(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نړيوال ولې د ويکي ليکس په راکابو کولو کې پاتې دي

ډاکټر نجيب زاخېلوال هسې خو دا مهال په ټولو خبري رسنيو کې د ويکي ليکس په اړه ښه تاوده بحثونه روانه دې څوک وايې لاسوندونه يې اتبار نلرې څوک وايې ايله د امريکا اصلي څېره رابربنډه شوه او کرزي صيب خو پکې بيا د د يوسف رضا ګيلاني سره په ګډه خبري غونډه کې جنګسالاراحمد ضيا مسعود ننګه وکړه چې دا روپۍ نوموړي څنګه يوړې حال داچې هماغه مهال د دوبۍ هوايي ډګر د هر څه شاهد دي. خير زه پدې پسې نه ګرځم چې کرزي دا مهال څه وايي. او دا پاڼه څومره د اتبار وړ ده او کنه. راځم خپلې موخې ته چې په ټوله نړۍ کې دا ي،ه پوښتنه ده چې د نړۍ د دومره پرمختګ سره ولې د ويکې ليکس مخه نه نيسې او دا پاڼه نه بندوي. دا ساده خبره نده دا ځکه چې د ويکي ليکس جوړښت په عملي ډول دا ناممکنه کړې ده چې ددغه ويبپاڼې د بندولو لپاره ډېرې هڅې پټې او ښکاره وشوې او روانې دي خو بيا هم لا تر اوسه کوم هېواد پدې ندې لاسبری شوي چې دا پاڼه ودروي چې همدې کار نړې د يو ډول شرم سره مخ کړې ده او دا د نړۍ لپاره يوه ستره ننګونه ده. پدغه ويبپاڼه کې زياتر لاسوندونه هغه څه دې چې د خپرولو حق يې محدود دي يانې دا چې څوک يې د خپرولو حق نلرې او خوندي دي او ددغه لاسوندونو اصلې څښتنان کوشش کوي چې دا له مينځه يوسي خو وس يې نه کيږې. خو دا په داسې حال کې ده چې د ويکي ليکس دغه اسناد د نړې د بېلا بېلو کوربنو ( مېزبانو ) څخه خپروې. چې دا د انټرنيت دغه کوربتوب د نړې د بېلا بېلو نړيوالو انټرنيټي څانګو سره په واک کې دی چې په قانوني ډول يې دغه خدمتونه وړاندې کړي دي. او نړيوال تخنيکې ډلې نشي کولي چې پرې تصرف وکړي. د ويکې ليکس د ويبپاڼې بنسټ ايښودونکې او مشر اسټرليايي جوليآن اسنج دی هغه وايې چې د هغه ډله د يو داسې پاليسۍ څخه ګټه اخلي چې په اسانۍ سره کولي شي د حمله کوونکو د ګواښ څخه ځان وژغوري. د ويکې ليکس بنسټګر اسنج د جولاي په مياشت کې يوه خبرې غونډې ته ويلې وو چې دوۍ د يو دا سې کمپويټري چلوټې څخه کار اخلي چې کولي شي ددوۍ خپاره شوي اسناد ټولې نړۍ ته ورسوي او همداراز د هغه خلکو ساتنه هم وکړې چې هغوۍ راغلا شوي لاسوندونه دغه ويبپاڼې ته ورکوې د سويډن، ايسلڼد او بلجيم په ګډون. يانې دغه ټکو څخه د نوموړې موخه داده چې کوم کسان د کوم ځاي څخه دغه رسوا شوي او راپټ شوي لاسوندونه راپټوي او بيا يې نوموړې پاڼې ته ورپورته کوې نو دغه سيستم دا اجازه چا ته نه ورکوې چې چا ته دا وښايي چې دا لاسوندونه چا او د کوم ځای څخه نوموړې پاڼې پورته کړي دي او دا مهال په نړۍ کې تر ټولو غښتلې انټرنيټ شبکه د سويډن، ايسلنډ او بلجيم ده چې د دغه درې هېوادونو اوسيدنکې هم نشي رسوا کيدلي. پي ار کيو د سويډن د انترنيټي خدمتونه جال ( شبکه ) دی هغوۍ د پيراټ باې سره په ګډه کار کوي وايي چې ويکې ليکس ته په يو خالې سرور کې ځای ورکړل شوی دی چې مينځکه ( مرکز ) يې په ستاکهلم کې ده. د پې ار کيو مشر وايې چې موږ پخپل وخت د سويډن حکومت ته خبر ورکړ چې د ويکي ليکس ويبپاڼه بنده کړې، هغه زياته کړه چې ويکي ليکس د ټولو لاسوندونو بيک اپ فايلونه په نور هيوادونو کې جوړوي چې کله په اصلي پاڼه باندې حمله وشي او د مينځه لاړه شي نو سم له واره هغه بيک اپ فايلونه رافعاليږې او سايت بېرته ژوندې کيږي. نو دا ستونزمنه ده چې دغه ويبپاڼه له مينځه يوړل شي. کله چې ددې کال په پيل کې ويکي ليکس د عراق د جنګ په اړه لاسوندونه خپاره کړل نو داسې انګېرل کېدل چې دا يوازې کوچني حرکت دې چې چا د پنتاګون او امريکا د چارواکو لپاره کړی دی. او غواړي پدې کار سره هغوۍ خجالت کړي خو اوس خبره دومره زياته شوه چې په ټوله نړۍ کې يې يو ستره غوغا او شور رامينځته کړی دی او د نړۍ د هغه هېوادونو انټرنيټ سيستمونو ته هم دغه ډلې لار موندلې چې د انټرنيت په برخه کې ډېر پياوړيدي لکه سويډن. او هغوۍ ځيني لاسوندونه يې خپاره کړي دي. او دغه هېوادونه وېره لري چې د دوۍ د نورو لاسوندنو برخليک به څنګه وي. د سويډن چارواکو کوشش وکړ چې د دغه پاڼې د خپرېدو مخه ونيسي خو لا تر اوسه پرې لاسبرې شوي ندي. چې لامل يې د دغه ويبپاڼې پېچلې جوړښت دی. چې کله د دوۍ تخنيکي ډله ددوۍ په سرور باندې حمله وکړې نو وروسته د ډېر کم وخت څخه ددوۍ سرور په يوه نوي او نااشنا ادرس چې يوازې شمېرې وي راژوندی شي. تر ټولو د خوند خبره خو د سويډن په اړه په رسوا شوي لاسوندونو کې دا وه چې په ستاکهلم کې د امريکا سفير په يو ليږل شوي راپور کې د امريکا بهرنيوچارو وزارت ته د سويډن د بهرنيو چارو د وزير کارل بېلډت څېره داسې ورپېژندلې ده چې په جسامت کې غټ سپی او څېره يې هم د غټ سپي. نو ددغه خبر په اورېدو سره مې د ځان سره وويل چې کاش هغه زموږ سړيخور او انسان خورو ته خو يې چې لږ تر لږه همداسې يو څو نومونه ورډالۍ کړي واي.نو بيا به مو د امريکا ګيله نه وه. بل اړخ ته د زياتره سياسي شنونکو په اند دا ويره ده چې جوليان اسنج به ډېر ژر د امريکايي او يا د نورو استخباراتو له لوري ووژل شي. او لدې وراخوا دا مهال د اسنج نوم په رسمي ډول باندې د غوښتونکو ( wanted ) په ډله کې شامل شو چې تر اوسه پورې لا د اسامه نوم هم د رسمي غوښتونکو په ډله کې ندې شامل شوي. حال داچې امريکا د اسامه د نيولو لپاره ټول افغانستان په سره بټۍ بدل کړی دی. يادونه: پدغه ليکنه کې د سويډن د څلورم کنال د خبرو اترو چې په ويکي ليکس راڅرخېدې، د سي اين اين د خبرونو، ډي اين سويډنې ورځپاڼې او لندن څخه خپرېدونکې ورځپاڼې ټيليګراف د ځينو موادوڅخه ګټه اخيستل شوې ده. - بېرته شاته