(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحميدالله محمد شاه د نيول کيدو په اړه ...

[17.Jun.2009 - 09:46] بسم الله الرحمن الرحيم دحميدالله محمد شاه د نيول کيدو په اړه دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه ! لکه څنګه چې تاسو درانه هیوادوال په جریان کې یاست د هیواد غښتلی ، صادق او متعهد خبريال ، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلی حميدالله محمد شاه ،چې دالجزیرې خبري رسنیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، په کابل کې د روان کال دغبرګولي په څلرویشتم ( 14.06.2009 م )، د ملي امنیت د چارواکو لخواه د نا معلومو دلایلو په اساس نیول شوی ده. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د ښاغلي حميدالله محمد شاه نیول،د نړیوال ژورنالیزم ، د بیان د آزادی او په هیواد کې د نافذ شویو قوانینو په ضد عمل ګڼي. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ملي امنیت د چارواکودغه بی مسوولیته او د ډیموکرسې ضد چلند په کلکه غندي او د افغانستان اسلامي دولت او په تیره د ملي امنیت چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، دا د هیواد اصیل بچی او واقعي خدمتګار خوشی کړي،او په راتلونکې کې دې ورته پیښو مخنیوی وکړي. په درنښت د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه د ټول افغان خبر له مخی نن د افغانستان ملي امنيت د الجزيرې تلويزيون دوه ژورناليستان چې ورسره د پروډيوسرانو په دنده کار کوي خوشي کړل. حميدالله محمد شاه او قيس عظيمي ملي امنيت څوورځې وړاندې په تور نيولي و چې ګنې په کندز کې یې د امنيت په اړه ناسم رپوټ خپور کړی دی. د الجزيرې دا رپوټ چې د جمعې په ورځې خپور شوی و ټول افغان ټکی کام وڅېړه او ورته ثابته شوه چې د ملي امنيت تورونه بې بنسټه دي. مخکينی خبر: د الجزيرې په ژورناليستانو ( عظيمي او محمدشاه) د ملي امنيت تورونه بې بنسټه ښکاري د ملي امنيت او نورو امنيتي ارګانونو دا لومړی ځل نه دی چې د رسنيو د تړلو هڅه کوي. افغان دولت اوس هم د کمونستانو او جګړه مارانو تکتيکونه کاروي. د دې پر ځای چې امنيت ته پام وکړي، د بې امنيتۍ د خبرونو د خپرېدو د مخنيوي هڅه کوي. خو تر اوسه په دې هڅو کې ناکام شوي دي. د الجزيرې تلويزيون خبريالان موده مخکې طالبانو هم په کونړ کې برمته کړي او وهلي وو چې بيا وروسته یې خوشې کړل او ویې ويل چې د بل چا په ټس کې یې نيولي وو. په هغې وهلو ټکولو کې هم د بې چاره حميدالله محمد شاه سر مات شوی و. هغه ټپونه یې لا رغيدلي نه و چې د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل ملي امنيت ونیوه. په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل غاړې تل کوښښ کوي چې د خپلو تلفاتو خبرونه پټ او د خپل مخالف زيان ډې وښايي. د دې کار دپاره په جګړه کې ښکېل ټولې غاړې کوښښ کوي ژورناليستان چپ کړي. ډېری وخت دا هڅې د ژورناليستانو په ندي کولو، تښتولو او آن مرګ ژوبله هم تمامېږي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته