(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ويليکس به د امريکا درې ميليونه لاسوندونه ...

ويليکس به د امريکا درې ميليونه لاسوندونه خپاره کړي لیک: ډاکټر نجيب زاخېلوال د ويکيلکس ادارې اعلان وکړ چې دوۍ به د امريکا نور درې ميليونه پټ لاسوندونه پدې نزدي وختونو کې خپاره کړي. چې دا لاسوندونه د امريکا لپاره تر ټول زيات حياتي ( شاه رګ ) ارزښت لرې. چې دا لاسوندونه اوه ځله د هغه لاسوندونهو څخه چې تېره مياشت ويکيلکس خپاره کړي دي زيات دي، چې د عراق د شخړې په اړه يې ۴۰۰۰۰۰ لاسوندونه خپاره کړي وو. ويکيلکس چلونکو په تويټر ( Twitter ) کې ويلي دي چې نزدې راتلونکې لاسوندونه د عراق د شخړې د لاسوندونهو په پرتله اوه ځله زيات دي چې دا به يو مياشت واخلي او موږ لا پسې غښتلي کړي. او په يوبل پيغام کې يې ويلي دي: نزدې مياشت به تاسې نوي نړۍ وګورۍ چېرته چې د ګلوبل تاريخ نوي تعريف لري. دا به د ويکيلکس دريم ستر خپرنيز وار وي چې په يو ځل په دومره لويه شمېره د هغې وروسته چې د افغانستان د وران ناورين په اړه يې ۷۷۰۰۰ لاسوندونه د جولاي په مياشت کې خپاره کړي وو، لاسوندونه خپروي. امريکايي چارواکي انګيري چې پدې کې به داځل هغه پټي ټيلفونې خبرې اترې او لاسي ليکل شوي لاسوندونه هم وي چې د امريکايي سفيرانو او ديپلوماتانو له خوا د مينځني ختيځ په اړه راليږل شوي دي او ددې لاسوندونو د وخت نه د مخه خپرېدل به هر څه تس نس کړي او دا مريکا ګټو ته به لوي تاوان ورسوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وارپخوا ويلي دي چې دا لاسوندونه کولي شي چې د امريکا د ( کړنه او ګټه ) پاليسې ولړزوي. او هر څه رسوا کړي. بهرني مشران او ليډران به هم دا ولولي چې د امريکا ديپلوماتانو او سفيرانو د دوۍ د ژوند په اړه په ليږل شوي لاسوندونو کې واشنګټن ته څه ليکلي لکه د هغوۍ شخصيت، لياقت او ريشتونولي. چې ددې کال په لومړيو کې براډلي ماننينګ د يو پخواني کمپيوټري غلګر د خولې ويلي وو چې نوموړې ته يې نيغ په نېغه د خبرو پرمهال ويلې دي چې دې پدې باندې تورن شوي چې نومړي دوه لاسوندونه رسوا کړي دي، چې لرونکې د ۲۶۰۰۰۰ بيلا بيلو پاڼو وو. ماننينګ ټايم ته ليکلي دي چې هغه ورځ لرې نده چې هيلرې کلينټون او د هغې په زرګونو بهرني ديپلوماتان او کارکونکي چې دا لاسوندونه او بهرنۍ پاليسې د خلکو ترمينځ رسوا شوي وويني نو دوۍ به سهار مهال پداسې حال کې وموندل شې چې د شپې به د زړه د حملې د لاسه مړه شوي وي. خو څېړونکې وايي چې د ويکيلکس له خوا دا علان چې دوۍ به په نزدې مياشتو کې ټول لاسوندونه خپاره کړې او دا خبره يې پرته له جزياتو کړې ده چې کله؟ نو دا امريکا ته يو وخت په لاس ورکوې چې استرليايي تبع، جوليان اسنج باندې فشار زيات کړي. چې لدې کاره لاس په سر شي ځکه هغه دا مهال د سويډن د حکومت لخوا د زنا بالجبر او غير قانوني جنسي اړيکو په تور باندې تورن دې او د سويډن حکومت د نړېوالو او انټرپول پوليسو څخه په رسمي ډول غوښتي دي چې د نومړي په نيولو کې ورسره مرسته وکړي. کله چې اسنج د سويډن څخه وواته او لندن ته لاړه چېرته چې د ويبپاڼې بيخ دی نو په سويډن کې دوه ښځو لخوا تورن شو چې دوۍ سره يې جنسې اړيکې نيولي دي. مارک ستيفن د جوليان اسنج مدافع وکيل دی وايي چې لګول شوي تورونه بې ځايه او بې بنسټه دي. هغه زيآتوي چې اسنج څخه په کراتو مراتو سويډني چارواکو پوښتنې ګروېږنې کړې دي. او څه يې پرې ندې زبات کړي. هغه وويل چې دا ټولې خبرې او دعوې چې د اسنج په وړاندې دي يوازې د سويډني څارنوال د خپل قدرت څخه ناسمه ګټه اخيستنه ده چې غواړې اسنج پخپل لګښت سويډن ته په ښکاره ډول ورشي او د ميډيا او رسنيو ترمخه هر څه د سويډني څارنوال په خوښه تېر شي. د څيړونکو په انګېرنه چې دا کار به امريکا ته وخت په لاس ورکړې چې د سويډن په اړستون ( بنديخانه ) کې په اسنج فشار راوړي چې د هر څه څخه لاس واخلي او پاتې نور لاسوندونه خپاره نکړي. خو د ويکيلکس چلونکي هم پدې پوهيږي، او د ويکيلکس چلونکو دا هر څه رد کړې دي او دا يې يوه دسيسه بللې ده او ويلې يې دي چې ددوۍ پام يوازې دوه جنګونو ته دې چې هغه په عراق کې روانه شخړه او په افغانستان کې روان ناورين دي چې د امريکا د ناسمو او شيطاني پاليسيو له مخې پکې د ورځې د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند اخيستل کيږې . يو اړخ ته په بې ګناه خلکو بمبار کوي بل اړخ ته تروريستې ډلو ته وسلې ورکوي چې اړ دوړ رامينځته کړې. ترڅو امريکا ته د عامه وژنې دليل په لاس ورشي او همدا راز بهرنۍ پاليسې يې دا سې جوړه کړې ده چې د خلکو ستر مشران په يو نوم او بل نوم بدنام کړي او د خلکو ترېنه نفرت پيدا شي او دغه نه ختميدونکې جنګ لاپسې وغزيږې. يادونه : پدغه ليکنه کې د د لندن څخه خپرېدونکی ټيلېګراف، امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ او ډي اين سويډني ورځپاڼې څخه ګټه اخيستل شوې ده. Dr. Najibullah Zakhilwal - بېرته شاته