(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امریکا ناوړی سیاست او دکرزی فا سد حکومت

لیکونکی: ولی محمد نورزی هالند د افغا نستان د اوږدو کرغیړونو کورنیو جګړو اوډیرو کشمکشو وروسته په ۲۰۰۱ میلادی کال کی ملګری ملتونه او امریکا د خپلوغربی همکارانو په مرسته دی فیصلی ته ورسیدل، چه زمونږ په هیوادافغا نستان کی دا ناوړه جګړه نوره ختمه کړی اود افغانستان اولس او خاوری ته د سولی او ددموکراسی تنا وونه ور اوږده کړی.چه په دی ترڅ کی په پراخه پیمانه د بن دکنفرانس بند وبست ونیول شو.ولی د بن د کنفرانس استازی د افغانستان د ا ولس اصلی استازی نه وو. او نه هم دوی د اولس د سر نوشت واک او اختیار درلودی. دغه استازی دافغانانو تش په نامه د روم، قبرس او دافغا نستان د شمالی بد نامی ټلوالی د جنګی دمشهوری ډلی نما یشی غړی وو. چه په فرمایشی ډول سره ټاکل شوی وو. ددی دری واړو ډلو استا زی د افغا نستان د کشالی او جګړی د درولو او دسولی د سمدستی راوستلو لپاره پخپلو کی هم سره جوړ نه وو. او نه هم دوی د افغا نستان د ریښتنی سولی طرف داران ګڼل کیدل. نو ځکه هری ډلی خپل امتیازات غوښتل او خپل شر طونه یی طرحه کول تر څو ددی کنفرانس د ګډون له امله په راتلونکی حکومت کی خپله ونډه هم لاسته راوړی . له بلی خواه د ملګری ملتونو سازمان او امریکا یی اداری هم ځانته جلا جلا پلان او نقشه له ځانه سره راوړی وه. چه د هغه پلان له مخی باید د بن کنفرانس د ټولو غړو د تایید وړ وګرځی. د پلان طرحه داسی وه چه په لمړی سرکی باید یوه موقتی اداره را منځته شی او بیا وروسته د جګړی دحل لاری او چاری په کاروا چول شي. دا پلان د کاغذ پر مخ د جرګی پر ټولو غړو باندی تحمیل شو او دافغانی تش په نامه د درو ډلو استازو د خپل منځي اختلافاتو سره سره بیا هم د کنفرانس ټول غړی دی ته جوګه شول چه دا تړون لاس لیک او امضآ کړی اود راتلونکی مْوقتی حکومت په جوړولو کی پوره برخه واخلی . البته دامریکا او ملګرو ملتونو دهدایت سره سم نوی موقتی حکومت د افغانی استازو په ګډون تشکیل شو او د جرګی د ټولو غړو ونډه په راتلونکی حکومت کی هم تضمین شوه . ملګری ملتونه او امریکا د افغانستان د ۳۰ میلیونو خلکو له منځ څخه یوه داسی شخص او نا بیغه پیداکړی چه نه ددغو درو ډلو د استازو څخه وو او نه هم دهیواد په کچه دکوم غټ سیا سی ګوند مشروو. دغه نا بیغه افغان ښاغلی حامید کرزی نومیدی. نوموړی نه دهیواد د شل کلنی جګړو په درشل کی را ښکیل وو اونه هم د اسلامی جهاد په وخت کی یو ه وتلی او پیژندلی شوی څیره وه. او نه هم دی ددی کنفرانس د راغلو استازودمنلو وړ اولایق کس وو. ولی ډیر ژرپر نوموړی باندی د ټولو استازو د تایید مهر ولګیدی او که چا غوښتل او یا یی نه غوښتل محترم کرزی دده په غیاب کی د بن کنفرانس د غړو لخواه د پوره اکثریت له لاری د افغا نستان دمْوقتی اداری نوی ریس او لوی سپه سالار وټا کل شو او دملګرو ملتو او امریکا ملا تړ هم ور سره جوخت اعلان شو چه دالړئ تر اوسه پوری روانه ده او دافغانستان روانه جګړه نه یواځی ودریده بلکه دزورآزمایی پړاوته ورګډه شوه جنګ ځپلو افغا نانو په هیواد کی دننه او بهر دبن د کنفرانس د پریکړو هر کلی وکړی اود اکثروافغا نانو په زړه کی داهیلی او امیدونه را پیداسول، چه نورنو جګړه ختمه شوله او ډیر ژر به د نیک مرغی، سولی او خوشبختی فضآ را منځته شی. ولی بد بختانه دا هیلی د هغه وخت ژوند یو افغا نانو له ځان سره ګور ته یووړلی او مونږ ژوندی انسانانو لا تر اوسه پوری د سولی دهیلو ارمان په زړه کی سا تلی دی اود رحمت په سترګو ورته ګورو چه څه وخت به دا ارمان زمونږ دخلکو نصیب شی مونږټولو افغا نانو دکرزی د حکومت دموقتی ، انتقالی عبوری او هم دارنګه دلمړی پړاو انتخابی دوری او اوسنی پړاو انتخابی دوهمی دوری چه تر نه کاله زیات د حکومت چاری او واګی په لاس کی لری او تر اوسه پوری ددی مظلوم اولس دتخت او بخت پر چوکی ناست دی.په رڼوستوګو څارلی او لا تر اوسه پوری لاس تر زنی ورته ناست یوو. په دی هکله په پور تنیو مر حلو باندی ډیرو نړیوالو او افغانی لیکوالانو او دقلم خا وندانو خپلی شننیزی اوڅیړنیزی مقالی هم خپری کړی دی او سمدلاسه یی خپروی. ولی جګړه ختمه نه شوه او نه هم سوله منځ ته راغله .د پښتو یو متل دی چه وایی( څه چه کری هغه به ریبي) د بن دکنفرانس د کښت حا صیلات زما په لاندینی تبصیره کی وینو خبری اتری او څیړنیز بحث پری کوو. زه غواړم ددی اوسنی دوهمی انتخابی دوری په اخیرو څلورو میاشتو کی خپله تبصیره وړاندی کړم د افغانستان سره د کمک په هکله د نړۍ ټولو شتمنو هیوادو د ناټو له لاری د فو ځی مرستو سر بیره دافغانستان د جنګ ځپلی هیواد دکمک او مرستی لپاره د مالی مرستو په منظوردلندن، پاریس، جاپان او کابل په مالی اواقتصادی کنفرانسونوکی د میلیاردونوډالرو مرستو او کمک وعدی لاس لیک کړی. چه دا مرستی زیاتره د افغا نستان خاوری ته راورسیدی. ولی د مصرفولو او یا په انکشافی پلانونو کی ددی پیسود کاراچولو او لګښتو نو لړی چا نه ده لیدلی او کوم شواهد او مدارک او اسناد هم نه لیدل کیږی. چه دا کومکی پیسی څه شولی. ولی لویه پو ښتنه خو لا داده چه دا پیسی څه رقم مصرف اوولګیدی او کومی پروژی پری جوړی شوی. مګر ددی پیسو ډیره کمه فیصدی به په مصرف رسیدلی وی، ولی زیاتره برخه یي په مختلفو شکلو او رقمو د فاسیدو او رشوت خورو داړه مارانو عیش او نوش شوی. چه دهیواد او خلکو ددرد او غم دوا نشوی چه دا ناوړی عمل زمونږ دهیواد د هغوبی پته او بی هویته بیروکراتانواو ددوی په څیر د بهرنیو یارانو په ګډون شخصی جیبو ته ولویدی او بیله کوم سنده ددی نا پاکو خا ینانوپه لاس کی ورغلی،چه په نتیجه کی دوی دا پیسی په خپلوشخصی چاروکی ولګولی او دوی نن دا ملی پانګه په هیواد کی دننه او دهیواد نه دباندی سره را ټوله کړه او ځانونه یي پری میلیونران کړل چه ددی اولس د بیت المال دحق پوښتنه هم هیچا ونه کړه. ددی مرستو دلګیدلو سلسله اوس زما په لاندینی بحث او لیکنه کی تو ضیح او تشریح کیږی . د کرزی د حکومت د قدرت په ورستیو میاشتو کی غټی رسوایي او ناندری : ۱: د کرزی دحکومت ددی کال په ورستیو کی لومړی د کابل بانک مْسله را منځه ته شوه چه په میلیونونو ډالره ددولت د کارمندانو دمعاش او شخصی پانګوالو برخه لیک دکابل بانک دریس او دهغه دملګری د قیماراو جوارګری پر لاره کی مصرف شوه. ولی ددی بانک دسر مایی د پوره کولولپاره د کرزی په هدایت د افغانستان دملی بانک د خلکو د ملی سر مایي یعنی دبیت المال د ټولوغریبو هیواد والو د حق څخه ور کړل شوی تر څود کابل بانک د هغو بیځا یه شوو پیسو حساب ور پوره کړی چه په نا جایزه ، ناروا او غیری قانونی توګه د کابل بانک څخه ورکی شوی وی .چه په حقیقت کی دا په خپله یوه لویه تیر وتنه ده او نه بخښونکی عمل دی چه دهیواد په کچه سر ته رسیږی او ددی پیښی عا ملین باید دقانون منګلوته سپارل شوی وای ولی مونږ ولیدل چه هیڅ هم ونشول او یواځی د ریاست دچوکی څخه ګوښه کړل شول چه دی ناوړی عمل دکرزی حکومت د سختو ګوزار سره مخامخ کړی او دافغانانو او خارجانو تر جدی پوښتنی او ګرویژنی لاندی راغلی . ۲: نن سبا په معتبرو جهانی رسنیو کی د ویکیلایک د سایت په رپوټونو کی د افغانستان د جمهوری ریاست پخوانی مرستیال او د مشهوروتلی په اصطلاح ملی قهرمان قوماندان ورور ضیآ مسعود د ۵۲ میلیونونو ډالرو ډک بکس دده سره يو ځای ددوبی د نړی وال هوایی ډګر ته دراتګ پر محال د تلاشی ما مورینو نیولی وو، او وروسته بیا ددغه پیسو سره واپس خوشی شو .چه دا عمل وهر وطن پرست افغان ته ډیری پوښتنی را پیدا کړی دی چه څرنګه او څه رقم په دومره غټه پیمانه پیسی د غریب اوخوارمظلوم جنګ ځپلی افغانستان نه چه خلک یي هره ورځ دلوږی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی.ولی ځنی بیا ددی هیواد نه په نا جایزه توګه دغه پیسی بهرته دځان سره لیږدوی او هیڅوک د تحقیق او څیړنی حق نلری او دا چه ددغه پیسو غلا څنګه او د کومی لاری د ضیا مسعود لاسته ور غلی دی. دا یوه بله پوښتنه ده چه تر اوسه یی رسمی او اصلی ځواب نه دی پیدا شوی ولی په غالب ګمان دومره ویلای شو چه دا پیسی دده دشلو کالو دمعاش نه هم زیاتی او اضا فه دی . څه موده دمخه دآریانا تلویزیون چه په امریکا کی نشرات لری هم ورته پیښه د ولسی جرګی د ریس یونس قانونی او د هغه وخت د جمهوری ریاست بر حاله مرستیال همدغه ضیآ مسعود ددوبی په هوایي ډګرکی دلسو او پنځلسو میلیونونو ډالرو د راوړلو خبرهم خپور کړی وو چه بیا وروسته ددوی ډالر واپس دوی ته ور کړل شول ددی واقیعی دستر ګو لیدلی حال یوه افغان چه په همدغه سفرکی د کابل نه دوبی ته را روان وو. د تیلیفون له لاری یی د تلویزیون په پرده کی خپل بیان په ډاګه کړی. چه ددی پیښی یو ناوړه عمل او یو بل غټ جنایت هم ښکا ره په ډا ګه شو چه تر اوسه پوری پټ پا تی شوی دی ولی زیا تره افغانان ور باندی خبر دی . . ۳: دریمه مسْله دایران داسلامی جمهوریت له طرفه د کرزی ددفتر ریس ته دمیلیونونو ډالرو د شخصی کڅوړو او بو جیو تسلیمول دی. چه ګران هیواد وال په دی باره کی هم پوره معلومات لری او وروسته د همدغه دفتر مسْول په تلویزیون کی دداخلی ژور نا لستانو سره په مرکه کی ددی پیسو داسی سپیناوی وکړی چه ګواکی دغه پیسی په قانونی ډول سره پرته د بانکی حساب نه د ایران د سفیر لخواه په نقدی توګه ده ته تسلیمی کړی دی او د ه خپله د تلویزیون په پرده کی چه په لاس کی یی هغه سندونه وښوول چه نه دکوم سړی نوم معلومیدی اونه هم وجه او مبلغ، چه دا ټوله د حساب او کتاب د معمولی ستاندارد د راکړی ورکړی اسنادو وړ تیا نه در لوده او یو خالی کاغذ وو چه دوی خپله جوړ کړی وو.او نه هم دکوم چا نوم او ټاکلی مبلغ پکښی ذکرشوی وه را څر ګند شوه. ۴: د کرزی د حکومت بله نوی اود رسوا یی ډکه معامله دپارلمان او دولسی جرګی د انتخاباتو بهیر دی چه په درغلیو او ناندریو کی راښکیل دی. د بډو او رشوت هغه معاملی دی چه د لوی څارنوالی تر دروازی پوری را ورسیدی. دلوی څارنوال د قوله د ولسی جرګی د وکیلانو انتخا بیدل په سرای شهزاده او دوبی کی سرته رسیدلی دی. که څه هم د انتخاباتو د شکایاتو کمیسون او د انتخاباتو لوی کمیسیون خپلی پری کړی اعلان کړی دی. ولی ددولت اوقضایی ارګانونو له خواه دا پریکړی د منلو وړ نه دی .او هغه مجریم کسان چه ددغو کمیسیونونو و یندوی وه د لوی څارنوالی له طرفه دتعقیب او څیړنی لاندی دی .ولی دوی سره له دی چه د څارنوالی لیکونه یی اخیستی دی ازاد او بی پر وا ګرځی او دخپل مسئولیت نه ډده کوی. دي ته وایی د ځنګل قانون اوددولت په سطحه مطلقه انارشی او ګډ وډی چه یو مقام د بل مقام امر نه منی او دعدالت له منګولو نه لیری ګرځی بله خواه خو ملګری ملتونه، نا ټو ،امریکا او غربی هیوادو د ولسی جرګی انتخابات سم وګڼل او دهغوی سره یی خپل ملا تړ اعلان کړی. په افغا نستان کی د حقوقو د بشر اداره لا تر اوسه پوری څه نه دی ویلی ولی داسی معلومیږی چه دوی به هم ډیر ژرخپل ملاتړ د شفافو او پا کو انتخاباتو لړی تاییده کړی او دعدالت او قضاوت مهر به پری ولګلوی .چه دا رسوایی به د افغا نستان د را تلونکی پارلمان ته د سترلوی ګواښ او اندیښنی سبب وګرځی ددی ټولو بی غوریو او بی پرواییو په درشل کی غواړم خپله نظر او وړاندیز د اباد او جوړ افغانستان په هکله په لاندی کرښو سره را وړاندی کړم ******** اول: بهرنی دوستان او په افغانستان کی دننه او بهر مشت افغانان باید د راتلونکی جوړ افغانستان په باره کی سره را ټول شی او ددی وطن دیرش کلنی جګړی ته د پای ټکی کښیږدی او د یوی واقیعی سولی لپاره باید چټک ګا مونه پورته کړی البته د ستونځی اصلی محور او د حل لاری او چاری په جدی ډول ولټوی چه دا کار دیوی لویی سر تا سری جرګی په پرانیستلو سره چه دهیواد واقیعی اوحقیقی ټول استازی پکښی شامل وی منځ ته راشی او په دی باره کی لازم عملی ګامونه اوچت شی داجرګه به دهیواد راتلونکی جمهور ريس د پرګنو د ازادی رایی په ورکولواو وړتیا سره وټاکی. دوهم: د اوسنی حکومت ټول غړی او لوړ رتبه کسان اود پارلمان ټول غړی باید ددریو میاشتو په جریان کی خپلی دندی پریږدی . اود نوی ریس جمهور تر ټا کلیدو پوری دحکومتی چارو لپاره یوی نوی مو قتی اداری را منځه ته شی چه وخت او میعاد یی له شپږو میاشتو څخه زیات نه وی .او د کا بینی د بشپړولو او جوړولو تر وخته پوری خپله دنده دفردی مسئولیت په چو کاټ کی پر مخ یوسی تر څو ددولت او حکومت په چاروکی کومه ستونځه او خا لیګاه را منځ ته نه شی ولی د موقتی حکومت دا غړی باید د کار او تجربی مهارت او لیا قت ولری. دریم: دنوی حکومت په را وستلوسره باید دتیر حکومت د مسئولینو ټولی چاری تر غور او تحقیق لاندی راشی . که چیری کوم شخص په دنده کی غفلت کړی وی او متهم وګڼل شی او یا ددرغلیو اثبات ور باندی پیدا شی باید د عدالت منګولو ته وسپارل شی او خپله جزآ دقانون له رویه ور باندی تطبیق شی .او په دی لاره کی د نوموړی په هکله هیڅ ډول دلسوزی ونه شی . څلورم:ددولت او حکومت د ټولو کار کونکو دندی باید په پوره صداقت او سپیڅلتیا سره سر ته ورسیږی. دد ولت په سطحه باید د څیړنی غور او تحقیق یو فوق العاده کمیسیون جوړشی تر څو دهر کار کونکی دندی اووظیفی تر پوره کنترول او غور لاندی ونیول شی اود سر غړونی په وخت کی ورته د قا نون په چوکاټ کی سخته جزآ اوسزا وټاکل شی تر څو دنورو کار کونکو د عبرت سبب وګرځی دکمیسیون غړی باید پوه اوددولت په چاروکی دکاری تجربی خاوندان وی. پنځم: ددولت په سطحه کی د کار کونکو د کار وړتیا باید د تخصص، تحصیل او رشتی له رویه د اهل کاروړ اشخاصو ته وسپارل شی .ځانګړیتوب و هغه چا ته ورکول شی چه په هغه څانګه کی یی مسلکی او تخنیکی تحصیل کړی وی اویا ددغی دندی په شاوخواه کی پوره تجربه او وړتیا ولری تر څو خپله دنده په ښه وجه سره پرمخ بوزی. شپږم : ددولتی ما مورینو د معاش او تنخواه معیار باید دما مورینو د تحصیل اود کارد سا بقی پر بنسټ ولاړ وی .او دمامورینو د معاش د زیاتولو په هکله باید جدی پاملرنه وشی تر څو له یوی خواه دبډو او رشوت مخه ونیول شی او له بلی خواه ددندی په اجرآ کولو کی پوره عدالت تضمین شی . اووم: نړیواله ټولنه باید د افغانستان د موجو ده قوانینو او افغانی دودونو او کلچر ته احترام وکړی او دهری فوځی عملیاتو په هکله باید د افغانی فوځیانو دمشورو سره سم تر ډیری څیړنی وروسته ددښمن په مقا بل کی د خپلو عملیاتو طرحه د عمل په ډګر کی پلی کړی تر څو د تلفاتو پایلی یی را ټیټی شی اتم: د بهرنیو هیوادو د کومک او مرستو د پیسو سلسله باید په رسمی ډول سره د اسنادوپر بنسټ د راجستر مر حله پلی کړی اوبیا د ټا کلی ارګان د تړون او قرارداد په درشل کی دهر ډالر او سینت د مصرف حساب او کتاب دنوموړو هیوادو استازو ته کوم چه دغه مرسته یی کړی ده واپس رسمی سند ورکړل شی. تر څو د سئوی تفاهم شک او تردید مسئله بیخی له منځه ولاړه شی او پیسی په عادلانه ډول سره په ځانګړی پروژی باندی مصرف شی . نهم: د بهرنی هیوادو د وګړو سره باید په ډیره دو ستانه اود افغانی میلمه پالنی په چوکاټ کی رفتار او عمل وشی اود مقا بل لوری لخواه هم باید ورته روحیه موجوده وی تر څو داعتماد یو ه عالی فضا منځ ته راشی او هر څه د قانون په چوکاټ کی حل او فصل شی ولی د مرستو او کمک هدف باید سیاسی او توکمنیز اړخ ونه لری. تر څو ددوستی داعتماد فضآ نوره هم پراخه شی او دا اړیکی باید ددواړو خواوو دتا یید او منلو وړ وګرځی لسم: دافغانستان د ملی اردو او پولیسو په روزنه کی باید خا صه پاملرنه و شی تر څو دهیواد دساتنی او ددښمن د شنډولو لپاره پوره مجهزه دفاعی او تخنیکی وسایل او قوه موجوده وی اود هیواد اوخلکو د ځمکنی تمامیت او یر غلګروغلیمانو د برید په وخت کی دوطن د سا تنی لپاره افغانی مجهزه اردو په پوره توان او وړتیا سره خپل ځان قوی او ځواکمن وښیی تر څو هیڅوک زمونږ پر خاور ه د تعرض او حملی تصور ونکړی . . یوولسم : په افغانستان کی باید دټولو ملتونو دحقوقو ساتل اعاده وشی. د هیڅ قوم او ملت سپکاوی باید ونشی.او په دولتی چاروکی د مختلفو ملتونو او ټولو قومونو انډول باید یواځی د لیا قت او استعداد پر بنسټ ولاړ وی نه د قبیلی او ملت پربنسټ .او هر څوک چه په افغانستان کی زیږدلی وی او مور او پلاریی افغانان وی ددی ملک او هیواد تبعه دی او حقوق یی د ټولو افغا نانوسره یو شانته دی......... ددی ټولو ستونځو او مشکلاتو سره سره بیاهم زما نظر دادی چه افغانستان یواځی افغانان جوړولای شی او د جګړی دختمولو لپاره هم یواځی افغانان په خپلو کی سره جوړیدایشی په دی شرط چه دګاونډیو او بهرنیو دښمنانو په لمسون تحریک نه شی. او هم دارنګه مونږ باید دخپلی خاوری لپاره هر څه ته غاړه کښیږدو که ضرورت پیداشی خپل سرونه هم قربانی کړو. دلته به وی چه مونږ د خپلو نیکونو او پلرونو لاره تعقیب کړی وی او د خپلو اولادونو لپاره می خپله وجدانی او ایمانی وظیفه سرته رسولی وی. افغانستان زمونږ کوردی او افغانستان زمونږ ګور دی. غم یی هم زمادی او ښادی او آبادی یی هم زمونږسره شریکه ده. نو ځکه ددی ښکلی افغا نستان لپاره باید په خپلوکی هم دورورولی او دوستی لاسونه سره ورکړو او یو ځل بیا دا ویاړلی خاوره په خپل قوت او قدرت سره دسولی په نوم ونازوو او دی ناوړی جګړی ته چه د پردو له خواه پر مونږ تحمیل شوی ده دپای ټکی کښیږدو. دلته به وی چه مونږ خپل تاریخی رسالت اووجدانی حقانیت دعمل په ډګر کی پلی کړیوی دښکلی او ښا یسته افغانستان په لور - بېرته شاته