دستر پاچا خان دسولی او عدم تشدد دسیاست دلاری لارویانو !
د لر و بر او په سیمه کی د میشتو پښتنو ،افغانانواو بلوڅو ورونوقومونو !
د ستر انقلابی شاعر ،ادیب ،سیاست پوه« اجمل خټک»د درنی کورنۍ غړو!
دنیشنل عوامی پارټۍ مشرمحترم اسفندیار «ولی »او دمرحوم خټک صاحب دګوندی اوشاعرانه ژوند ملګرو او داجمل صاحب د هر اړخیز انقلابی ،انګار او سری سکروټی داغ سنګر مینه والو په وړاندی خپل د خوا خوږۍ ژور تأثرات او غمشریکی وړاندی کوو . راشۍ په شریکه د دُعاءلاسونه پورته کړو، چی اجمل صاحب دی خدای ابدی غرق رحمت
لری ،درنی کورنۍ ته دی پاک پروردګار اجر عظیم او صبر جمیل نصیب او په راتلونکی کی دی خدای د غم او درد څخه وساتی« امین» اومونږ ټولو ته دی الله ( ج )اتفاق او ددی مقدس اولسی او وطنی ارمان اورسالت درک او همت راکړی چی داجمل صاحب دداغ
سنګر ارزو ګانی یوه یوه پوره،او د ازادۍناوی په خپل کورکړو تر څو په سیالانو کی شمیر او پری نه ږدو چی د« اجمل » هر اړخیز انقلابی داغ ژوند انګار او سکروټی ایری ونیسی!
چی غليم می ژبه پری کړلـه اوږده شـوه
چی اوږده شوه هومره لا پسی تيره شـوه
اوس که نر يي نوغوږونه دی خپل پریکړه
چـی زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه
« اجمل خټک »
د ډاکټر سید شیر اقا حرکت
او دکورنۍ د لویو وړو له خوا
اجمل خټک يوه نه جبرانيدونکي ضايعه ده، کلونه پکار دي چې په پښتنو کې يو بل اجمل خټک پيدا شي، اجمل خټک يو ميړنی او زړور ليکوال وو، چې په ډيره ښکلې ژبه يی حقايق منعکسول، د (دا زه پاګل ووم) په کتاب کې هغه په ډيره ساده او خورا ښايسته شکل د خپل زندان بدبختۍ بيان کړي دي، او همدا راز نور مثالونه يي د هغه په تل پاتي کتابونو کې.
د ختيځ بيا رغونې موسسې (کور) په استازيتوب د پښتو د نوميالي مبارز او غښتلی، شاعراوليکوال، سترسياسې اوفرهنګي شخصيت، اجمل خټک د مړينې له کبله خپله ژوره خواشيني څرګندوم، او د الله تعالی له پراخ دربار څخه ورته د فردوس جنت د نصيب کيدلو دعا کوم. ان لله و ان اليه راجعون
ډاکټر محمد فريد بزګر
د ختيځ بيا رغونې موسسې (کور) اجراييوي رييس
ــــــــــــــــــــــــ
The sad demise of Great pashtun nationalist and poet Ajmal Khattak
Dear brothers and sister of pashtun community and members of APPA sydney Australia. we sadly inform you that the great pashtoon nationalist and poet Ajmal khattak has died at the age of 85 in Nowsherea pakistan. ( ina lilahi Wa ina ilehi rajeghoon ). We pray for his noble soul and and offer our condolence to his immediate family specially his son and our brother Eimal Khattak.
With out any doubt the death of Ajmal khattak saib is a great loss for whole pashtoon of Lar aw Bar. APPA shears the grief of Khattak family and praying for the noble soul be rested in paradise, may Allah grant sabir to the family of khattak saib Ameen.
Nangyal
Founder APPA
ــــــــــــــــــــــــ
دکونړ د ځوانانودکولتوری ټولنی د خواشینۍ پیغام
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د منلی پښتون سياستمدار،اديب،شاعر او ژورنالست اجمل خټک په مړینه دژوری خواشینۍ څرګندونه کوی.
ارواښاد اجمل خټک بابا، پښتون ولس ته د ژوند په هر ډګر کی دقدر وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړي دي چی پښتون/افغان ولس به يی تل یاد ساتی.
ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ، پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنود ښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي .
اجمل خټك دډير پخوانه د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خو دافغانانو اوپه ځانگړې توگه پښتنولپاره ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب اوسياسي منلي شخصيت اودرانه مېلمه په توگه پاته شو .
اجمل خټک دخپل اوږد، اندرګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره بياهم دخپل اولس درواحقوقو ، دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل شوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى .
هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي .
ارواښاداجمل خټک هر کال دپښتونستان دجشن په مراسموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپښتنو اوبلوڅود جشن د هغو مراسمو مالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه انداز کي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو او بلوڅو ترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه دفاع ته متوجه کول او تل به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواو بلوڅو ددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP جنرال سیکرټری ښاغلی هدایت الله خان بنګش له ترکی څخه په خپل یو رالییږی پیغام کی د خپل منلی مشر پښتون سياستوال،اديب،شاعر او جرنلسټ اجمل خټک په مړینه د زړه له تله د خفګان څرګندونه کړی ده.
ښاغلی بنګښ دارواښاد اجمل خټک بابا مړینه ټولو پښتنو ته ستر او نه جبران کیدونکی زیان بللی دی او د ارواښاد خټک بابا دکورنۍ ،دوستانو، اوسیاسی ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي
روح یی ښاد وی.
هدایت الله خان بنګش
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPدجنرال سیکرټری
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ١٨/١١/١٣٨٨ - ٧/٢/٢٠١٠
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله انا اليه راجعون
ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي.
خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.
روح دي ښاد وي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
ــــــــــــــــــ
د خواشينۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره مو د خبري رسنيو له لارې څو شېبې وړاندې خبر تر لاسه کړ چې پښتون سياستوال، ليکوال، شاعر ،اديب او د پښتنو د يووالي او خپلواکۍ د لارې ستر مبارز ښاغلي اجمل خټک له دې پاتې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، انالله و انا اليه رجعون.
د خداې بښلي اجمل خټک مړينه په اوسنيو حالاتو کې، چې پښتون قام د لوى کړکېچ او ازمون سره مخامخ دى لويه تشه ده، دده ځاى به هيڅوک ډک نه کړي.
زه په دې لوى او ستر ماتم کې د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو، نشنل عوامي پارټۍ او لرو اوبرو پښتنو سره ځان شريک ګنم. ټول پښتون قام ته تسليت او ارواښاد ته د رب العلمين څخه د فردوس جنت غواړم. امين يا رب العلمين.
محمدنادر سرشار
اوسلو - ناروې
ـــــــــــــــــــــــــــ
د خواشينۍ پيغام
د پښتو ژبي لوى شاعر، ليكوال، اديب او پښتون سياستوال او ملپال، د باچاخان د كاروان ملګرى، د خان عبدالولي خان د تود سنګر يار، د پښتنو په غم غمجن، د لسګونو كتابونو او سلګونو مقالو ليكوال چي خپل ټول عمر يې د خپل پښتون اولس او ژبي د چوپړ لپاره د جېل د تورو تمبو شاته تېر كړ، هغه اجمل خټګ هغه لوى انسان چي د خپل ژوند ارمان د لوى افغانستان جوړل يې له ځانه سره تورو خاورو ته يووړ.
موږ د ده مرګ يوه ستره ضايع بولو او د ده مرګ يوه نه جبرانېدونكې پېښه ګڼو، خو بيا هم د ده مرګ په دې وجه تشه نه بولو چي كه موږ د ده په خبرو عمل وكړو او د ده په قدم قدم كښېږدو، خداى پاك دي يې جنت فردوس ورنصيب كړي او وروسته پاته كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو.