(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد کبیر ستوري ياد

لیک: ډاكتر ماخان شينوارى ارواښاد ډاکتر کبير ستورى د ممتازو شاګردانو په ډله کې د رحمان بابا له ليسې څخه جرمنى ته ر اغى ما دا بخت لرلو چې ما او ده د رحمان بابا له ليسې څخه را په ديخوا سره پيژندل او د اتريش او المان افغانانو ترمنځ هم اړيکى پوره شته وي، دا دې په ګوته وي، چې موږ څو افغاني زده کونکی و او په المان کى د افغانانو ډله زياته وه، نو په کال کې به څو واره د غونډو لپاره هم المان ته راتللو۰ په المان او اتريش کې د افغانى زده کړو ټولنى جوړې شوې، په اتريش کې د 1967 ز کال په پيل کې او دا افغاني ټولنې بيا د اروپا سراسري ټولنې کې سره يوځاي شوى، دې ټولنو په اروپا کې د افغانانو سراسرې ټولنه منځه ته راوسته او ګډ کار ته مو دوام ورکړ۰ په دې ټولنو کې د ارواښاد ډاکتر ستوري ونډه غوره وه۰ د دې ټولنې پسې بيا د پښتنو او بلوڅو ټولنه جوړه شوه، چې په جوړيدو کې يې د ډاکتر کبير ونډه بنسټيزه وه او په وروسته وختونو کې بيا د ډاکتر کبير ستوري په نوښت د پښتون ټولنيز اولسوليز ګوند بنسټ کيښول شو، چې دى يې تر پاي مشر پاتې شو۰ د ډاکتر کبير ستوري سره زما ناسته پاڅه له هغه وخته، چې زه په 1988 زکال پيل کى المان ته راغلم نوره هم ژوره شوه۰ ما په هرڅه کې د ارواښاد ماما سره مشوره کوله، چې خورا ګټوره به وه۰ موږ يو بل سره د المانې لغاتو په ژباړه کې هم پوره ګډې خبرې درلودلى او هڅيدو، چې المانې لغاتو يا وييو ته اړونده پښتو وييونه يا لغاتونه پيداکړو۰ دې ته اړتيا وه، ځکه چې موږ دواړو په پښتو ليکنى کولې، چې رانيووني يې المانې کتابونه وو او کله کله به ګډ سوچ ته اړ کيدو۰ موخه پوهنيزې ليکنې وې موخه دا نه وه، چې ګوندې پښتو دې سوچه شي۰ ارواښاد ماما ته هم دا روښانه وه، چې ژبه سوچه کيدى نه شي۰ ژبه پوهنيزه کيدى شي، چې دا موخه بايد د هر پښتون وي۰ پښتو يوه وروسته پاتې ژبه ده، د يوقوم ژبه ده، چې په پوهنه کې وروسته پاتې دۍ يا وروسته پاتې ساتل شوى او دا ګناه مو هم خپله په پښتنو اچوله۰ ارواښاد ډاکتر کبير ستورى په پښتو او پښتنو مين وو، خو دې دا مانا نه لروده، چې ګوندې لوى څښتن دې ونه کړي، د بلې ژبې يا د بل قوم په خلاف دې څوک و اوسي۰ په خپل حق ودريدنه او د بل د حق ساتنه موخه وه، نه د بل د حق څخه څه کمونه۰ارواښاد کبير ستوري او زموږ نورو افغانانو، چې ګډ او د ګډو هدفونو لپاره د هيواد څخه دباندنيو هيوادونو ته راغلى وو، چې زيات يې همدلته تراوسه پاتې کيدو ته اړ شو، هغه هيلې مو چې لرودې، په هغې لار څه ونه شول، خو د ډاکتر ستوري د هيواد او هيوادوالو سره مينه کې کموالى نه دۍ راغلى۰ ارواښاد ډاکتر ستوري په شعر او ادب کې د خپل زړه د ژورې هيلې څرګندونې لار ليده او برسيره پردې يې خپله مينه د خپل کار په څلورديوالي کې وښووله او هغه د دا ډاکتر ستوري پوهنيزې څيړنې او ليکنې دي، چې ده خپل پښتون قوم ته پريښوولى، چې دا يې دې قوم سره د ژورې مينې څرګندونه هم وه۰ارواښاد ډاکتر کبيرستوري يو سياستوال، اديب، ليکوال ، شاعر، د پښتنو ټولنيز اولسوليز ګوند مشر او بنسټ ايښوونکي له موږ و تلپاتى نړى ته صفر وکړ۰ د ې پښتانه ستوري ځمکه پريښووله لاړ اسمان ته وخوت دا ستورى پورته ځليږي او موږ پښتانه په خپلو سياسي او ادبي وړانګو روښانه کوي۰ ارواښاد ډاکتر ستورى يو کلک پښتون او په پښتو مين افغان - پښتون وو۰ دۍ په خپله خبره تل ولاړ وو، خوداسې نه چې ګوندې بل چا ته يې غوږ نه ايښوول، ارواښاد ستورى د سړى سينې خاوند وو او هيڅکله په سياسي خبرو کې نه بد ميجازه کيده، د نورو خبرې يې په سړه سينه اوريدلې او خپل اند باندې، چې ورته ښه بريښيده کلک ولاړ وو۰ ستوري د پښتو او پښتنو سره مينه لرله، چى دا دده د کړو وړو، ليکنو او شعرونو څخه پوره روښانه ده۰ ده که د مينې شعر ليکلى، که د سياست او يا بل کوم ټولنيز شعر، د خپل شعر پاي يې د پښتو او پښتنو سره په مينه پاي کړى۰ ده خپله مينه د پښتو او پښتنو سره پټه نه ده ساتلى او دا يې تل په ښکاره ويلي۰ ارواښاد ډاکتر ستوري د پښتنو سره د هيڅ ډول مرستى څخه دريغ نه دى کړى۰ ارواښاد نزدى ټولو پښتنو ته د سياسي پناه وړلو په هکله تصديقونه ليکلې او د هغو سره يې نورې مرستې کړي، دا چى ارواښاد ډاکتر ستورى، ساه پوه وو، نو د آړتيا په وخت کى هر پښتانه ته د ارواپوهنى له مخى تصديقونه ورکړي، چى دلته ورسره مرسته وشي او بيوروکراتيکي ستونځى يى اوبى ( حل ) شي۰ ډاکتر کبير ستورۍ، څوکاله راپه دې خوا ناروغ وو، خو په ده کې چا د ناروغۍ نخښې نه ليدلى او ده دا نه ښووله، چې ګوندې داسې دې ناروغه وي۰ دۍ د خپلو هيلو څخه ونه غورځيده او د خپل مرګ د وخته پورې يو ټولنيز پښتون پاتې شو او په مينه کې يې د پښتنو او پښتو سره کمى نه حص کيده۰ د ده په هيلو د ده ناروغې بريالي نه شوه۰ ډاکتر کبير ستوري په سياست کې د اورواښاد باچا خان بابا لار غوره کړې وه اودا يې د ليکنو څخه هم روښانه ده۰ ارواښاد ډاکتر ستوري په مرګ هم همغه د بابا لار ونيوه او د همغې لارې د خپل کونړ مړستون ته يووړل شو او هلته په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو۰ ډاکتر ستورى له موږ څخه لاړ خو دۍ تراوسه زما په خيال کې له ما سره دۍ او په خيال کې مې خبرې اترې ورسره روانې دي۰ زه به په خپل انديز ملګرتوب کې د ډاکتر کبير ستوري همغسې ملګرى پاتې شم او دا د پښتو پوهنيزه کيدنې لار، چې زموږ د دواړو لار وه ، په هغې به همداسې سيخ روان پاتې شم۰ لکه څنګه، چې دۍ ناروغۍ ته نه تسليميده او تل د خپلو هيلو په لار روان وو، نو زه به هم همداسې تر هغې دا زموږ ګډې هيلې ساتم او که زړخت وي او که ناروغتيا هغوى به ما هلته له خپلو هيلو او غوښتنو وغورځې، چې دا زړخت او يا ناروغتيا ما لکه دارواښاد ستوری د ځان سره غبرګ خاورو ته وسپارې ۰ ګرانه ماما! زه د لوى څښتن څخه ستا لپاره د فردوس جنت هيله لرم۰ لوي څښتن دې ستا لپاره کونړونه ګل او کلزار وګرځؤى۰ دا ته چې پرې لاړې دا د حق لار ده او دا حق موږ هم لرو اودا برابر حق دۍ، چې څوک ترې څوک نه شي بې برخې پاتې ساتلى۰ ستا روح دې ، ګرانه ماما تل ښاد وي۰ ډاکتر ماخان ميږى شينوارى د افغانستان د بیاابادولو ټولنی مشر يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده. Dr. Makhan Shinwari Chairman of De Afghanistan Bya Abadawolo Talana - بېرته شاته