(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ټولو رسنیو څخه غوښتنه

[06.Jun.2009 - 09:43] دکندهار خبريالان له هغو ټولوراډيوګانواو ټلويزونونو څخه چې په افغانستان كې يا دافغانستان لپاره خپرونې لري په ډېر درنښت غوښتنه كوي چې دشهيدعبدالصمد روحاني دشهادت دلومړي تلين دلمانځلو په موخه درواني جون مياشتي د(۸) اتمي نېټې په شپه چې سباته ددوشنبې ورځ كيږي ديوې دقيقې لپاره خپلې خپرونې داحتجاج په ډول ودروي . ديوې دقيقې لپاره دخپرونودځنډېدووخت دافغانستان په ساعت دشپې پوره (۸)اته بجې په پام كي نيول شوى دى . همدارازدكندهار خبريالان له ټولوافغاني ويپاڼو،اونيزواو ورځپاڼوڅخه هم په درنښت هيله كوي چې دشهيدعبدالصمد روحاني دوژنكوپه خلاف او دشهيد روحاني اوافغان خبريالانو سره دخواخوږي په مرسته دخپلو خپرونولومړي مخونه داحتجاج په ډول توركړي يا پرې دشهيد روحاني انځورونه چاپ كړي . درسنيوله لوري دا احتجاج به دشهيد روحاني دقاتلينوپه موندلو او په اوسنيو حالاتوكي افغان خبريالانو ته دورپيښو ستونزو اوګواښونوپه مخ نيوي كې مهم رول و لوبوي . په درنښت دكندهاردخبريالانوله خوا د شهيد عبدالصمد روحاني د تلين ورځ ١٨مه نه ١٩مه د غبر ګولي ده خبرسوو چي په هيواد دننه او دباندي ګڼ شمير ژورنالستان او د ارواښاد روحاني په درد درديدلي افغانان وروڼه غواړي چي د خداى بخښلي لومړى تلين و لمانځي په دې لړ کي هلمندي ژورنالستانو هم پتېيلې چي دا ورځ په پراخه کچه ولمانځي خو دلته د نېټې توپير تر سترګو کيږي ، چي يو شمير د تلين ورځ د جون ٨ مه ښئ او ځني يې بيا ٩مه د اصلي نېټه بولي . په دې خاطر چي په ټوله نړۍ او هيواد کي دا تلين په يوه ورځ ولمانځل سي موږ تاسو ته ځيني دليلونه وړاندي کوو چي د هغه پر اساس ستاسو څخه غوښتنه کوو چي ټول د تلين د لمانځلو لپاره د جون ٩مه ورځ غوره کړو . لومړى : پوره يو کال مخکي اواښاد روحاني د ١٣٨٧کال د غبرګولي د مياشتي پر ١٨مه مازديګر ٥ بجې نادرکه سو په سبا د غبرګولي د مياشتي پر ١٩ مه ماپښين مهال پر ٤ بجې او ٢٧ دقيقې د عبدالصمد روحاني يوه ملګري او خبريال ته پر ټليفون خبر ورکړل سو چي ((خپل مړى مو واخلئ )) . دلته موږ په دې نه پوهيږو روحاني چي په کومه ورځ نادرکه سوى دى په هم هغه ورځ وژل سوى او که په سبا ياني د غبرګولي پر ١٩مه ځکه نو موږ هغه ورځ غوره کړه چي د ارواښآد جسد مو پيدا کړ د غبرګولي ١٨مه موږ ټوله ورځ د هغه د ژوندي موندلو په لټه کي تيره کړه زموږ لپاره درد وونکې او د ارواښاد د مرګ صحنه هغه وخت وه چي موږ د هغه جسد پيدا کړ . دوهم : دا چي په افغانستان کي لمريزه لېږديزه نېټه کارول کيږي نو له دې امله د ارواښاد ورحاني د مرګ نېټه هم د همدې نېټې له مخي ثبت سوه چي د ١٣٨٧ ل ل کال د غبرګولي د مياشتي ١٩ مه نېټه کيږي ، دلته که موږ د زيږديز کال له مخي حساب کوو نو يوه ورځ دې دوو نېټو په دې يوه کال کي توپير خوړلى دى داسي چي د ١٣٨٧ کال د غبرګولي ١٩ مه د ٢� � ٨ ميلادي کال د جون د ٨ مي سره برابريږي خو د ١٣٨٨ کال د غبرګولي ١٩ بيا د ٢� � ٩ ميلادي کال د جون د ٩مي سره سر خوري نو که موږ پر لمريزه ليږديزه نېټه تکيه وکړو غوره به وي . دريم : هلمند هغه ځاى دى چي روحاني پکي خاپوړي کړي او دلته لوى سوى هم دلته يې کار پيل کړى او په همدې سيمه کي يې سر وخوړ موږ ټول افغانان دهغه د وير کوربانه يو خو هلمندي ژورناليستانو چي د هغه جسد يې په خپلو لاسو راپورته کړ بايد دا حق ورکول سي چي هغه ورځ ورسره و لمانځو چي هغوى زيات دردېدلي دي څلورم : څرنګه چي ارواښاد روحاني د ١٣٨٧ کال د غبرګولي پر ١٨ مه نېټه لا درکه سو ، د غبرګولي پر ١٩ مه يې جسد و موندل سو او د همدې مياشتي پر ٢� مه نېټه خداى بخښلى خاوروته و سپارل سو . دلته که موږ بيا هم په پورته دلايلو باندي بسنه ونه کړو نو غوره به وي چي په دې دريو ويرجنو ورځو کي ( د لادرکه کيدو ورځ ، د جسد د موندلو ورځ او خاورو ته د سپارلو ورځ ) د منځ هغه د تلين لپاره و ټاکو ستاسو محترمو څخه هيله کيږي چي په دې نېټه کي ټول سره همږغه سو او ټول په يوه ورځ دغه توره ورځ و لمانځو که تاسو د خپل پروګرام نېټه بدلوى او يا نور ملاحظات ولرئ زموږ سره په لاندي بريښناليک اړيکه ټينګه کړئ تر نن مازديګر پوري بايد د تلين اصلي او وروستۍ نېټه و ټاکل سي [email protected] 0093 708 110647 په زيات ادب د هلمند د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه د هلمند د اطلاعات او کلتور رياست په لندن كې دشهيد روحاني دتلين دغونډې خبرتيا دځوانيمرګ خبريال عبدالصمد روحاني دشهادت دلمړي تلين دلمانځلو په موخه دنړۍ دځينو نوروهيوادونو په څېر دكندهاردخبريالانوپه غوښتنه په لندن كې هم غونډه كېدونكې ده . له لندن ميشتوافغانانوڅخه په ډېر درنښت هيله كېږي چې په دغه غونډه كې ګډون وكړي او په خپل راتګ سره دشهيد روحاني له كورنۍ سره خواخوږي وښيي او دهغه روح ته دعا وكړي . په ياده شوې غونډه كې به دشهيد روحاني پركاري ژونداوفرهنګي هلوځلواو دنوموړي له شهادته وروسته په افغانستان كې خبريالانو ته دورپېښوستونزو او ګواښونوپه اړه خبرې كېږي . ورځ :يكشنبه دجون (7)اومه 2009 كال وخت:دماسپښين دوه نيمي بجې ترپنځو بجو پته:ماسا هوټل هارولندن – Masa Restaurant 24-26 Headstone Drive Harrow Wealdstone HA3 5QH دلانورومالوماتو لپاره په لاندينۍ شميره اوبرېښنا ليك له ميرويس افغان سره اړيكه ټينګه كړئ . 07551995962 [email protected] ستاسو د هوساينې په هيله ستاسو په مخ کې لاندې نقشه هم ږدو . - سيد شاه سقيم
بېرته شاته