(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شعرونو بازار

لیک : عبدالهادی حیران ټولونه او رالیږنه : سرتور یوه ورځ د ورځپاڼې وحدت په زاړه دفتر (خیبر بازار) کې ناست وو، میا صیب فاروق فراق و، حنیف خلیل و، د کراچۍ نه ریاض تسنیم راغلی و او ولي خان سرحدي (اوس خو سرحد نوم بدل شو چې اوس به یې څه تخلص وي؟) و. د هرکله په څیر میا صیب د سرحدي نه پوښتنه وکړه چې د شعرونو کتاب به دې کله چاپ کیږي. سرحدي صیب ورته د کتاب کیسه پیل کړه. د هغه کیسه به داسې وه چې پښتون قام د غرقیدو په لور روان دی خو زما شعرونه به یې بچ کوي. نورې به یې هم پکې ډیرې وویلې. خو په اخر کې یې څو لکه روپۍ یادې کړې چې یو سړی یې راکوي او وايي چې دا کتاب راباندې خرڅ کړه مګر زه ورته وایم چې یو بیت یې هم په یو لک روپۍ نه خرڅوم. ریاض تسنیم ورته ورو مخ ورواړاوه، ویل هلکه په پیښور کې لکه چې د شعرونو بازار ډیر تود دی، که ریښتیا خرڅیږي چې زه خپل کتاب راوړم د حمزه بابا غلط شعر کراچۍ سره نږدې حیدراباد کې به یو نیم پښتو اخبار چاپېده. د هغې د پښتو په مخ به د حمزه بابا یو شعر داسې لیکلی و: اغیار خو وايي د دوزخ ژبه ده مونږ به جنت ته د پښتو سره ځو زمونږ یو ملګري د اخبار چلوونکي ته ویلي وو چې سم شعر "مونږ" نه دی بلکې "زه به جنت ته د پښتو سره ځم" دی. د اخبار چلوونکي ځواب ورکړی و: "حمزه بابا دا شعر غلط لیکلی و، اوس ما سم کړی دی." (تاسې به هم چیرته د کومې مجلې دغسې "سموونکی" ایډیټر لیدلی وي!) عاقل په کراچۍ کې د عاقل خان عاقل په نامه یو سړی و. د مسلک نه ډاکټر و خو کله کله به یې د شعرونو لیکلو نشه هم سر ته ختله. شعرونه چې به یې ولیکل نو بیا به یې شاعران راغونډ کړل او یوه مشاعره به یې جوړه کړه. د مشاعرې د سټیج چارې به یې په خپله چلولې. د مشاعرې په منځ منځ کې چې به یې ځان ته د شعر ویلو بلنه ورکوله نو داسې به یې ویل: "اوس به د پښتو نامتو شاعر ښاغلی ډاکټر عاقل خان عاقل راشي او تاسو ته به خپل خوږ او له درده ډک غزل واوروي. دروند هرکلی یې وکړئ جومات دوبۍ کې د یو هوټل نه هوايي ډګر ته تللم. په ټیکسي کې چې کېناستم نو چلوونکي یې د نغمې په غږ کې سندره لګولې وه. ورته ومې ویل هلکه د کوم ځای یې؟ مخ یې راواړاوه، وې خندل، بیا یې وویل د سوات یم. ما ویل "ښه، د ملا فضل الله کلیوال یې؟" ځواب یې راکړ "د دغه بدبخته مفسد نه زمونږ کلی لرې و خو سوات کې هغه هم و." په هغو ورځو کې د سوات جګړه تازه تازه پای ته رسېدلې وه، نو پوښتنه مې ترې وکړه چې په جنګ کې خو به ستاسو کلی هم خراب شوی وي. ځواب یې راکړ "نه، زمونږ کلي کې جنګ ندی شوی، زمونږ کورنۍ او خلک په امن دي." په حیرانتیا مې ترې ‏پوښتنه وکړه "څنګه په ټول سوات کې د جنګ اور بلېدو او ستاسو کلی په امن و. تاسو ځان له تاویذ کړی و که څنګه؟ هغه یوه شېبه غلی و، بیا یې ځواب راکړ "شکر دی زمونږ په کلي کې جومات نشته". ځوان بوډاګان په نوي ډیلي کې یو کنفرانس ته د کابل نه څلور ځوانان تللي وو. به کنفرانس کې د ګردې نړۍ نه خلکو ګډون کړی وو، خو زیاتره ګډون کوونکي د پاخه عمر یا بوډاګان وو. یو سړي مانه پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې مشران خلک نشته که څنګه تاسو ځوانان راغلي یئ؟ ما ورته وویل د افغانستان حالاتو او کړکېچونو د خلکو عمر دومره لنډ کړی دی چې همدا مونږ پکې مشران او بوډاګان یو ژور نالوست پېښوریان ژورنالست ته صحافي وايي. خو کله چې په افغانستان کې حکومت بدل شو او نوی نظام راغی نو پښتو سره د خلکو علاقمندي زیاته شوه، نوې راډیو چینلونه جوړ شول، نوې رسنۍ راووتلې او د پېښوریانو کارونه زیات شول. نو هر چا به د افغانستان د پښتو ټکي زده کول. زمونږ یو ملګری و هغه به دا توري د ځان سره لیکل او بیا به یې ورته په خپله پښتو کې مانا هم لیکله. خو اکثر به یې صحیح تلفظ نه شو کولی. د ژورنالست تلفظ به یې "ژور نالوست" کاوه. د نورو ډېرو تورو هم دغسې په مرۍ کېناسته. بیا نو په یوه امریکايي راډیو کې مقرر شو. ډېره موده وروسته مې یوه ورځ دغه راډیو اورېده، یو خبر یې داسې ویلو: "د کندهار ویلایت په پنج هوايي اولس والۍ کې امریکن چارواکي وايي چې دوه طالبان چارواکي هغه ماهال د یو ګوزاروونکي برید لاندې راغلل چې د سرک په غاړه ماینونه یې امریکن چارواکیو په یوه هلوتکه کې ولیدل اخره زمانه کله چې افغانستان کې تنظیمي جګړې په درز کې وې نو مونږ په باجوړ کې اوسېدو. یوه ورځ یو بوډا باجوړی زما خوا ته راغی او پوښتنه یې وکړه: "یره دا ګولبودین رباني د ماجرو باچا دی کنه؟" ما ورته وویل "هو". ویل "او دا ربانودین حکمتیار یې څه دی؟" ما ویل "دا یې وزیر دی." ویل "نو غلیمي (دښمني) یې په څه ده؟" ما ویل "دا باچا وايي چې زما نوم برهان الدین رباني دی خو دا وزیر یې ورسره نه مني. او دا وزیر وايي چې زما نوم ګلبدین حکمتیار دی خو باچا یې ورسره نه مني." هغه وویل "هئ هئ!! کاکا صیب به ویل چې اخره زمانه کې به غلیمي د غرونو او ځمکو په ځای د نومونو په سر شي خو چا نه منله." اساسي قانون هم په کراچۍ کې مونږ یوه ادبي ټولنه لرله. د ټولنې مشر یو منشور یا اساسي قانون هم جوړ کړی و. کله چې به چا په غلطۍ سره د هغه قانون د کومې مادې نه سرغړونه وکړه نو هغه به ډېر هاهو جوړ کړ، عاجله غونډه به یې راوغوښتله او ویل به یې چې قانون خو قانون دی دا باید هر چاته معلوم وي او څوک ترې باید په غلطۍ سره هم سرغړاوی ونکړي. مګر کله چې به هغه خپله ترې سرغړونه وکړه او چا به ترې پوښتنه وکړه نو هغه به په کرار ځواب ورکړ: "مړه قانون خو مونږ پخپله جوړ کړی دی، اوس به پکې بدلون وکړو بدل د ډاکټر محمد حنیف په نامه د طالبانو یو ویاند و چې بیا د ځینو خلکو په وینا طالبانو په خپله وروسته له هغې له منځه یوړلو چې دولت ته تسلیم شو او د سولې ژوند یې غوره کړ. کله چې ویاند و نو یوه ورځ یې مونږ ته زنګ وواهه او ډېر په غوصه یې وویل چې تاسې زمونږ خبرونه سم نه نشروئ، زه هره ورځ شل خبرونه درکوم خو تاسې ایله دوه یا درې نشر کړئ، تاسې د صلیبیانو نه پیسې اخلئ او دا او هغه. او ډېر نور دوړه دباو یې هم وکړ. خیر مونږ پرېکړه وکړه چې ټول خبرونه به یې نشروو نو بیا یو چا ایمیل وکړ او وې ویل چې تاسې خو د طالبانو لپاره ډېره پروپاګنډه پیل کړې مونږ به درسره دا وکړو هغه به وکړو. مونږ ویل چې دا لا په کوم جنجال کې ګیر شو. نو په اخر کې مو هغه ایمیل ډاکټر حنیف ته ولېږلو چې ګوره صیبه ستا د لاسه خلک مونږ ته د مرګ ګواښونه کوي. هغه په ځواب کې راته ولیکل چې خیر دی که تاسو چا ووژلئ مونږ به مو بدل واخلو د شر خدایان په نوي ډیلي کې مو د موبایلونو لپاره سیمکارتونه اخیستل. افغانستان کې خو د داسې دوکانونو المارۍ د موبایلونو نه ډکې وي مګر د هغه د بتانو نه ډکې وې. دوکاندار ته مې ویل دا بتان هم خرڅوې؟ ویل نه دا خو زمونږ خدایان دي. ما ویل په دومره ډیرو څه کوې؟ ویل د هر کار لپاره یو جلا جلا خدای دی. ویل ټول خدایان دري دیرش ملیونه دي. ما ویل د سیمکارتونو والا پکې کوم یو دی؟ وې خندل ویل سیمکارتونو والا مو لا ندی جوړ کړی. بیا یې ما نه پوښتنه وکړه چې تاسو څومره خدایان لرئ. ما ویل شمېر یې راته ندی معلوم خو مونږ د هر کار لپاره دوه دوه خدایان لرو. د مکتبونو، روغتونونو او سرکونو د ورانولو او د خلکو د حلالولو خدایان ملا عمر او حکمتیار دي، د خلکو په سرونو د میښونو ټک وهلو او کانټینرونو کې د سوځولو خدایان دوستم او مزاري دي، په ښارونو د راکټونو ورولو خدایان احمدشاه مسعود او رباني دي، د رشوت او فساد خدایان حامد کرزی او احمد ولي دي، د منافقت او تنګ نظرۍ خورولو خدایان مجددي او سیاف دي. د تاریخي او کولتوري ارزښتونو د له منځه وړلو او د خلکو د خرڅولو خدایان قاضي حسین احمد او فضل الرحمان دي. هغه ویل دا خو ټول د شر خدایان دي. د خیر پکې کوم کوم دي؟ ما ورته وخندل. ویل مې تاسې به د سیمکاراتونو خدای جوړ کړئ خو مونږ به د خیر خدای بیا هم نه وي موندلی. وایروس مونږ د ((یو لپټاپ پر هر ماشوم)) په پروژه کې کار کاوه او جلال اباد ته په استقلال لېسه کې پر زده کوونکیو د لپټاپونو د ویشلو لپاره تللي وو خو مخکې لدې چې لپټاپونه پر ماشومانو وویشل شي د زده کړې وزارت او د پروژې خاوندانو د ځان ښودنې لپاره د ننګرهار د والي په قصر کې یوه غونډه جوړه کړه او یو څو ماشومانو ته یې هلته لپټاپونه ورکول. په غونډه کې د مایک ډاسن په نامه زمونږ د دفتر رییس یو ملګري وارث نیازي (دا دواړه په فیس بوک کې شته خدای دې یې دېخوا نه پام کوي) ته په څه خبره پسې غږ وکړ. په شاته صف کې ناستو هلکانو یو بل ته وویل ((کمپیوټرونه یې راوړي دي خو وایرس یې هم ورسره راوړی دی)). مایک د وارث نوم داسې تلفظ کاوه لکه وایرس د کرزي صیب هوډ چې خبره د دې تېروتنو شي نو یوه بله هم رایاده شي. په ورځپاڼه وحدت کې د ۲۰۰۵ کال د جمهوري ریاست له ټولټاکنو وروسته چې کرزي صیب وګټله نو دا خبر خپور شوی و: ((د غین مخه به په سختۍ سره نیسم: کرزی)) (اصلي ټکی غبن و خو د کمپیوټر والا ګوته د ب نه ي ته ښویدلې وه په ۲۰۰۹ کې چې کرزي صیب ټولټاکنې وګټلې نو دا د ((ب)) خبره یې بیا وکړه، نو ما په زړه کې وویل: ((کرزی صیب دا د ب والا خبره خو دې ۲۰۰۵ کې هم کړې وه، اوس وخت د دې راغلی چې د ((ي)) مخه ونیسې، هماغسې څنګه چې په وحدت کې راغلي وو) په امریکایانو کې وردک؟ او مونږ سره کابل کې په یو دفتر کې د وردکو ولایت یو ملګري کار کاوه. ډېر شوقي و چې څیړنې او سروی ګانې وکړي. کله به یې په دې اړه سروی کوله چې خلک وخت څومره او په څه مصرفوي، نو کله په دې اړه چې پښتانه مېلمنو ته ډېره ډوډۍ ولې ورکوي او ست ولې ورته کوي. کله کله به بیا په دې څیړنه بوخت و چې پښتو ټکی په ګرده نړۍ کې په ورځ کې څو کرته ویل کیږي. یوه ورځ دفتر ته یو امریکايي مېلمه راغلی و. دی راغی او ماته یې وویل، دې مېلمه ته ووایه چې زه د وردکو په اړه یوه څیړنه کوم، که ته دا راته ووایې چې په امریکایانو کې وردک شته؟. ما ورته وخندل، ورته ویل مې هلکه په امریکایانو کې وردک څه کوي؟ هغه ژر ځواب راکړ: ((ولې وردک خو په دولت کې هم شته، په طالبانو کې هم شته، خامخا به په امریکایانو کې هم وي)) - بېرته شاته