(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جلالکوټ کې د محمد امين ملنگ جان په درنښت غونډه پيل شوه .

[16.Jun.2009 - 09:32] جلالکوټ : له جلالکوټ څخه د scprd.comخبريال نصير مومند، چې د مومند د خپرندويه ټولنې مشر هم دى څرگنده کړې، چې د محمد امين ملنگ جان په درنښت غونډه د سهار په نهه بجو پيل شوې ، چې د پرانستې وينا ورته د اطلاعاتو کلتور ر ييس اورنگ صميم وکړه . غونډه کې د ملنگ جان خواښوږو ، ليکوالو او شاعرانو د ملنگ جان هېوادني او ملي ارزښتونه په ډاگه کړل ، چې دفرهنگي خواښوږې يادونه يې روانه ده .غونډه د اطلاعاتو کلتوردرياست او ملنگ جان فرهنگي ټولنې په نوښت رابلل شوې ده . قتيل صاحب غونډې ته لاندې شعر ډالۍ کړې، چې په خپل غږ يې اورولى دى . قتيل خوږياڼى

ملنگ! قرباني شوې د وطن له نامه و ننــــگه د هېـــــواد د آزادۍ پســــې ملنــــــــگه يو آزاد پښتونستان دې ستر ارمان و دا ارمان لکه ايمان درباندې گـــــران و ته په قـــــدر باندې پـــــوه د آزادۍ وې ته مين د خپل هېواد په خپلواکۍ وې ته د سيند په غاړه تـــــږى د اوبــــو وې په دښـــتو کې د باغونو پــــه ارزو وې ته شاکي وې لــــه ستـــم د ظــــالمــــانو له "بستو" پوره کولو د "خـــانـــانـو" تا خاين او رشوت خور هميش غــندلى تا يې مخ لکه تبـــۍ دى تـــــور گڼــــــلى ترانه دې وه تېــــره لـــه هره شــــرنــــگـــه د هېـــــــــوادد آزادۍ پســــې مــــلنــــگه د وحدت او ورورولۍ پسې لــــيوالــــه د بېوزلو بـــزگــــــرانـــــو انــــډيــــوالــــه ترانه دې چې پــــرې بــــــده لگــــــېدلــــه نو لارۍ يې پــــه بــــــانـــــــــدې واړولــــه شاعر زړه دې ځوانيمرگ شو لته بند کې او ((خوږې نغمې)) دې پاتې شوې په خوند کې هغـــــــــــه زړه چـې پرې د غم د پاسه غم و د بېوزلو بدمرغي پرې لـــوى مــــاتــــــم و خپلو وينو کـــــې لــــه ظلــمــــه شټيـــــدلو شټيدلو کې لــــــه ټوپــه پـــــرېـــــوتــــلـــــو راگوزار شوې سه بابا کـــې لـــــــه گړنـگه د هــــــــېواد د آزادۍ پســــــې مـــــــــــلنگه زړه دې ودريد خو نغمې دې نه سړيـــــږي ستا خوږې نغمې خپريږي لا توديـــــــږي ستا ارزو به پوره کيږي ملنگ جـــــانــــه لر او بر سره يو کيږي مــلنگ جـــــانــــــــه ظالم ورک شو د خاين ټغر ټـــــوليـــــږي چې خاين وي دې هېواد کې نه ټينگيږي په پښتو او پښتونواله تېـــر تر ســـر وې د وطــــــــــن د آزادۍ د لارې نـــــــــــــر وې دا دښتونه به باغـــونه شـــــي گــــــــــــلونه شي ورسر به د وطن ياغــــــي سيـــندونه که کوم وختې خلاصيدو له ظالـم جنـگه د وطـــــــــن د آزادۍ پســــــــې مـــــــــلنگه د غريب ماشوم په شونډو کې غوغـــا ده د خنــــــدا په ځاى په خوله کې يې ژړا ده بدمرغـــۍ ده ورته غـــــېږه پرانســـــــتلې د سبا سـترگه تور تـــــــــــم ته راخــــــــتلې کاش ژوندون درسره کړې څه وفــــا واى چې ليـــــــــــدلـــــــې دې روا او نـاروا واى ترانې به دې واى ډکـــــــې له مســــــتۍ نه مالا مال به دې نغمې واى لـــــه خوښۍ نه پوره شوى به دا ســــــــتا د زړه ارمــــــــان و کـــــــــه لــــيدلـــــى دې زمونږ بزگر خندان و خداى به راکاندي نـــــجات لـــــه هر نهنگه د هېــــــواد د آزادۍ پســـــــــې مـــــــــــلنگه چــــــا چــــــــــــې مونږه ژړولـــي يو ژړيــږي د وطن خـــــرابــــوونـــــکي خــــــــرابيـــــــږي هر زلمى به پيـــره دار د خپــــل وطــــن وي هــــر سپـاهي به څوکيدار د خپل وطن وي چې په مونږ باندې جـــــگړه ده چـــا تپـــــلې مونـږ هغـــه تــــه هــــره لاره ده نــــــيولـــــــې چې وطــــن ته مـــــې بد گوري محوه کيږي چې ناموس د هېواد پلوري نو شــرمــــيږي زه قتيل پــــه غلــــــيم تندر د اسمـــــــان يم چې هستۍ ته مې بد گوري پرې توفان يم مونږ خـپلواک وطن ســــاتلى له پــــــــرنگه د هــــــــېواد په آزادۍ پســــې مـــــــــــــلنگه

- خلیل الله قتیل ځوی
بېرته شاته