(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاپ موسيقۍ بادشاه مائيکل جيکسن مړ شوى دى

[26.Jun.2009 - 18:55] ډیوه 26/06/2009 د پاپ موسيقۍ نامتو ستورى مائيکل جيکسن دزيارت په ماسپښين دزړۀ ددورې له امله مړ شوى دى. دجيکسن دمړينې له امله په ټوله نړۍ کې دهغه په لکونو مينه وال دسخت خفگان او خواشينۍ سره مخ دي. مطبوعاتي راپورونه وايي په ٥� کلن مائيکل جيکسن دزيارت په ماسپښين دزړۀ دوره راغله چې له دې وروستو هغه دکيلي فورنيا روغتون ته په بيړنۍ توگه ورسول شو خو هغه دغلته ساه ورکړه. دهغه دمړينې تراوسه په باقاعده توگه سرکاري اعلان نۀ دى شوى. دموسيقۍ ددنيا بې تاجه بادشاه مائيکل جيکسن په ٢٩ اگست ١٩٥٨ء کې دامريکا په انډيانا رياست کې زيږيدلى ؤ هغه د١١ؤ کالو په عمر کې دخپلو٤ؤ وروڼو سره په گډه دجيکسن پينځه په هنري ډله کې کار پيل کړى ؤ. او په کال ١٩٧� ء کې ځانله گانې ويل پيل کړل ، چې دغه شان هغه په ټوله نړۍ کې ځانله يو نوم پيدا کړو او زيات بريالى وگرځيدو. په کال ١٩٧٩ء کې يې د اف دي وال په نوم يو البم مخې ته راغلى چې دموسيقۍ مينه والو زيات خوښ کړو او ددغه البم يو کروړ او لس لکه کاپيانې خرڅ شوې. مائيکل جيکسن له دې وروستو نۀ يواځې په امريکا بلکې ټوله نړۍ کې ځانله يو نوم پيدا کړو. په ١٩٨٢ کې دهغه دالبم تهريلر زيات شهرت وموندلو او له دې وروستو هغه ته دپاپ پاچا يا کنگ اف دي پاپ خطاب ورکړل شو. دمائيکل جيکسن غږ به نۀ يواځې دپاپ موسيقۍ اوريدونکي په گډا مجبورول بلکې دهغه رقص به هغه ليدونکي پخپل جادو کې گيرول او هغوي ته به يې يوه عجيبه خوشحالي بخښله. هغه پخپل ژوند کې دوه ودونه کړي وؤ خو دواړه ناکامه ثابت شول. مائيکل جيکسن دتيرې څه مودې څخه ديو لړ لانجو سره هم مخ وؤ او په مالي ستونزو کې هم راگير وؤ. هغه اراده لرله دسږ کاله تر اخره لندن کې دشوبز نړۍ ته دکنسرټ له لارې يو ځل بيا راشي چې ددغه کنسرټ ټکټونه په مياشتو مياشتو وړاندې په چټکتيا سره خرڅ شوي وؤ. بل لوري ته دمائيکل جيکسن په مرگ دهغه دکورنۍ خلکو، نزدې ملگرو، دنړۍ مهمو شخصياتو اومينه والو دهغه دمړينې له امله دسخت خفگان او خواشينۍ څرگندونه کړې ده. دمائيکل جيکسن مشر ورور جرمين جيکسن دکيلي فورنيا په ميډيکل سنټر کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل په دې ويلو ورته زيات تکليف رسيږي چې دهغه ورور اوس په دې نړۍ کې نشته. هغه خپل ورور مائيکل جيکسن ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې - د پښتونخا خبریال
بېرته شاته