(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتون پوسټ لومړۍ گڼه چاپ او مارکيټ ته ورسيده

[02.Jun.2009 - 10:22] دوشنبه (گل) ١/� ٦/٢� � ٩ پېښور: دپښتونخوا د نامتو ژورنالست دمحمد اشرف ډارپه امتيازۍ د پښتو نوى ورځپاڼې پښتون پوسټ په خپرونې پيل وکړ دخبرونو څانگې مشري يې د نامتو ژورنالست او ليکوال ښاغلى فضل قادر انډيوال په غاړه ده . دپرانستې غونډه يې د پښتون پوسټ په دفتر کې ديو شمېر نامتو خبريالانو په وړاندې وشوه . پټۍ يې نامتو ژرنالست او ليکوال محمد عارف همدرد ،ليکوال سيف الله غريب يار او دنوموړي ورځپاڼې دامتياز د څښتن محمد اشرف ډار له خوا پرې شوه . غونډې ته محمد اشرف ډار وويل ، چې پوښتون پوسټ به د پښتون ولس د خدمت لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتې او پښتون ولس به له تازه پېښو نه خبر ساتي . غونډې ته فضل قادر انډيوال وويل : دامهال پښتون ولس لراو برکې له ستر ناورين سره مخ دى ، خو ددغه ناورين دله منځه وړلو لپاره پښتو رسنۍ ځانگړې دنده لري ، چې په هلو ځلو يې مينه والو پام ورته راوگرځي . غونډې ته محمد عارف همدرد وويل ، چې دغه ورځپاڼه به دلر او بر پښتون د يوولي لپاره خپلې هلې ځلې وکړي او پښتانه ځوانان په د ژورناليزم له اصولو سره اشنا کړي . سيف الله غريب يار زياته کړه ، چې دغه ورځپاڼه به دحقايقو په رابرسيره کولو کې عمده رول ولوبوي . دپښتون پوسټ لو مړۍ ورځپاڼه ٦ مخونه لري ، چې په لومړي او شپږم مخ کې يې خبرونه ، په دوه يم مخ کې يې د حمزه بابا د ژوند په اړه تبصره ، درېم او څلورم مخ کې يې ليکنې او تبصرې او په پنځم مخ کې يې پاتې خبرونه خپاره شوي دي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته