(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولانا صوفي محمد ونيول شو، جمال الدين حکمتيار پېښور کې سياسي فعاليت پيل

[27.Jul.2009 - 10:33] د پښتونخواایالت داطلاعاتو سوبايی وزير ميا افتخار حسين ويلي دي چی دغيرقانوني مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد نيول شوى دى. ميا افتخار حسين وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي له پلټنو څخه وروسته به په مولانا صوفي محمد مقدمه چلولى شي. ميا افتخار وويل حکومت به چاته هم اجازه ورنۀ کړي چې دصوبې امن وامان خراب کړي. سوبايي وزير وويل دصوفي محمد لخوا دپاکستان جمهوري نظام ته دکفر نظام ويلو سره دطالبانو حوصلې سيوا شوي دي. ميا افتخار په ډاگه کړه چې مولانا صوفي محمد به عملاً دطالبانو پشي شا مرسته کوله. دسرچينو وينا ده دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي دپيښور څخه نيول شوى دى. سرچينې وايي امنيتي ځواکونو په پيښور کې دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر صوفي محمد ، دهغه ددوه ځامنو او يو تندلاري کمانډر نديم سره نيولى دى. له دې وړاندې دتحريک نفاذ شريعت محمدي وياند امير عزت خان هم پوځ په ملاکنډ کې دنامالوم ځای څخه نيولى ؤ او وروستو هغه پيښور ته دراوستلو په مهال په لاره کې دتندلارو په يو بريد کې وژل شوى ؤ. بل خواپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي پاکستان دطالبانو مشر ملا عمر او افغاني طالبانو ته پناه نۀ ورکوي. سنډى ټائمز سره په يوه مرکه کې دبهرنيو چارو وزير وويل مونږ به دهاغو ټولو عناصرو په ضد جګړه کوؤ څوک چې حکومتي واکداري چيلنج کوي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت به چاته هم اجازه ورنۀ کړي چې دپاکستان خاوره دنړۍ دکومې برخې په ضد هم دترهه ګريزونو پلانونو جوړولو لپاره وکاروي. قريشي زياته کړه دښو او بدو ترهه ګرو ترمينځ فرق نۀ شي کيدلى او دغه ټول پاکستان بې ثباته کول غواړي. هغه وويل دطالبانو په ضد عملياتو لپاره په پولو غوره پوځي مرسته ضروري ده. همدا راز د حکمتيار زوى په پېښورکې سياسي فعاليت پيل کړد پژواک خبری اژانس د خبر له مخی د افغانستان ددولت د مخالفې وسلوالې ډلې حزب اسلامي د مشر انجنير حکمتيار زوى جمال الدين حکمتيار د پاکستان په پېښور ښار کې سياسي فعاليت پيل کړى دى . د ډیوی د راپور له مخی د پاکستان پوځ په بره دير سيمه کې ٢٣ جنگيالي وژلي او په سيمه کې قامي لښکر هم د٣ؤ طالبانو دوژنې ادعا کړې ده. په باجوړ کې ديوې چاؤدنې له امله دوه پوځیان وژل شوي دي. په دير کې د پوځ د مطبوعاتي څانگې له مخې امنيتي ځواکونو دبره دير په ډوگره او غازي سيمو کې دطالبانو پټ ځائيونه په نخښه کړي دي او په عملياتو کې د٢٣ جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي دي. اوس مهال امنيتي ځواکونه په ملاکنډ او سياحتي سيمه سوات کې دطالبانو په ضد دلټونې او پاکونې عمليات کوي. پاکستان سږ کال داپريل په مياشت کې دامريکا په فشار په سوات کې دهاغو طالبانو په ضد عمليات پيل کړي وؤ چې نزدې ضلعې بونير ته اوړيدلي وؤ او بهرنۍ ميډيا راپورونه ورکړل چې اوس دغه تندلاري غواړي په اسلام اباد قبضه وکړي. دپوځ لخوا په دتندلارو په ضد دغه عملياتو کې دهغوي گڼې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي. سرچينې وايي دتندلارو په ضد قامي لښکر هم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او دلښکر غړو د٣ؤ طالبانو دوژنې او دهغوي دروزنيز مرکز دله مينځه وړلو ادعا کړې ده. دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په سوات کې دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وړاندې دپاکستان دحکومت لخوا طالبانو سره په تړون سخت ټکونه کړي وؤ او ويلي يې وؤ پاکستان په دغسې کولو سره خپلې سيمې طالبانو ته سپارلي دي. همدغه راز دکوز دير په ميدان تحصيل کې دتندلارو په ضد دپوځ لخوا دلټونې عمليات هم دوام لري او په جندول بازار کې دنامعلومو کسانو په ډزو دوه تنه وژل شوي دي. بل لوري ته دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې دقمبر سيمې يو تندلارى کمانډر معاذ يې وژلى او ٩ نور تندلاري يې نيولي دي. همدغه راز دپوځ وينا ده دتندلارو گڼ شمير ځالې يې هم له مينځه وړي دي. دپوځ له مخې په باجوړ کې ديوې قلعه سره نزدې په چاؤدنه کې دوه پوځيان هم وژل شوي دي. پاکستان وايي داپريل څخه تراوسه يې له ١٨� � ؤ څخه زيات طالبان وژلي ١٦٦ پوځيان دنښتو په مهال وژل شوي دي خو په ازاده توگه ددغه شميرې پخلى ناممکن دى. اخوا دسوات په سرښار مينگوره کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پوځي بريگيډئير طاهر حميد رانا ويلي دي چی په سوات کې به دوروستي ترهه گر موجوديت پورې پوځي عمليات دوام ولري. دهغه وينا وه دلټونې دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو په لويې مقدار کې وسله، چاؤديدونکي مواد او دسکولونو او بانکونو څخه غلا شوى سامان ترلاسه کړى دى. دهغه په وينا دغه سامان تندلارو دعملياتو څخه وړاندې پټ کړى ؤ. همدغه راز امنيتي ځواکونو دځانمرگيو بريدونو لپاره تيار کړي ١٤ گاډي هم لاس ته راوړي دي. پوځي مشر وويل په سرښار مينگوره کې حالات عادي ډگر ته راگرځيدلي دي بلخوا د وحدت د خبر له مخی په سوات کی د ځان مرګو بریدونو روزل شوی نهه کسان چی د پوځ له خوا نیول شوی ؤ میډیا ته وښودل شول. Sources:Deewa,Wahdat,Pajwak- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته