(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډيورند لاين يوه خيالي کرښه ده

لیک: غلام محمد زرمل وال احمدشاه ابدالي جرګه اعلاميه د نوامبر د مياشتې پر ١٢ نيټه د "ډيورند لاين" د خيالي کرښې يو سل اولسم تلين دى. د ګرد افغان ملت تر څنګ له هيواد څخه بهر مېشته افغان سياسي خوځښتونه اوټولنې، د مظاهرو اواعتراضونو په ترڅ کې،تصمميم لري له خپل وجود څخه د دې ظالمانه چړې د لري کولو لپاره مخامخ ګامونه پورته کاندي. د دې اقدام لومړى ګام په امريکا کې د يو شمير مشرو افغانانو له خوا پيل شوى او له دوه اونيوڅخه زياته موده کېږي چې په دې اړه د مطبوعاتو اومخامخ ليدنوله لارې د بهر ميشتو افغان هيوادوالو پر راټولولو او پر مسايلو د ځان پوهولو لړۍ په خورا شدت سره روانه ده. لهه پرګرام سره سم به د راتلونکي ٢٠١١ کال د فبرورۍ په مياشت کې به له اروپا، امريکا او د نړۍ په ګوټ ګوټ ميشته افغانان په لندن کې راټوليږي او د مظاهرو اونورو سولييزو وسيلو څخه د ګټې اخستلو په ترڅ د افغان ملت د مشروع حقوق د غوښتنې لپاره مخام اقدام کوي. واقعيت دا دى چې: • "ډيورند لاين" يوه خيالي کرښه ده، نه فزيکي اونه مشروعي (ډيفکټو او ډيجور) موجوديت لري. • "ډيورند لاين" د برتانوي هند او افغان سلطنت تر منځ د نفوذ د ساحې يو پوهاوى و. • له هند څخه د وتلو پر موکه بايد د افغانانو خاوره افغان ملت ته سپارل شوې واى. • د "ډيورند لاين" پوهاوي سل کلن اتبار په ١٩٩٣ کې سر ته رسيدلى دى. احمد شاه ابدالي جرګه پر دې ګروهه ده چې ترڅو دې افغان ملت پر وجود اېښوول شوي دې ناسو زخم ته د پاى ټکى کېنښودل شي،تر هغه پورې به نه د افغانانو د وژلو بهير پاى ومومي او نه به په سيمه کې سوله منځته راشي. نو احمدشاه ابدالي جرګه به، پر لوى رب توکل، له خپلو ټولو امکاناتو سره د خپل ننګيالي ملت د ټولوحقه حقوقو د تر لاس ته راوړلو په لار کې د افغان مشرانو د وروستني نوښت تر څنګ ولاړه اوپه بشپړه توګه به د راتلونکو اعتراضونو اومظاهرو ملاتړ کوي. ان شا الله تعالى يا ربه توفيق! - بېرته شاته