(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يه کراچئ کی د غني خان بابا د ۱۴ تلین په مناسبت د سمینار راپور

[30.May.2009 - 11:25] کراچۍ ښارکه څه هم د ادب په حواله یو لوي نوم لري او ښه بهترین او په نړیوال معیار پوره ادبي غونډې پکې ترسره کیږي خو کاش چې دغه ټولې غونډې او سیمنارونه یوازې د سندۍ او اردو ژبې پورې محدود وي . کراچۍ کې که تراوسه کوم پښتو ادبي بنډار شوې دی نو هغه هم یا کومه حجره کې شوې دې او یا په داسې ځایې او په داسې لیول ترسره شوی دی چې شستن،خوردن ،برخاستن ترحده محدود پاتې شوې دی . کراچۍ ښار کې دادبي ،کلتوري او فرهنګي بنډارونو دپاره د اردو ارټس کونسل ،پي ایم ای هاوس او نور ځایونه شتون لري خو دغه ځایونو تر اوسه د ګوتو په شمیر پښتو پروګرامونه ترسره شوي دي . تر اوسه چې کراچۍ ښار کې د پښتو کوم ستر او په نړیوال معیار پوره ادبي غونډې ترسره شوي دي نو هغه یا خو د جرس ادبي جرګې له خوا ترسره شوي دي اویا د پښتون تېنکر فورم د خوا ـ پښتون تېنکرز فورم که څه هم یو کلتوري فورم دی خو ددې فورم دپاره ادبي سیمنیارونو په ترتیب کې جرس ادبي جرګه لوي لاس لري . پښتون تېنکرز فورم تراوسه په کراچۍ کې دڅلورو سترو سمینارونو د کوربه توب ویاړ ترلاسه کړی دی ـ د اجمل خټک په ویاړ غونډه،د باچا خان په یاد غونډه او دوه غونډې یې د غني خان د تلین په اړه کړي دي اوپه دې توګه یې د کراچۍ د نورو ژبو ادبیانو او فرهنګیانو ته دا واضحه کړه چې پښتو ژبه نه یوازې یو لرغونی تاریخ لري بلکې دغه ژبه د فلسفي شاعرانو مورنۍ ژبه هم ده او دشعر مینه والو دپاره ډېر څه په خپله ځولۍ کې لري . د ۲۳ مۍ په ماښام هغه مهال چې د کراچۍ د ښار وضعه نارامه او د هرتال له وجې بوږنونکي هم وه د پښتون تېنکرز فورم له خوا کراچۍ ارټس کونسل کې د غني خان د څوارلسم تلین په اړه یو سیمنیار جوړ کړی شوې وو. ددې سمینار مشري ښاغلي اباسین یوسفزي او د مشر مېلمه په چوکۍ آغلې پروین ناسته وه . غونډه په تلاوت کلام پاک سره پرانستل شوه چې د نظامت چارې یې اجمل خټک کشر ترسره کولې ـ غونډې ته لومړی د کراچۍ پوهنتون استاد ښاغلي عبدالرشید د غني خان د شاعرۍ په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې غني خان په خپله شاعرۍ کې دهغه مولا د مخ نه د پردې اړولو هڅه کړی ده څوک چې دین پلوري . د افغانستان د کراچۍ د قونصلیټ د کلتور اتشۍ او ددې سمینار مشرې مېلمنې آغلې پروین ملال د غني خان په شاعرۍ کې د جمال تذکره ترسرلیک لاندې مقاله وړاندې کړه او زیاته یې کړه چې غني شاعري د جمال او دښایست د تذکرې نه پور ماموره ده که د غني د شاعرۍ نه د ښایست ذکر لیرې کړی شي نو دهغه شاعري کې به بیا هغه خوند پاته نه شي د کوم په ذریعه چې دغه شاعري د هرچا خوښه ده . د پېښور د پوهنتون د پښتو څانګې مشر او ددې سمینار مشر مېلمه ښاغلي اباسین یوسفزي د غني خان د نثري پنځونو په اړه مقاله واوروله ـ نوموړي د غني خان د کتاب دي پټهان ځېنې پيرګرافونه حاضرینو ته واورول او ټول حاضرین یې ښه وخندول . دغونډې دویمه برخه موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه ـ ددې برخې د نظامت چارې منصورعلي خان او میرمن مهرین ترسره کړې ـ مشهورو سندرغاړو بختیارخټک،شازخان ، فیاض خان او نورو د غني خان کلامونه زمزمه کړل . د موسیقۍ په مهال یو شمیر زلمو ملي اتڼ هم وکړو ـ غونډه کې د سېمې د لیکوالانو ،شاعرانو او د ذوق خاوندانو سربیره د بېلابېلو هیوادونو د قونصلیټونو د کلتور استاذو ګډون کړې و. دغونډې په اخر کې د پښتون تېنکرز فورم مشر ښاغلي قاسم جان وویل چې پښتون تېنکرز فورم په تېر وخت کې هم دغه ډول کلتوري پروګرامونو د جوړولو تابیا کړې ده او په راتلونکې کې به هم د پښتنې کلتور د بډاینې دپاره تل دغه ډول سمینارونه جوړوي ،ده په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د دا لمړی ځل دی چې د سند ایالتي حکومت د کوم یو پښتو ژبې د ودې د کار دپاره فنډ ورکوي ـ نوموړي د سند د ایالتي حکومت په دې اقدام د هغې مننه وکړه ـ نوموړي د پښتون تېنکرز فورم د غړو او په ځانګړې توګه د ښاغلي قادرخان ایډوکېټ هلې ځلې ددې پروګرام د بریالیتوب اساس وبللو . ای وي ټي ټیلي ویژني چینل مشر وویل چې ددوي چینل ددې دپاره حاضر دی چې د سیمنار دواړه برخې په جلا جلا ډول د نړۍ نورو سېمو کې مېشته پښتنو ته هم ورسوي . A seminar entitled “Latoon Da Ghani” was organised by Karachi-based Pakhtoon Thinkers Forum at Arts Council of Pakistan, Karachi.- ظفرکریمي
بېرته شاته