ شمير ځالې له مينځه تللي اؤ دگڼ شمير تندلارو دوژل کيدو انديښنه ده. همدغه راز دبونير ډي سي او يحيى خان وايي په ټول بونير کې دتندلارو په ضد عمليات روان دي اؤ دځايې خلکو دځان ومال ژغورنې لپاره يې کرفيو پځايې کړې ده. په بونير کې نن دسحر ٧ؤ بجو څخه ماښام ٧ؤ بجو پورې کرفيو پځايې کړل شوې ده.. د پښتونخوا په سوات، کوز دير اؤ بونير کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ددغو روانو عملياتو له امله په لکونو خلکو، مردان، نوښار، چارسده، صوابۍ اؤ پيښور ته کډې کړي دي چې دغلته په سرو غرمو دستونزو څخه ډک ژوند تيروي. پاکستاني چارواکيوايي ددغو عملياتو دختميدو وخت نۀ شي ورکولى اؤ تر هغې به دوام ولري ترڅو چې جنگیالي د سیمې نه ختم شوي نه وي. بلخوادپاکستان پوځ وايي په سوات کې دتندلارو سره له سختې جگړې څخه وروستو دهغوي ستره ځاله مالم جبه له دغو تندلارو څخه پاکه کړل شوې ده. مالم جبه سيمه به تندلارو دخپل روزنيز مرکز په توگه کاروله. دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگه يا ايي ايس پي ار وايي په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې يې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې څلور تندلاري وژلي دي. پوځ ادعا کوي چې ٨ تندلاري يې ژوندي هم نيولي اؤ وسله والو جنگيالو سره په نښته کې ٦ عسکر ژوبل شوي دي. له کانجو څخه عمليات پيل شوي ترڅو کبل سيمه له طالبانو څخه پاکه کړل شي، په دغه سيمه کې تندلاري د تربيې اسانتياوې لري اؤ دمينگورې څخه په تيښته جنگيالي هم دغلته راټوليږي. دتندلارو دوه مهمې ځالې علي گرامه اؤ گل جبه هم امنيتي ځواکونو پاکې کړي دي. پوځ په دغو سيمو کې دتندلارو لخوا دسخت مقاومت سره مخ دى. فضاء گټ څخه وټاکۍ پورې سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته کې دوه جنگيالي وژل شوي اؤ شپږ عسکر ژوبل شوي دي. دپوځ له مخې امنيتي ځواکونو په پيوچار سيه کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې دوه تندلاري تندلاري ووژل شول اؤ ٥ نور ژوندي نيول شوي دي. اخوا دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دبرټانوي خبري شبکې سره په مرکه کې هيله څرگنده کړې ده چې دسوات سرښار مينگوره به د٧ؤ ورځو څخه نيولې تر ١� ؤ ورځو دتندلارو څخه پاکه کړي. ښاغلي عباس ادعا کړې ده چې پوځي عمليات پرمخ روان دي او پوځ په دغه عملياتو کې مهمې لاس ته راوړنې کړي دي. پاکستاني پوځ په سوات کې دعملياتو پيل کيدو سره سم په سيمه کې دپوځي پرمختگونو اؤ دتندلارو دوژل کيدو يا هم دسيمې څخه دتښتيدلو ادعاوې کوي خو دسيمې څخه ازادې سرچينې دغه ادعاوې نۀ تصديقوي او وايي اوس هم دمينگورې په گډون دسوات په زياتره برخو عملاً طالبان قابض دي. ډیوه- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته