(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پار لمانی ټاکنو نتجی اعلان شوی

سباون زرمل(صمدی) با الاخره پس له 74 ورځو د 1389 کال د پار لمانی ټاکنو نتجی اعلان شوی او ملا معنوی ثابته کړه چی په رښتیا هم په ده باندی د هیچا زور نه رسیږی او لکه څرنگه چی د کمسیون ویاند نور په اوله ورځ په ډیر تمسخر سره ویلی وو چی موږ به و گورو چی څارنوالی څه کولای شی. وائی هوښیار باید داسی کار او خبره و نکړی چی بیا وروسته پښیمانی را منځ ته کړی. نو زه نه پوهیږم چی دا لوی څارنوال او د هغه مرستیال ولی خلکو ته تشی و عدی ورکولی او دخپل زور او قدرت نه پورته خبری ئی کولی چی موږ به د انتخاباتو نتجی و څیړو موږ به تورن کسان محکمی ته ولیږو او دوی یوازی دومره و کړل چی څو نفره صرافان را کښ کړی. ایا لوی څارنوالی ته دا نه وه تابته شوی چی په دی هیواد کی ډیر داسی کسان شته چی د هغو قدرت اوزور د کرزی نه لوړ ده او د هغو خبری تر قانون پورته دی ایا لوی څارنوالی ته د عبدا لجبار ثابت اجراتو نه وه په اثبات رسولی چی لوی څارنوالی یوازی کولای شی چی بی واسطی او بی ډوډی عادی خلک را کښ کړی او د نظار شورا محترم غړی او پلویان ټول واجب الاحترام او د قانون نه پورته دی. اوس به راشو د انتخاباتو نتجی ته، دولسی جرگی انتخابات لکه چی په زر هاو اسناد موجود دی ټول له درغلی نه ډک وو په میلیونونه په پاکستان کی چاپ شوی رائی په کی و کار رول شوی او د پښتنو په سیمو کی په درواغو دامنیت په بهانه د رایو مرکزونه وتړل شول او د پښتنو د کامیابیدو مخه ونیول شوه. په زر هاو داسی مثالونه او اسناد موجود دی او کله چی انتخابات سرته ورسیدل او د رایو صندقونه کمسیون ته را نقل شول بیا نو د دوهم ځل لپاره د ملا معنوی تر نظر لاندی داسی لاسوهنی وشوی چی هر هغه څوک چی د معنوی خوښ نه وو نو هغه ناکام شو او هر هغه چا چی د معنوی حق ورکړی وو هغه کامیاب شول اصلا د رایو پاڼو ته هیڅ ارزښت ور نکړ شو هر هغه څه چی او الامر معنوی غوښتل همغسی و شول تاسی و گوری د اسمعیل خان لاسوهنی د نړی په سطح رسوا شوی ولی هیچا حتی د اسمعیل خان نه پو ښتنه هم و نکړه بیا و گوری چی لوی څارنوال د تلویزیون له لاری اسناد خلکو ته لولی چی په کی لیکل شوی چی د وکیل د کامیابیدو په صورت کی به دوه لکه او شل زره ډالره ورکول کیږی ولی لوی څارنوالی حتی د کمسیون دفتر ته د ورتگ نه هم ډاریږی ایا لوی څارنوالی د معنوی نه کومه پوښتنه و کړه. د مشرانو جرگه اعلان کوی چی باید د نتجو اعلان د لوی څارنوالی تر څیړنو پوری معطل شی او لوی څارنوالی هم کمسیون ته وائی چی باید نتجی اعلان نشی ولی کمسیون دا ټول پیشنهادونه نه منی او نتجی په یو آړخیز ډول اعلانوی او ټول هغه و کیلان چی په رشوت ورکولو او درغلی تورن شوی وو کامیاب اعلانیږی. ملا معنوی په تمسخر سره وائی چی د غزنی نتجی اعلان شوی او دی د کرزی په تشویش باندی هم پوهیږی ولی دی د قانون سره سم عمل کوی ملا معنوی د خپلی خوښی کاندیدان په لاندی کتگوریو کامیابی ته ورسول: هغه کسان چی د نظار شورا غړی ، پلویان او یا خوا خوږی وو هغه کسان چی د هزاره توکم او ازبکو د قوم پوری تړلی وو او دنظار شورا پلویان وو هغه کسان چی په افغانیت شرمیږی او ځانونه افغانستانیان بولی هغه کسان چی حق العضویت ئی په دوبی او سرای شهزاده کی د معنوی په حساب تحویل کړی وو شاید د پښتنو د کامیابو وکیلانو شمیر چی د رایو په اساس کامیاب شوی وی ډیر کم وی ملا معنوی په تنها ئی سره دا کار نه کولای شول او نه ئی د دی توان درلوی چی په دومره سپین سترگی سره درغلی و کړی ولی هغه په دی کار کی یوازی نه وو معنوی د سترو اوبا قدرته حلقو له خوا حمایه کیده او د هغه څخه فهیم ، خلیلی ، محقق ، ربانی ، دوستم ، یونس قانونی او ځینی نوری خود غرض خارجی کړیو ملا تړ کاوو نو ځکه معنوی په ډاگه او په زړورتیا سره دومره لاس وهنی و کړی. معنوی او دهغه ډله د هغو د ستر مشر مسعود ارمانونه پوری کوی او دهغه د ارمانونو د پوره کولو لپاره د هیڅ ډول وسیلی او درغلی نه لاس نه اخلی د مسعود یو ستر ارمان د پښتنو له منځه وړل وو او د هغه بل ارمان دا وو چی د هیچا نه د (څوک ئی) کلمه وا نه اوری. او داکتر عبدالله د خپل وزارت په وخت کی څو واری د خارجی مطبوعاتو سره په مرکه کی ویلی وو چی د پښتنو فیصدی یوازی دیرش فیصده ده او اوس دا ده معنوی عملاٌ خلکو او نړیوالو ته وښوده چی پښتانه دیرش فیصده دی. د انتخابات نتجی د هیچا لپاره د منلو وړ نه دی او دی نتجو په ډاگه وښوده چی دلته یوازی زور او زر کار کوی او د ملت سر نوشت یواز یو څو نفره ټوپک سالاران او پخوانی جنگ سالاران ټاکی اما موږ باید تر ډیره حده پوری معنوی او د هغه ډله ملامته نکړو ځکه دا د هغی ډلی سرشت ده دا دهغو شعار ده چی باید پښتانه و ځپل شی دا د هغو د ستر رهبر ارمان وو نو موږ ولی معنوی ملامت کړو موږ باید کرزی ملامت کړو چی آیا ده په دا لسو کلو کی دا خلک ونه پیژندل آیا د کرزی د حکومت ټوله ماتی د همدی ډلی د توطیو له امله نه ده هغه څرنگه په ټول افغانستان کی بل څوک نه وینی او مجبور وی چی په هر کار کی باید د نظار شورا نماینده موجود وی ایا کرزی په دی نپوهیږی چی د نظار شورا د هغه ورکه او دپښتنو ورکه غواړی. یوه کوچنی ولسوالی چی حتی د یو علاقداری نفوس هم نلری اما کر زی هغه په ولایت بدله کړه او بیا هرڅه د هغو په اختیار کی دی. کرزی صاحب باید مطمئن اوسی چی د سولی شورا نتجی به هم د پار المانی انتخاباتو نتجو ته ورته وی ځکه د سولی شورا رئیس هم له یوی خوا له کرزی نه امتیازات اخلی او خپل زوی او نور ملگری په کرزی باندی سفیران ، والیان او وزیران مقرروی او له بلی خوا د سولی د ماتولو پلانونه جوړه وی نو را به شو اصلی خبری ته چی هغه داده چی د نظار شورا نه د عدالت ، خدمت اد پښتنو د نیکنامی امید درلودل زموږ په ناپوهی دلالت کوی ا و ددی مسئول کرزی ده چی هغو ته داسی لوړ او با صلاحیته مقامونه ورکوی. اوس به و گورو چی لوی څارنوالی او مشرانو جرگه څه کولای شی دا زما باور ده چی هیڅ هم نشی کولای او کرزی به پار لمان ته ولاړ شی او په ټیټو سترگو به پار لمان افتتاح کړی او د تل پشان به د پښتنو په حقوق پښه کیږدی. د کرزی نه د جرائت او میړانی طمع کول بیځایه ده هغه په دا لسو کلو کی هیڅ یو داسی کار نه ده کړی چی خلک او پښتانه به ورباندی و ویاړی مگرم د لوی څارنوال نه دا هیله کوو چی د معنوی سره مقابله کول خو نشی کولای او نه هم دا قدرت لری که دومره و کړی چی د خلکو په حضور کی ووائی چی ما دا خیانتونه ولیدل او څرنگه چی د هغو د څیړلو صلاحیت نلرم نو خپله استعفا کوم او همدارنگه که د مشرانو جرگه ځان د خلکو استازی بولی او یا هم د خلکو غوښتنی اوری نو باید د پار المان در وازه و تړی. خو باور می نه راځی چی یو به هم دا کار و کړی. او که څارنوالی نور هم د دوسیو د څیړلو تکل و کړی نو ډیر ژر به د عبد الجبار ثابت په سرنوشت دچار شی.بله د خندا خبره می تیره شپه د اساسی قانون دڅیړلو د کمسیون درئیس گل الرحمن قاضی نه واوریده چی هغه وویل دی به د انتخاباتو د کمسیون او لوی څارنوالی تر منځ جوړه و کړی اوس نو راشه که گوری ، قاضی صاحب په میاشتو میاشتو هلته پروت ده او په ډالرو معاش اخلی او اوس ئی نو ډالرو دومره سترگی ور پټی کړی چی دی د مجرم او لوی څارنوالی تر منځ جوړه کوی. لویه څارنوالی چیغی وهی او په سلهاو نور خلک چیغی وهی چی په انتخاباتو کی درغلی شوی او لوی څارنوالی ته مستند اسناد رسیدلی چی و کیلان د پیسو په بدل کی انتخاب شوی او د پښتنو حقوق تر پښو لاندی شوی او قاضی صاحب اوس راځی د کمسیون او لوی څارنوالی تر منځ سوله کوی آیا قاضی صاحب د اسمعیل خان خبری وا نه اوریدی، د لوی څارنوالی اسناد او د کابل هرات غزنی او شمالی ولایاتو نتجی و نه لیدی چی اساسی قانون او نور ټول قوانین تر پښو لاندی شوی او قاضی صاحب سوله کوی بلی قاضی صاحب هم وضعه درک کړی ده او پوهیږی چی څارنوالی خو دا موضوع نشی گټلای او په واجب الاحترامو خلکو ئی زور نه رسیږی نو د لوی څارنوالی لپاره د خټی پزه جوړه وی او وائی چی دا موضوع ئی حل کړه. همغه د عبدالجبار ثابت قیصه ده چی د شمالی په لاره کی ئی ښه و ډباوو او وروسته ئی بیا څو نفره ورته را ولیږل او خبره ختمه شوه او پس له څو میاشتو ثابت هم برطرف شو نو اوس لوی څارنوالی ته هم یوه د خټو پزه په کار ده نور د هیچا زور په معنوی نه رسیږی. دا زموږ د پښُتنو نصیب ده، سرونه مو لاړ شی، کورونه مو تباه شی کونډی او یتیمان را پاته شی جگړه و گټو غلیم ته ماتی ورکړو مگرم قدرت بیا نورو ته پریږدو تر څو زموږ د وینو او سرونو په بیه دوی ورباندی چړچی و کړی.نو نپوهیږم چی کله به لوی رب په دی خوار او مظلوم ولس رحم کوی او دوی ته به یو پاک او ملی رهبر ټاکی تر څو نورو قومونو ته په درناوی سره د دوی د مشروع حقوقو نه دفاع و کړی.خو په خواشینی سره باید ووایم چی د کرزی صاحب نه د پښتنو د حقوقو دفاع کول هسی یو باطل خیال ده. او که خیر وو افغانستانیان به داځل دپار المان له ستیج نه نور هم په پښتنو ملنډی ووهی - بېرته شاته