(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور: ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي

[11.Jun.2009 - 20:26] د پښتونخوا په سرښار پيښور کې دپوليسو په دوؤ گاډو ځانمرگي بريد کې د٣ؤ عسکرو په گډون ٤ کسان وژل شوي او ١١ نور ژوبل دي. دغه پيښه دزيارت (پنحشنبی) په ماسخوتن دپيښور په رينگ روډدفقير اباد تاڼې دپوليسو په ساحه کې رامينځته شوې ده. دفقير اباد تاڼې يو لوړرتبه مشر ډيوه راډيو ته وويل دزيارت په ماسخوتن دچارسده روډ سره نزدې په رينگ روډ دپوليسو دوه گاډي ولاړ وؤ اؤ په سړک دتيريدونکو شکمنو گاډو او خلکو څارنه يې کوله. دغه پوليس مشر وويل په دغو گاډو لمړى يو لاسي بم وروغورځول شو او کله چې دبمي بريد خبر خور شو نو گڼ پوليس دپيښې ځايې ته راجمع شول. هغه وويل په دغه مهال بريد کوونکى په نزدې پټو کې پټ ناست وؤ اؤ چې کله يې پوليس په يو ځايې وليدل نو دهغوي مينځته يې ورمنډه کړه او ځان يې والوځولو. په دغه پيښه کې درې پوليس عسکر او يو ځايې تن وژل شوي او يوولس ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دي. دپيښور دسيمه ييزو تماسونو افسر يا ډي سي او صاحب زاده انيس ډيوه راډيو سره په خبرو کې ومنله چې دغه يو ځانمرگي بريد ؤ اؤ پکې ٨ کسان ژوبل شوي دي. خو دپيښور دپوليسو مشر عبدالغفور اپريدى وايي په پيښه کې ١٢ کسان ژوبل شوي او ١ وژل شوىدى. دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني ، دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي او داطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسين شاه ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې او پخپلو بيلا بيلو څرگندونو کې يې په پيښه کې په اوښتو زيانونو ژوره خواخوږي ښکاره کړې ده. بايد وويل شي چې ددې پيښې څخه يواځې دوه ورځې دمخه دپيښور په پي سي هوټل کې هم يو ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې ١٨ کسان وژل شوي او تر ٦� ؤ ژوبل شوي وؤ. په پيښور کې دغه وروستي ځانمرگي بريدونه په داسې حال کې رامينځته شوي دي چې پوځ دملاکنډ ډويژن څخه وروستو په نيمه قبائيلي سيمه ايف ار بنو کې دتندلارو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړي دي. په دغه عملياتو کې تر دې مهاله په لسگونو جنگيالي وژل شوي او گڼ نور ژوبل شوي دي. PESHAWAR:Unknown miscreants targeted a police party with hand-grenade followed by a suicide attack at Ring Road area here Thursday that killed four people and injuring many others, reports ARY NEWS. According to preliminary reports, unknown miscreants hurled a hand grenade at a police patrolling vehicle at Ring Road area, injuring one cop. Police has installed a security checkpoint at the attack site, it was reported. When heavy contingents of police were rushed to the scene soon after the grenade attack another powerful blast hit the security convoy, killing at least three policemen and injuring many others, it was reported. The second attack was supposed to be suicidal and killed the bomber among three policemen and injured ten others. The injured and corpses have been rushed to Lady Reading Hospital of Peshawar where emergency have already been declared. Print view- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته