(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو ځل بیا دانشګاه د ملي ټلویزیون په څپو کې

پرون د سې شنبې ورځ د لیندۍ د نهمې نېټې د اتو بجو د خبرونو په سرویس کې آغلې ماري مطمئن د رهین پخوانۍ عقده په ځای کړه او د خرم صاحب د وتلو وروسته یې دانشګاه د ملي ټلویزیون له څپو خپلو لارویانو ته واوروله. د ملي ټلویزیون په یادو خبرونو کې د چشتيې د طریقې د خبر په ترڅ یادې شوې ویاندې په ډېرې سپین سترګی هغه کړه وړه له یاده ایستلي وو چې بصیر بابی ورسره مخ شو او د دانشګاه وی یې داسې وکارولو چې په ترتیب اول پوهنتون بیا دانشګاه او بیا پوهنتون بیا دانشګاه ذکر کړل. هغې زیاته کړه چې پلانکی د کابل پوهنتون څخه او بیستانکۍ د دانشګاه هرات نه، همدا شان پلانکۍ د کابل پوهنتون نه او بیستانکی د دانشګاه تعلیم او تربیې څخه. د هغې دا کار کومه پېښه نه بلکې یو پلان شوی کار وؤ چې غوښتل یې په دې سره د خلکو غبرګون ځان ته معلوم کړي، دا ځل غواړي ووايي چې خیر په خبرونو کې به یو ځل پوهنتون وایو او یو ځل به دانشګاه وایو. دغه ډول کارول د دوی د هغه متعصبه ټیم له خوا وړاندیز شوی و چې غوښتل یې د لوړو زده کړو وزارت په قانون کې یو ځل پوهنتون او پسې بیا دانشګاه ولیکي چې د نیکه مرغه د پښتنو وکیلانو د غبرګون سره مخ شو. د نن څخه نژدې څو کاله وړاندې د بلخ ولایت څخه د ملي ټلویزیون ګزارشګر بصیر بابي د خپل ريپوټ په ترڅ کې څو څو ځلې د پوهنتون په ځای دانشګاه وویل، چې په وار وار سره د وخت د وزارت د رهبرۍ له خوا ورته ګوتنوینه وشوه مګر هغه پام ونکړ تر څو چې هغه له دنده ګوښه شو او په هېواد کې یې په ملي کچه یوه غوغا جوړه کړه. د هېواد د اساسي قانون د شپاړسمې مادې درېیم بند په صریحه توګه توضیح کوي چې ملي ټرمینالوژي باید وساتل شي. دا چې ځینو کسانو د دغې مادې تفسیر غوښت نو ځکه د هغوی وړاندیز سترې محکمې ته واستول شو او د سترې محکمې تفسیر دلته زه تاسو ته هو به هو رانقل کوم: «به دفتر محترم وزیر دولت در امور پارلماني! قابل توجه ریاست محترم روابط حکومتي: مکتوب شماره (۲۲۵۱) مؤرخ ۴/ ۷/ ۱۳۸۷ ریاست محترم دارالانشاء شورای عالی ستره محکمه واصل و نګاشته اند. (بجواب مکتوب (۲۲۸۸) ۲۱/ ۶/ ۱۳۸۷ آمریت اسناد و ارتباط شما نګاشته میشود: استهدائیه شماره (۵۳۳) ۱۳/ ۶/ ۱۳۸۷ ریاست امور تقنینی ولسی جرګه راجع تفسیر ماده (۱۶) قانون اساسی در مورد مواد (۲- ۲۹ و ۳۴) اختلاقی قانون تحصیلات عالی که از طرف وزارت محترم پارلمانی بمقام ستره محکمه راجع ګردید بود با رعایت نظر ریاست محترم تدقیق و مطالعات ستره محکمه در اجلاس مؤرخ ۲۳/ ۷/ ۱۳۸۷ شورای عالی مطرح ګردید و در زمینه تصویب شماره (۴۵۹) به نحو اتی صادر ګردید. «با ملاحظه ماده دوم موسسات تحصیلات مبنی بر شرح مصطلحات مندرج مواد (۲۹) و (۳۴) و با ملاحظه قانون تحصیلات عالی مصوب ۱۳۶۸ منتشره جریده رسمی که ۲۰ سال قدامت دارد روشن میګردد که مصطلحات چون پوهنتون- پوهنځی و مراتب شش ګانه علمی استادان یعنی: پوهیالی- پوهنیار- پوهنمل- پوهندوی- پوهنوال و پوهاند- بحیث مصطلحات علمي تسجیل ګردیده و حتی قبل از آن نیز مورد استعمال داشته است، لذا از این ګونه اصطلاحات که هر کدام در قوانین و مقررات کشور تعریف ګردیده مصداق و یګانه مدلول بند اخیر ماده (۱۶) قانون اساسی میباشد و اګر با روش بینی امعان نظر ګردد تنها همین ګونه مصطلحاتی را که در متون قوانین ما قبول و تائید ګردیده است. میتوان بحیث مصطلحات علمی تشخیص نمود که مدلول بند اخیر ماده (۱۶) قانون اساسی بر آن تطبیق میګردد. بناء شورای عالی ستره محکمه با در نظرداشت صراحت ماده مذکور شک و تردید را در آن ندیده و تاکید می کند که تطبیق ماده (۱۶) قانون اساسی در مورد هر ګونه اصطلاحی که در یکی از قوانین و مقررات سایر ارګانها تسجیل ګردیده باشد ضرورت به تفسیر ندارد.» بنابر آن جریان بشما اخبار ګردید تا مرجع مربوط را در جریان قرار دهند.) احتراماٌ مراتب واصله نقلاٌ به ارتباط مکتوب (۳۷۸۴) مؤرخ ۱۹/ ۶/ ۱۳۸۷ مقام محترم بدینوسیله ارقام شد. با احترام قضاوتپوه مولوی محمداسماعیل «عابد» رئیس تحریرات ستره محکمه کاپي: بریاست محترم دارالانشاء ستره محکمه» نو د پورته پریکړې پر بنسټ هیڅ څوک نشي کولای د اساسي قانون ۱۶ او د لوړو زده کړو وزارت ۲۹ او ۳۴ ماده نقض کړي او هر وګړی په ځانګړې توګه دولتي چارواکي اړ دي چې په رسمي چارو کې یادې شوې مادې پلي کړي. خو په هغه وخت کې بصیر بابی د سخت غبرګون سره مخ شو او ورسره په ولسي جرګې کې متعصبو او ملي ضد وکیلانو د وخت وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم استیضاح کړ، خو د نیکه مرغه نوموړی وتوانېد په ښه توګه له خپل موقفه دفاع وکړي او بېرته د ولسي جرګې د ډيریو اعتبار ترلاسه کړي. اوس به د آغلې سره څه شوي وي، پرته له شکه د وزیر ښاغلي سیدمخدوم رهین له خوا به ډېره نازول شوي وي او په خپلو کې به یې یو بل ته مبارکۍ ورکړي وي چې دا دی د زړه ارمان مو پوره شو. د بلې خوا به ښاغلی زرین انځور ورته وايي چې ډېر ښه هر څه چې کوي کوه یې خو ما له ریاسته مه لرې کوه. د دې مخکېوینه هم شوې وه چې د رهین په راتګ به ډېر داسې څه وشي چې موږ یې تمه نه لرو خو دا چې د یوه پښتون په شتون کې چې د پښتو بیرق یې په هر ځای پورته کړی وي، د داسې څه تمه مو نه درلوده. نوموړی داسې څوک و چې موږ به د خپلو دردونو په وخت کې د مرحم په توګه یادولو چې پلانکۍ خو شته چې زموږ سره مبارزه او ملتیا وکړي. خو څه یې وکړل. کله کله خو په ځان هم شکمن شم، او وایم که چېرې مې د دولت معاش واخیست نو زه به هم له هر څه ورته تېرشم نو ځکه خو وډار شم او وایم چې زه به هیڅکله په دولت کې دنده وانخلم. ځکه زه به محافظه کار شم، وطن به مې هیر شي، پښتو به راته ټوکې ښکاره شي او د چوکۍ لپاره به له ځانه هم ورته تېر شم. زه پوهېږم کومه تنخوا چې ما ته دولت راکوي هغه زه کولای شم په خصوصي سکتور او غیردولتي ارګانونو کې هم ترلاسه کړم نو څه اړتیا چې خپله پښتو په چوکۍ خرڅه کړم؟ ولې خپل عزت تر پښو کړم؟ او د خپل پښتني شتون مهر په ملي ضد کړنو ووهم؟ صبا به خلک وايي چې ګیله مو له چا ده، ټول ستاسو خپل وو. بیا خپلې پخوانۍ خبرې ته راځم چې پښتنو حکومت خو نشته چې زموږ درد درمل کړي او د دغه شان ملي ضد کړنو مخه ونیسي نو ځکه تاسو ويښ شئ او په ولسي فشار د دغه شان کړنو مخه ونیسئ. که داسې ونشول نو ډېر ژر به موږ خپل هر څه له لاسه ورکړو. هغه وخت به پښېمانۍ ته هم پاتې نشو. نور قومونه د قانون خلاف کارونه د ولسي فشار له لارې قانوني کوي خو موږ د قانون او سترې محکمې د پریکړې د پلي کولو لپاره هیڅ نه کوو. ډېر د افسوس ځای دی. هغه د پاچا خان خبره را یاده شوه چې د قامولي په هکله یې کړې وه: «ای وروڼو! نن د قامولۍ دنیا ده. تاسې وینئ چې کوم قومونو کې قامولي او ورورولي راغلې ده نو هغه آسمان ته وختل او آباد شول. دا موږ هم یو قوم یو، نو دا موږ ولې پاتې شو؟ دا موږ ځکه پاتې شوو چې موږ کې قامولي، ورورولي، مینه، محبت او اتفاق نشته. نو زه تاسو له ځکه راغلی یم چې تاسو زما قام یئ خو تاسو خپله ژبه، پښتونولي، تمدن او ټول څیزونه پرېښي دي تر دې چې لنګونه مو وهلي دي. دا هم درته وایم چې یوه مرغۍ د سیل نه جدا شي نو هغه ورکه شي.» هیله ده چې د پاچا خان دغه خبره ومنل شي او په ريښتیا سره ويښ شو، تر څو دغه هېواد، دغه ژبه او دغه یووالی وژغورو ګڼې په ډېرو ستونزو کې به لاهو شو او هر څه به له لاسه ورکړو. په پای کې به خپلو ملي چارواکو ته هغه د (اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ) دعا وکړم. په درنښت - بېرته شاته