(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لندن کی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له اړخه دشوی غونډی پریګړه لیک

[21.Jul.2009 - 15:06] پرون په ۲۰ جولای ۲۰۰۹ نیټه په لندن کی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیوری لاندی د برتانیی په پلازمینه لندن کې د لرو او برو افغانانو یوه پرتمینه غونډه د پښتونخوا میپ د برتانیی د مشر فلک نیاز خان یوسفزﺉ په مشرﺉ کې وشوه . د لر او بر افغان په سلګونو پوهانو، د سیاسي ګوندونو او فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو غونډی ته ښکلا او درناوی وبخښلو. فایق خان یوسفزﺉ د کوربه دنده تر سره کړه. دغونډی ګډونوالو لاندینې پریکړه لیک په یو آواز منظور کړلو. ۱. د پښتون افغان خاوره باندی د ترهګرۍ ، بنیادګرۍ او فرقه پرستۍ اډی او عملیات دی سمدلاسه ودرول شي. ۲. په سوات، دیر، بونیر، باجوړ، کرمه، وزیرستان، خیبر، بنو، ډیره اسماعیل خان او نورو سیمو کې دی د اورپکو په ضد ریښتینې، چټک او مشخص عملیات وکړل شي. ۳. په ګران او تاریخي افغانستان کې د پنجابي استعمارګرانو ، او نورو ارتجاعي قوتونو لاس وهنه بنده کړل شي. ۴. د پښتون افغان وطن څخه دی د القاعدی په شمول ټول ترهګر سازمانونه سمدلاسه وویستل شي. ۵. په کراچۍ او د پاکستان په نورو ښارونو کې دی پښتنو ته د سر او مال د ساتنی ضمانت ورکړل شي او د فاشسټ ،ترهګر تنظیم متحده قومي مومنټ خلاف د ۱۲ مﺉ ۲۰۰۷ کال کې د بیګناه پښتنو د قتل عام مقدمه درج کړل شي. ۶. په میلنونوهغه پښتانه چې په خپل وطن کې بیکوره شوي دي هغوي دی په درناوي سره په ځاﺉ کړل شي او تاوانونه دی ورته ورکړل شي. ۷. د چتراله تربولانه د اټک او میانوالي په ګډون د پښتونخوا، پښتونستان، یا افغانیه په نوم یوه خپلواکه صوبه د پښتنو انساني، قراني او قانوني حق دی دا دی په فوري توګه تسلیم کړل شي. ۸. د قبایلي سیمو/مینځنی پښتونخوا اوسنۍ خپلواکه حیثیت دی بحال وساتلی شي او قبایلی ورورڼو خویندو ته دی د بالغو رایو ورکولو په بنیاد د جوړو شوو خپلواکه سیاسي ادارو د واک په مټ د ټولنیزه بدلون حق ورکړل شي. ۹. د پاکستان په بهرنی او دننی تګلاره کې دی پښتون اولس ته برابر ونډه ورکړل شي. ۱۰. دا جرګه په آزاد افغانستان کې د پرمختګ د روانی سیاسي او بیا رغوڼی د روانی پروسی کلک ملاتړ کوي. قاسم خان او سپین تڼې د وطن په ترانه ویلود ګډونوالو نه ډیر داد واخیستلو. په پایی کې جرګه د ارواښاد شیرعلی باچا په نوم ډالی کړل شوه او د هغه په دعا پایی ته ورسیدله. فایق خان یوسفزي دعا ولوستله او ګډونوالو پری آمین وویلو. ای طاقته ای قدرته ای قادر په هر صورته ای رحمانه ای رحیمه ای جباره ای کریمه د چترال نه تر بولانه له مشهده تر واخانه روهیله افغان ګله که یو یی خله یو یی جرګه که هر افغان ورسره یار که دوی د خپل وطن مختار که جګه جګه یی شمله که زوړ غرور یی رابیدار که ولولی ور حواله که چې اغیار باندی یلغار که ننګیالي ورسره مله که احمدشاه ورله سردار که پښتو ژبه هر رنګه که یویو ټکې یی شاندار که په هر رنګ یی کامله که علم وفن یی په شا بار که د باچا بیت کشماله که قصیده د خپل دیار که ای طاقته ای قدرته ای قادر په هر صورته ای رحمانه ای رحیمه ای جباره ای کریمه لږ زمونږ په حق بدل شه د مظلومو سره مل شه غواړو ستا له برکته ښه ژوندون ډک له عزته که شو خلاص له غلیمانو مونږ به سیال شود سیالانو - فایق خان یوسفزﺉ
بېرته شاته