(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پيښور کې د افغان فرهنګي ټولنې د خواشينۍ پيغام

[05.Apr.2006 - 07:57] افغان فرهنګي ټولنه دهیواد دستر پښتون عالم ارواښاد کبیرستوري پر مړینه خپله ژوره غمرازی ښکاره کوي، ارواښاد ستوری دپښتني نړۍ یوتکړه او روڼ انده هستۍ وه چې نه یواځې یی په سیاسي ډګر کی خپله میړانه څرګنده کړی بلکه دپښتو ادب د پیاوړتیا او دپښتنو دبیدارولو او پوهولو په لاره کی یی په بی ساری ډول هلی ځلی کړی، ارواښاد دارواپوهنې په ډګر کی په پښتو ژبه خورا ارزښتمن اثار ټولنې ته پریښي. افغان فرهنګي ټولنه یی په مړینه غمژنه او ورته دلوی خدای جل جلاله له دربار څخه دمغفرت غوښتنه کوي. اروا یی ښاده او یاد یی تل اوسه. په درنښت افغان فرهنګي ټولنه پیښور پښتونخوا-
بېرته شاته