(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فضل الله نزدې ملگرى ابوجندل وژل شوى

[06.Jul.2009 - 04:44] ډیوه 05/07/2009 د سوات په سيمه کې دپوځي عملياتو له امله ژوبل شوى طالب کمانډر احسان علي چې په ابو جندل يې شهرت لرلود ټپونو دتاوان نۀ راوړلو له امله مړ شوى دى. پاکستان پوځ د ابوجندل مرگ په اړه څه نه دې ویلي. ابو جندل دسوات دطالبانو دغورځنگ دمشر مولوي فضل الله دنزدې ملگرو څخه شميرل کيدو او لس ورځې وړاندې دسوات په قمبر سيمه کې د پوځي عملياتو له امله ژوبل شوى ؤ. راپورونه وايي له ژوبل کيدو څخه وروستو نوموړى دخپلې کورنۍ غړو دسيدو شريف اسلام پورې سيمې ته وړلى ؤ. نوموړى دمينگورې دقمبر سيمې اوسيدونکى ؤ او مرزاخيل خاندان سره يې تعلق لرلو. هغه دکال ٢� � ١ء څخه په افغانستان او وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو پر ضد جنگيدلو. داسې راپورونه هم شته چې ابو جندل دمولوي فضل الله ترڅنگ دبيت الله محسود سره هم کلکې اړيکې لرلې او په سوات کې دطالبانو دراپورته کيدو څخه وروستو ابوجندل دبيت الله محسود په وينا سوات ته ليږدول شوى ؤ. طالبانو ته نزدې سرچينو ويلي دي ابوجندل دسرکاري مامورينو دحلالولو، دمخالفينو دکورونو سوځولو او دبمونو جوړولو ماهر ؤ. بايد وويل شي په سوات کې دمئ دمياشتې څخه دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ پوځي عملياتو کې ابوجندل تر ټولو لوړپوړى طالب مشر دى چې وژل شوى. له دې وړاندې په دغو عملياتو کې دمولانا فضل الله دمرستيال شاه دوران دوژل کيدو ادعا هم شوې وه خو پوځ ددغې ادعا پخلى نۀ دى کړى. همدغه رنگ په تيرو ورځو کې پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې دسوات په عملياتو کې طالب مشر مولانا فضل الله هم سخت ژوبل شوى دى خو دخپلې ادعا دريښتونولۍ په توگه حکومت هيڅ ثبوت نۀ دى وړاندې کړى. بلخوا د شمالي وزيرستان ايجنسۍ په ديگان او محمد خيل سيمو کې دجيټ الوتکو په بمبارۍ کې درې طالبان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي. پاکستان پوځ د عملیاتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی. سرچينې وايي امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد ځمکني او هوايي عمليات دوامدار ساتلي دي. دپاکستان پوځ څو کرته سپيناوى کړى چې په وزيرستان کې دطالبانو په ضد کوم پوځي عمليات نۀ کيږي. اوړمه ورځ هم دالوتکو له لارې په سيمه کې خلکو ته رقعې غورځول شوې وې چې پوځ دلته عمليات نۀ کوي او دغه رقم گنگوسې يواځې دبې ثباتۍ او تاؤتريخوالي لپاره دځينو شرخوښو لخواخورولى شي. خو پاکستاني او نړيواله ميډيا روزانه دغه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په نښتو کې دمرگ ژوبلې په هکله راپورونه ورکوي. په شمالي وزيرستان کې تيره اوونۍ ځايې تندروه کمانډرانو حافظ گل بهادر او صديق نور وروسته له هغې حکومت سره يونيم کال دمخه دترسره شوي امن تړون دماتولو اعلان وکړو چې پوځ دغلته وچه بي بي سيمه کې دتندلارو په سنگرونو دهوا څخه گولۍ وورولې. خو حکومت ويلي وؤ چې دغه لوظنامه دحافظ گل بهادر يا صديق نور سره نۀ بلکې داتمانزو قبيلې سره ترسره شوې ده. همدغه راز په مومند ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات کړي دي چې پکې ددوؤ تندروه کمانډرانو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي بل لوري ته دکرمې ايجنسۍ په بالش خيل سيمه کې متحاربو ډلو دپوليټيکل انتظاميې په موجودگۍ کې ديو بل سره په نښتو کې دوژل شوؤ اتوؤ کسانو مړي خپلو خپلوانو ته سپارلي دي. بايد وويل شي په کرمه ايجنسۍ کې ددواړو وسله والو ډلو ترمينځ ډزبندي شوې ده او ددغه ډزبندۍ څخه راپديخوا يو لوري هم مقاومت نۀ دى ښودلى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته