(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړسیند مشاعری خبرتیا

[01.Jul.2009 - 23:52] په جرمنی کې د کونړ د ځوانانو دکلتوری ټولنی لخوا د روان 2009 عیسوی کال د اګست د میاشتی په لمړۍ نېټه د کونړ سیند د « مشاعری » د جوړیدو تابیا شویده . د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه پدې وسیله ښاغلو ادیبانو، د پښتو ادب مینه والو او پتمنو هیوادوالو ته خبر ورکوی چې پدغه اړوند خپل رغنده نظرونه او وړاندیزونه ځمونږ څخه ونه سپموی ، پاتی دی نه وی چې د کونړ سیند « مشاعری » بنسټ د کونړ د ځوانانود کلتوری ټولنی ( کولن ) په نوښت په 2008 ع کال کې ایښودل شوی وو چې دغه لړ هر کال په المان کی د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی او کونړ کې د میشتو فرهنګیانو لخوا لمانځل کیږی . په درناوی د کونړ د ځوانانو د کلتوری ټولنه کولن ـ جرمنی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته