(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کې به سکولونه په لومړي اگست پرانستل کيږي

[25.Jul.2009 - 14:42] ډیوه۲۵/۷/۲۰۰۹: د پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې سوات کې به دراتلونکې اګست د مياشتی دلومړۍ نيټې څخه سکولونه پرانستلى شي. د تعليم صوبایي وزير سردار حسين باباک يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل حکومت دهاغو زده کوونکو لپاره چې سيمه کې يې دياغيتوب له امله سکولونه تباه شوي يا زيانمن شوي بشپړ انتظام کړى دى. هغه وويل دماشومانو لپاره دخيمه سکولونو دجوړولو انتظام شوى دى چې دې سره به نۀ يواځې ددغه ماشومانو دزده کړې لړۍ دوامداره وساتل شي بلکې دجګړې له امله ړنګ شوي سکولونه به ورسره هم په بيړنيو بنيادونو جوړ کړل شي. ښاغلي بابک زياته کړه: په سوات سيمه کې دپوځ او طالبانو ترمينځ دجگړې له امله تباه شوؤ سکولونو باندې به ٨ بیلينه روپۍ خرڅ راشي. بايد وويل شي په سوات او ملاکنډ کې داپريل په مياشت کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو دپيل کولو څخه څو ورځې وړاندې ټول شخصي او سرکاري سکولونه تړل شوي وؤ. له دې وړاندې طالبانو دسيمې خلکو ته گواښ کړى ؤ چې خپلې ماشومانې سکولونو ته ونۀ ليږدوي او کۀ دغسې وکړي نو ټول مسؤليت به يې دموروپلار په سر وي. له دې وړاندې طالبانو په ملاکنډ او ځانگړې توگه سوات کې دجينکو او هلاکونو گڼ شمير سکولونه په چاؤديدونکي موادو الوځولي وؤ او ادعا يې کړې وه چې سکولونه له دې امله ړنگوي چې پوځ يې دخپلو پوستو په توگه کاروي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته