(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاکستان پوځ مولانا صوفي محمد نيولى.

[05.Jun.2009 - 08:32] مبارکه جمعه (جمعه) ٥/� ٦/٢� � ٩ منگوره :د پاکستان دولت دمحمدي شريعت د ټينگښت مرکزي مشر مولانا صوفي محمد له دوه زامنو رضوان الله او ضياالله په گډون نيولي دي .له دوى سره د مولانا صوفي محمدمرستيال مولانا محمد عالم او وياند عزت الله هم نيول شوى . دباخبره سرچينو له مخې د محمدي شريعت د ټينگښت مرکزي مشر مولانا صوفي محمد د تېرې يوې مياشتې راهيسې د استخباراتي کړيو تر سيوري لاندې وه او د پېښور په حيات اباد کې ورته ځاى ورکړې وه ، چې تېره ورځ اسلام آباد ته وليږدول شو په دې لړ کې مولانا صوفي محمد وياند سره اړيکې ونيول شوى او ورته وويل شول ، چې د مئ د لومړۍ نيټې راهيسې د درملنې لپاره پېښور ته تللى دى دپاکستان د پوځ وياند څرگنده کړې ، چې په امان دره کې د يو بريد په تر څ کې مولانا محمد عالم ، مولانا محمد اقبال نيولي دي ، چې ورسره سيد وهاب او سلمان هم ونيول شول او نا ځرگند ځاى ته د پلټنو لپاره وړل شوي دي . scprd- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته