(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د «النجم» د قلمي جريدې د ادبي فعاليتونو يوه بيلګه

دسمیع الدین افغاني لیکنه ١٩ - ١١ - ٠ ٢٠١ درنو لوستونکو! د هډې نجم المدارس د ننګرهار ولايت پـه جنوب کـــې د نجم الدين اخــــونزاده د زيارت تر څنګ موقعت لري ٠دا مدرسه دوخت دوو مشهورومدرسو څخه´وه چې ډيرديني علما ترې فارغ شوي دي او د نجم الدين اخونزاده چې په هډه مشهور وه په نوم يا ده شوې ده ٠ په کال ( ۱۳۲۸ هجری ش) کــی مولانـــا محمد سعید «سعید افغاني » فعال، مخکښ ، اجتماعی شخصیت اودینی عالم،ددی دارالعلوم يانجم المدارس په مدرسه کې دمديرپه حيث وگمارل شو ٠ سعيد افغاني ددې مدرسې د مدريت تر څنګ پــه علمي ، دینی، سیاسی او فرهنګي برخو کی د خلکو د اذهانودروښانولوپه مقصد ډيرې هلې ځلې کړي دي چې د«النجم »دقلمي اونيزه ديوالي پاڼه ياجريده دهغه وخت د امکاناتو او محدودیتونـــه سره سره د يادولو وړ ده ٠ ددې جريدې چلونکی مولانا محمد سعید«سعید افغاني» د نجم المدار س مدير او مرستيال يې په هغه وخت کې د دولسم ټولګې ممتاز او با استعداده شاګردچې دښکلي املا ، انشئا او حسن خط خاوند وه ښاغلی حضرت خــــان و چې د جريدې د تخنيکــــي جــوړښت تر څنګ د مضامينو د انتخاب او ليکلولو کار ېې د مــولانا سعید افغاني تـــر مديريت او رهنمايي لاندې پر مخ بيوه٠ دا جريده دډيزاين او محتوا له نقطه نظره ډیره پــه زړه پورې وه او د شاګردانو ، استادانو او نورو مينه والو د پوره پاملرنې او تو جه وړ ګرځيدلې وه ٠ غواړم دبيلګې په توګه دښاغلي صدیق الله د« مبارک شه »تر سر ليک يوښکلی شعرچې د« النجم» د جريدې په څلورمه ګنه کې په ١٣٣٧ ه ش کال دعقرب په ٢١ نيټه چې د دغه جريدې يا اونيزې فرهنګي لاسته راوړنو په اړه يې ليکلی او نشر ته سپارل شوی وه ستاسو پام راوګرزوم٠ مبارک شه دغــــه عــــزم او دا کــــار شــه مبارک د« النجم » دا اخبــار شــــه مبــــارک چې غفلت ځينې راويښ قام او ټبرکا دا خــــدمت او داکـــردار شه مبارک چې غرض ېې داسلام لاره ښودل وي يـــو قــــدم پدغــــه لار شه مبارک د افکارو د روزنې درس به راکړي هر يو درس يې په بار بار شه مبارک پــــرګنو ته بـــه د علم رڼــــا ورکړي دا رڼــــا او دا انــــوار شه مبـــارک د ادب او اجتماع لار کــې قدم دی دا اقــــدام او دا رفتار شه مبادک سعادت چې دخپل قام اوطن غواړي د« سعيد » دغــــه افکار شه مبارک د« صدیق » دعاقبوله کړې ای خدايه دغه سوال ستا په دربار شه مبارک ------------------------------------ چهارشنبه د ۱۳۳۷ ه ش کال دلړم ٢١ نيټه دهډې نجم المدارس - بېرته شاته