(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فيروز اپريدي نوې کتاب(د وطن په ګلدرو کښې چاپ شو)

[22.Jun.2009 - 22:13] د کتاب ځانګړتیاوی د کتاب نوم _______ د وطن په ګلدرو کښې د کال ٢� � ٨ او ٢� � ٩ رپورتاژونه ليکوونکی _______ فیروز اپريدي د اشاعت کال _______ مئى ٢� � ٩ء تعداد _______ ٥� � کمپوزر _______ آدم خان پروف او املا کتنه____ پروفیسر اباسين يوسفزی قيمت: _______ ١٥� روپۍ د موندلو درک: د کابل، کندهار، جلال آباد، کوئټې، پېښور او کراچۍ د کتابونو په هر لوئی دوکان کښې موندلی شي. خپروونکي: • پاک پښتو ادبي ټولنه قطر• پېښور پښتو ادبي جرګه رجسټرډ، پیښور پاکستان خلق له ځانه هم د خپل ماضي تيَرې پټوي مونږ په محفل کښې زړونه ښايو هيڅ پروا نۀ لرو (اباسين)
زمونږ بې رويه بې ريا او دروند پښتون ملګرے فېروز افريدے الله پاک د پښتو په مينه داسې مست کړے دے چې د خپل امدن کافي برخه او د خپلو صلاحيتونو پوره خزانه په ډېر اخلاص د پښتو جولۍ ته اچوي. په دغه رپورتاژونو کښې ډېر په معصوميت د خپل زړۀ وړې وړې او ګټورې خبرې په داسې سادګۍ او روانۍ بيانوي چې لوستونکے کله د چاپېرچل، کله د قيصې او کله د منظرکشۍ په مستو مستو چپو کښې ورلاهو کړي. په ظاهره عامه او معمولي خبره کښې دوه څلور جُملې دومره د کار واچوي چې غېرضروري شے هم ډېر ضروري او د کار شي. او غالباً چې دغه د ليکوال فیروز نه زيات د انسان فېروز د صداقت او قامولۍ د جذبو بُخار دے. مسافرۍ دا ښاغلے لکه د سندان کلک کړے دے او لکه د رېښمو ئې نرم کړی دی. د ژبې، خاورې او وطن د مينې نه جوړ فېروز افريدے که نثر ليکي او که شعر هم په دغه مينه، درد او څړيکو کښې انغښتے وي ځکه د اطمينان، سکون او قراري سره د پرمختګ جذبو له هم وده ورکوي. الله دې ساده او صادق ليکونکے نور هم وځلوي. مننه نېټه: ٢٥ اپرېل ٢� � ٩ء اباسين يوسفزی چيئرمین، پښتو څانګه،اسلاميه کالج پوهنتون، پیښور تړون د ښاغلي طاهر بونيري په نوم،څوک چې د پښتو ژبې او قاميو ګمنام سپاهي دے اهداء د پاک پښتو ادبي ټولنې قطر د ټولو ملګرو په نوم،چې زۀ ئې د پښتو ادب خدمت ته چمتو کړے يم زۀ د دوئ په ملګرتيا وياړ کوم فېرزو افريدي، پېښور فېرزواپريدي زما خبرې زړۀ مې غوښتل چې د خپل ژوند ليک وليکم خو په سفر کښې زما ژوند دومره مصروف دے چې د ډېر خواهش او د څو پاڼو ليکلو باوجود مې وخت پېدا نۀ کړے شو. زما طبيعت داسې دے چې د ليک لوست دپاره نۀ جوړيږي. ليکلو کښېناستل راته ډېر د مشقت کار ښکاري. او بس چې څۀ وليکم د بيا کتلو توان ئې نۀ لرم. د پاک پښتو ادبي ټولنې د ملګرو سره مې شل پنځويشت کاله د ادب په خدمتونو کښې تېر کړل، او زما ملګري ماشاء الله صاحب ديوان شول. دوه دوه درې درې کتابونه هر ملګري ليکلي او چاپ کړي دي. خو ما د خپل ناقص طبيعت له کبله د شلو پنځويشتو کالو شاعري هم په ترتيب نۀ کړے شوه. او نۀ مې پرې بيا نظر تېر کړے دے. چاپ خو لا ډېره لرې خبره ده. نثر مې ډېر ليکلے دے. په دستار مجله کښې مې يوولس دولس کالمونه په تسلسل سره چاپ دي. د ملګرو په کتابونو ګڼ شمېر سريزې او په مختلفو موضوعاتو مضامين مې هم ليکلي دي. چې که يو ځائے شي نو دوه درې د نثر کتابونه ترې جوړېدے شي. خو هغه د چا خبره، دا ليکل په راغونډوي څوک؟ بل زۀ د دې خبرې هم اعتراف کوم چې کۀ زۀ شاعري ليکم يا نثر د چاپ خوګه ئې نۀ ګڼم. ما کوشش کړے دے. چې مشاعره کښې خپل کلام هم نۀ اوروم. د ملګرو شاعرانو کلامونه اورم. د مشاعرو ترتيب او ملګري راغونډول مې ډېر خوښيږي، خو د خپلو ليکنو نه مطمئين نۀ يم. نو ځکه د چاپ کولو په حق کښې نۀ اول ووم او نۀ مې اوس ورته زړۀ کيږي. د وطن په سفر زۀ رپورتاژونه د څو کالو راسې ليکم او په خپل وېب سائټ www.destaar.com/hujra يا ويبلوګ www.afridi.destaar.com کښې ئې خوندي کوم او د نېټ يارانو ته ئې سپارم. هغوئ پرې تبصرې وکړي کله کله څوک پرې تنقيد هم وکړي، او کله کله ئې تعريف هم وشي. او زما لږ ډېر تسکين پرې وشي. ما به دغه دوه رپورتاژونه هيڅکله هم چاپ کړي نۀ وے که چرې سږ کال ما د سروزو ادبي جرګې د ملګرو شعري ټولګه "روښانه سباؤن" په خپله چاپ کړے نۀ وے. دغه کتاب لږ ډېر تحريک راکړو، بل زما يو ناليدلي ملګري د پښتو ژبې ګمنام سپاهي ښاغلي طاهر بونيري صېب راته څو کرته په ټيليفون د دغه رپورتاژونو د چاپ کولو اووئيل، حالانکې ما تر اوسه طاهر بونيري ليدلے هم نۀ دے. د کار او خدمت نه ئې خبر يم. د هغوئ دغه وېنا د يو سپېځلي پښتون بې رويا بې ريا مشوره مې خوښه کړه. او دغه رپورتاژونه ستاسو په مخکښې دي. زۀ په اخر کښې د پروفېسر اباسين صېب او د کمپوزر آدم خان شکريه ادا کوم چې د املا او پروف ريډينګ په معاملو کښې ئې زما مرسته وکړه. او زۀ ئې د دې کتاب مالک او خالق وګرځولم. په ډېره پښتنه مينه فېروز اپريدي پېښور

د کتاب د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ

De Watan Pa Guldaro Ki Writer: Feroz Afridy, Peroz Apridi - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته